د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۲۹
sdf

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۲مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۲۴)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

په جوړه شوې ناسته کې چې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د شورا نورو غړو برخه درلوده، پیل د دعوت او ارشاد د آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له ټولو برخوالو څخه مننه وکړه، چې ورسره د علمي شورا په نوبتي ناسته کې برخوال دي.

پوهنتون رئیس همدارنګه په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت  د لسمې دورې نوبتي ناستې  کې د لوړو زده کړو د قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي ندامحمد ندیم صاحب سپارښتې د علمي شورا له برخوالو سره شریکې کړې او هیله یې څرګنده کړه، کوم موضوعات چې د دوی په مسؤلینو پورې اړه لري په اړوندو برخو کې لازمې کړنې ترسره کړي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو لکه:  د یو شمېر پوهنځيو او څانګو د چارو پر ښه انسجام، د نړیوال ژورنال لپاره د نوم پر انتخاب، د استادانو د تقرر او ترفېعاتو پر دوسیو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS