۱۴۴۷/۳/۱۶ مې نېټې سره سمون لري؛ د افغانستان اقتصادي ـ پرمختیا ملي کنفرانس (۲) نوبتي ناسته درسره شوه.

pu_admin
Wed, Sep 10 2025 2:13 PM
aqssa

۱۴۴۷/۳/۱۶ مې نېټې سره سمون لري؛ د افغانستان اقتصادي ـ پرمختیا ملي کنفرانس (۲) نوبتي ناسته درسره شوه.

یاده ناسته کې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت ترڅنګ د بورډ نورو غړو هم ګډون درلوده.

د معمول سره سم پیل د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو او ورپسې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د ښه راغلاست وینا تر څنګ د کنفرانس د شویو کړنو راپور او مالومات د ناستې له ګډون والو سره شریک کړل.

ناسته کې د اجنډا سره سم د کنفراس د مقالو لپاره د علمي بورډ جوړولو، د مقالو لپاره د فراخوان په ترتیبولو او په یو شمېر نور موضوعاتو بحث وشو او په اړوند یې لازمې پرېکړې وشوې.

په ورستیو کې د بور‌ډ مسؤلو غړو ته د کنفرانس د پاتې کارونو د ترسره کولو دندې وسپارل شوې او یاده ناسته د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS