د پکتیا پوهنتون فرهنګي او کلتوري کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Sun, Sep 14 2025 3:49 PM
far

د پکتیا پوهنتون فرهنګي او کلتوري کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۱مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۲۳)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون فرهنګي او کلتوري کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د فرهنګي کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د ناستې برخوالو استادانو او کارمندانو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د فرهنګي کمېټې له غړو مننه وکړه، چې ورسره د پوهنتون په فرهنګي چارو او فعالیتونو کې فعاله ونډه اخلي.

ښاغلي خپلواک همدارنګه په پوهنتون کې د فرهنګي کمېټې د کړنو او فعالیتونو پر ارزښت او اهمیت باندې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل، چې څنګه کولای شي د فرهنګي کمېټې له لوري د پوهنتون د یو شمېر پروګرامونو او برنامو پر ترتیب او تنظیم کې فعاله ونډه واخلي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS