د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په خبري کنفرانس کې د تېرو پنځو میاشتو لاسته راوړنې له رسنیو سره داسي شریکې کړې

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۳:۴۶

د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په خبري کنفرانس کې د تېرو پنځو میاشتو لاسته راوړنې له رسنیو سره داسي شریکې کړې.

1. د نړیوالې ټولنې د همکاریو د راجلبولو په پار د ترکیې، اېران، پاکستان هېوادونو له سفیرانو او همدارنګه د سره صلیب له مسوولانو سره یې ناستې درلودې، چې د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره یې د هغوی همکارۍ راجلب کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د زده کړو او تحصیل په برخه کې خپلې تجربې له دوی سره شریکې کړي.

2. د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو درسونه پیل شوي، او په مختلفو څانګو کې زرګونه محصلان په زده کړو بوخت دي.

3. د اسنادو د ارزونې پر اساس د یو شمېر دولتي پوهنتونونو فارغینو ته ډېپلومونه ووېشل شول، او د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې لپاره کمیسیون جوړ شو.

4. د لوړو زده کړو وزیر پاکستان او ازبکستان ته سفر وکړ او په هغو هېوادونو کې یې د افغان محصلانو ستونزې حل کړې.

5. د علمي ترفعیاتو لپاره د ۱۱۸ پروپوزلونو طی مراحل کول.

6. د ۱۱۶۱ درسي کتابونو چاپول.

7. د خصوصي پوهنتونونو د غوښتنې پر اساس د مخلوط درسي نظام د مخنیوي طرحه تعدیل، منظوره او عملي شوه.

8. په دولتي پوهنتونونو کې ۱۵ د ماسټري پروګرامونه، یو د لېسانس په کچه پوهنځۍ او ۱۵ د لېسانس په کچه ډېپارټمنټونه ایجاد شوي دي.

9. په خصوصي پوهنتونونو کې د ۳ لېسانس پروګرامونو ایجادول.

10. د طبي شورا خروجي ازموینه، د دغې شورا په مرسته واخیستل شوه.

11. په کادري روغتونونو کې له ۲۹۰۰ ډاکټرانو څخه د اکمال تخصص ازموینه واخیستل شوه.

12. تقریباً له ټولو خصوصي پوهنتونونو څخه د محصلانو د اساس کتابونه، چې له ۱۳۹۸کال راپدیخوا نه وو سپارل شوي، راټول شوي دي.

13. له خصوصي پوهنتونونو څخه، تقریباً ۴سوه د نتایجو کتابونه راټول شوي دي.

14. د اسلامي ثقافت نصاب نهايي شوی او پر نورو کار روان دی.

15. د دولتي پوهنتونونو د امنیت ساتنې په موخه، یوه نظامي قطعه جوړه شوې، او لازمې زده کړې ورکړل شوې دي.

16. کادري روغتونونه فعال او تر ممکن حده اکمال شوي، په دې وروستیو کې د پاکستان هېواد له لوري ۴ لارۍ د طبي وسایلو مرسته شوې، چې تر یوې کچې به زموږ د روغتنونو ستونزې هوارې کړي.

17. د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ۵۳۵۵ ډېپلومونو، سرټیفکیټونو او ټرانسکرېپونو طی مراحل کول.

18. د ۶ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو او مرکزي ادارو څېړل او تفتیش کول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS