لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۱۹مه، دوشنبه

pu_admin
Wed, Dec 11 2024 1:18 PM
abc

 

کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ممتاز محصلین د چین سفارت له لوري، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ او د امارتي محصلانو چارو رئیسانو هم حضور درلود، په یاد پوهنتون کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

کندهار پوهنتون

د کندهار پوهنتون پلان او پالیسي عمومي مدیریت له لوري، په کندهار کې د ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارمندانو ته د سټراټېژيک پلان جوړوني دوه ورځنی سيمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون

د غزني پوهنتون نويو ګومارل شویو اداري کارکوونکو ته د ادارې، مدیریت او اداري مراسلاتو پېژندنې په موخه ۱۰ ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار دایر شو.

ننګرهار پوهنتون

د ننګرهار پوهنتون ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته (د ازموینې اندېښنو سره د مقابلې لارې چارې) تر سرلیک لاندې سيمینار وړاندې شو.

لغمان پوهنتون

د لغمان پوهنتون اقتصاد پوهنځي ۱۳ تنو محصلینو ته د لغمان ولایت اقتصاد ریاست کې د پرکتیک دورې پای ته رسېدو په مناسبت د ستاینلیکونو ورکولو غونډه وشوه.

کابل طبي علومو پوهنتون

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سترګو تدریسي روغتون کې، د ډاکټرانو له لوري په بریالي ډول د سترګو پردې (کترکت) جراحي عملیات ترسره شول.

هرات پوهنتون

د هرات پوهنتون د سړک جوړولو او د تخریب شویو ځمکو د برابرولو کار د دغه پوهنتون د ماسټر پلان له مخې دوام لري.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS