د دریو پروژو یعنې احاطې، منځ سړک او حقوقو پوهنځي د ستونزو په حل او چارو ژر بشپړیدو نن د ولایت مقام کې ناسته تر سره شوه!

pu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۱۷
a
د دریو پروژو یعنې احاطې، منځ سړک او حقوقو پوهنځي د ستونزو په حل او چارو ژر بشپړیدو نن د ولایت مقام کې ناسته تر سره شوه! دا ناسته چې د پوهنتون قدرمن رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي په غوښتنه جوړه شوي وه، چې د اقتصاد قدرمن رییس بهرام بهیر، د کور او ښار جوړولو قدرمن رییس ښاغلي انجنیر محمدرحیم افغان، د سکتور سرپرست رییس صیب ښاغلی انجنیر سلطان احمدزي او د پوهنتون اداري مرستیال ښاغلي محمدالله ګردیزي پکې ګډون درلوده. ناستې ته د شرکتونو مسؤلین هم راغوښتل شوي وو. د ناستې په پیل کې د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د دې پروژو په ځنډ، ستونزو خبرې وکړې او ټینګار یې په دې وو چې دا پروژې هر څومره ژر چې کیدای شي بشپړې شي. د کور او ښار جوړولو رییس هم د شرکتونو د کار په ټکني مخته تلو خبرې وکړې. وروسته د شرکتونو مسؤلینو د دې پروژو د پاتې چارو د ژر بشپړیدو ژمنه وکړه. د ناستې په پای کې د اقتصاد محترم رییس بهیر د شرکتونو مسؤلینو ته په واضح ټکو کې وویل چې د دې پروژو په برخه کې نور ځنډ د ولایت مقام ته د منلو نده او باید د یوې میاشتې په جریان کې بشپړې شي. وروسته د څلورو واړو ادارو درنو رییسانو د پوهنتون د عمومي کتابتون د ودانۍ له چارو څخه لیدنه وکړه او شرکت یې د کتابتون د ودانۍ د پروژې د چارو ښه تطبیق ته وهڅاوو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS