پکتیا پوهنتون د منځ سړکونو د یوې برخې چارې بشپړې شوې

pu_admin
Wed, Jul 14 2021 11:26 AM
r

پکتیا پوهنتون د منځ سړکونو د یوې برخې چارې بشپړې شوې!

یکشنبه ۶/۴/۱۴۰۰

دا پروژه چې د ولایتي غیر مشروطې بودېجې څخه د افغان دولت په مالي ملاتړ جوړه شوي، نن یې رسماً د ولایت مقام د محترم مرستیال والي الحاج عبدالولی سهي، د پوهنتون قدرمن رئیس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، د سکتور رئیس ښاغلي انجینر سلطان احمدزي، د ټولګټو چارو درانه رئیس، د قبایلو چارو قدرمن رئیس الله میر بهرام زوی، د پوهنتون د محصلانو او اداري چارو درنو مرستیالانو ترڅنګ د پوهنتون یو شمیر محترمو استادانو او. زیارکښو اداري کارمندانو پرانیسته وکړه.

د پکتیا پوهنتون دروند رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی او د پوهنتون اداره دې برخه کې د پکتیا پخوانی والي او سیمه ایزو ارګانونو قدرمن رئیس شمیم خان کټوازي، پکتیا والي محترم حلیم فدایي، لوړو زده کړو قدرمن وزیر، د کلیو پراختیا پخوانی وزیر قدرمن پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د مالیې وزارت پخوانی محترم اداري رییس او د پکتیا ولایت پخوانی مستوفي الحاج عظیم خان څخه د زړه له تله مننه کوي چې د دې پروژې د بودیجې په انتقال کې یې له پوهنتون سره همکاري کړي وه.

دا سړک چې ۶۰۰ متره اوږدوالي او ۶ متره سور لري همدارنګه په دواړو څنډو کې د ګلدان په درلودو سره په اساسی او مستحکم ډول جوړ شوي دي.

انشاالله دا هېواد به ابادیږي او سوله به راځي.

د سوکاله او پرمختللي افغانستان لیدو په هیله

اداره

 

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS