د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د بېلا بېلو پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره جلا جلا ناستې وکړې.

pu_admin
Sun, Nov 30 2025 9:18 AM
rrrrrr

د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د بېلا بېلو پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره جلا جلا ناستې وکړې.

شنبه د ١٤٤٧ ه ق کال، جمادی الثانی میاشتې په اتمه، چې د ١٤٠٤ ه ش کال، قوس میاشتې له تمې نېټې سره سمون لري، د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې، اقتصاد، حقوقو او کرنې پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره جلا جلا ناستې وکړې.

پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني د پوهنځیو له رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو سره په ګډو ناستو کې د اسلامي شریعت له نظره د دندې او مسؤلیت پر ارزښت او اهمیت ګټور مالومات له برخوالو سره شریک او ګډونوال یې وهڅول څو د دندو په اجرا او ترسره کولو کې خاص د الله ج رضا په نظر کې وساتي او په ترسره کولو سره يې د عبادت اراده ولري.

د یادونې وړ دی، چې پوهنتون رئیس همدارنګه په بېلا بېلو پوهنځیو کې د رئیسانو، څانګو آمرینو او استادانو پېشنهادات، غوښتنې او ستونزې هم واورېدلې او ورسره یې د حل په برخه کې د بشپړې همکاري ژمنه هم وکړه.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS