خبرتیا

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱:۱۶
bb

خبرتیا!

دا چې د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ پرېکړه کړې وه، چې د هېواد دولتي پوهنتونونو د علمي کادري خالي بستونو لپاره به د (۵/۱۲/۱۴۰۰) نېټې پورې نوملیکنه کېږي، نو د دې لپاره چې د هېواد ټول علمي کادرونه په دې پروسه کې له نوملیکنې پاتې نه شي، وړ او مسلکي علمي کادرونه ورته لار پیداکړي، نو د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه او د نوملیکنې موده يې د روان کال د کب له (۵) څخه تر(۲۰) نېټې پورې تمدید کړه.

ټول په شرایطو برابر علمي کادرونه کولی شي، چې تر یادې نېټې پورې د اړوندو پوهنتونونو علمي کادري خالي بستونو ته نوملیکنه وکړي.

درنښت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS