دنباتاتودحفاظې ډيپارټمنټ
پکتیا پوهنتون
کرنی پوهنځې
دنباتاتو ساتنې څانګه
پیژندنه
د نباتاتو د ساتنې څانګه د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له افتتاح څخه چې د پوهنتون له لومړنیو پوهنځيو شمیرل کیږي، شتون درلود. خو په اختصاصي ډول د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته د پیشنهاد څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۶/۱۰/ ۱۳۹۱ نیټې منظور او د ۱۳۹۲ کال په تشکیل کې شامل او رامنځ ته شو. د نوموړي څانکې رسالت ټولنې په ګټه دنباتاتو ساتنې په برخه کې د لایقو اشخاصو روزل او اماده کول. موخې یا اهداف: د کادرونو او استعداد لرونکو متخصصینو روزل،په صحیح ډول د نباتي آفاتو او ناروغیو پیژندل او د مخنيوي هراړخيزې لارې چارې په ګوته کول،د نباتي منابعو او چاپیریال ساتنه،د في واحد ځمکې څخه لوړحاصل لاس ته رواړل،د کرنیزو محصولاتو ساتنه او پرمختیا کې د عصري ټیکنالوژیو پلي کول،د خواړو کیفیت او مقدار لوړول او د هیواد اقتصادی وده کې د کرنیزو توکو ارزښت لوړول څخه عبارت دي. هغه مضامین چې په دې څانګه ګې په اختصاصي ډول تدریس کیږي: د نباتي ناروغیو اساسات، حشره پوهنه، مایکالوژي-بکتریالوژي، ویرولوژي –نیماتولوژی، دآفت وژونکو اساسات، د غلودانو اوصنعتي نباتاتو آفتونه، د غلودانو او صنعتي نباتاتو ناروغۍ، د ونو افتونه، د ونو اوګلابو ناروغۍ، د سبزیجاتو د آفتونو تنظیم، د آفاتو مخنیوی او سیمینار
لرليد
د نباتاتو د ساتنې څانګې لرليد د نباتاتو د ساتنې ساينس انکشاف او شريکول او د تطبيقي ميتودونو په پام کې نيولو سره د آفتونو او ناروغيو کنترول او اداره کول دي.
رسالت
د نباتاتو د ساتنې څانګې ماموريت اړونده بسټيزې او مسلکي څېړنې ترسره کول او د ساينس پر بنسټ د زده کړو چمتو کول او له ټولنې سره يې شريکول دي. د بوټو، تخمونو او نورو نباتي تکثيري موادو د تولید د روغتیا او کیفیت ساتنه، د نباتي آفاتو او ناروغیو د معرفي کولو او خپرېدنې د مخنیوي په اړه مؤثقه پوهه رامنځته کول دي.
اهداف
۱. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د مستعدو کادرونو روزنه
۲. د نباتي ناروغيو او آفاتو د مديريت او کشفولو له نويو لارو چارو سره د زده کړيالانو آشنا کول.
۳. د نباتي آفاتو او ناروغيو د مديريت لپاره د طبيعي سرچينو په ګوته کول.
۴. په چاپیریال، انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو باندې د کیمیاوي آفت وژونکو ویجاړوونکي اغیزو سره د زده کړيالانو او ټولنې آشنا کول.
۵. د نباتي ناروغيو او آفاتو پر وړاندې د اغيزمنو کيمياوي توکو په ګوته کول.
۶. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې لابراتواري او ساحوي څېړنې ترسره کول.
د حاضر و زدکړیالانو شمیر
اوس مهال ۱۴۰۱ ه ش کال تقریبا ۱۱۸ محصلین په نوموړی څانګه کې په زده کړو بوخت دي .
د استادانو معلومات
شخصي معلومات |
نوم عبدالله عبدالله احمدي محمد ریس مخلص احدګل خادم احمد جاوید موحد فهیم اندر |
پلارنوم حمیدالله خیرګل محمد اکبر ملا سو ګل عبدالمالک محمد بشیر |
ولایت لغمان وردګ لوګر ننګرهار لوګر وردګ |
ولسوالی قرغه ایی سیدا باد ازره خوګیاني محمد اغه میدان شهر /ابراهیم خیل
|
علمي پروفایل |
لیسه دقرغیو عالي لیسه لیسه امام اوبوحنیفه انصاری کابل وزیرو جهادي عالي لیسه سلطان شهاب الدین غوری عالی لیسه کابل کرنې او وترني عالی لیسه |
لسانس ننګرهار پوهنتون کابل پوهنتون کابل پوهنتون ننګرهار پوهنتون ننګرهار پوهنتون کابل پوهنتون
|
ماستری مشهد فردوسی پوهنتون بنګلور پوهنتون هند د کرنیزو تحقیقاتو انستتیوت مالیزیا پوترا پوهنتون الفارابي کزاخ ملي پوهنتون . دزده کړو په جریان کې دزده کړو په جریان کې د زده کړو په جریان کې |
دکتورا ملک عبدالعزیز پوهنتون . . . . |
تخصصی برخه نباتي ناروغۍ حشره پوهنه حشره پوهنه حشره پوهنه نباتي ناروغۍ . . |
دتقرر نیټه ۱۳۹۱ ه ش ۱۳۸۶ ه ش ۱۳۸۹ ه ش ۱۳۹۲ ه ش ۱۳۹۲ ه ش ۱۴۰۰ ه ش |
علمی رتبه پوهنیار پوهندوی پوهنمل پوهنیار پوهنیار نامزد پوهنیار |