د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د ټولو پوهنځیو د بېلا بېلو څانګو له آمرینو سره ګډه ناسته دائره شوه.

pu_admin
Sun, Apr 13 2025 3:55 PM
mas

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د ټولو پوهنځیو د بېلا بېلو څانګو له آمرینو سره  ګډه ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۱۵مه، او د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال حمل میاشتې په ۲۴مه،  د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د ټولو پوهنځیو د بېلا بېلو څانګو له آمرینو سره  ګډه ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک سربېره د ټولو پوهنځیو د  بېلا بېلو څانګو آمرینو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د ټولو پوهنځیو او بېلا بېلو  څانګو آمرینو او د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ  ټولو د کارونو او چارو اصلي موخه او هدف یو یاد کړ.

د هغه پر خبره د دوی ټولو د کارونو او چارو اصلي موخه د پوهنتون وده او پرمختګ همدارنګه د محصلانو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کول دي، نوموړي همدارنګه په دې برخه کې د استادانو او آمرینو د چارو قدرداني هم وکړه.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د تبدیل شویو محصلینو د شقو پر نهايي تائید، د محصلانو پر حاضریانو، د استادانو د درسي بهیر ښه تعقیب، له ټولګیو څخه دوام داره څارنه او نظارت، د علمي سفرونو پر طرزالعمل، سمینارونو کې د محصلانو په برخه اخیستلو، عملي زده کړو ته د محصلانو پر معرفي کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS