د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۷مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Nov 29 2022 11:26 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۷مه، پکتیا پوهنتون
د کـرنې پوهنځي له شـــپږو څانګو څخه ۲۳۰ تنه زده کـړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.
په دې مناسـبت جـــوړ شوي مـراسم چې د فارغینو له جملې څخه د یوه تن له لوري د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شــول، لــومړی د کـرنــې پوهـنځي رئیـس پوهنمـل مـحمدګل عربزي راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ فارغ زده کــړیــالان خپلـــو مســؤلیتـونو ته چې په ټولنـــه کې یې لري، متوجې کړل.
ورپسې ددې پوهنــتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده زده کړیالانو او د دوی د کـورنیو غړیو ته د مبارکي ویــــلو ترڅنګ په ټولنه کې د کرنې او زراعت په برخه کې د مسلکي کادرونو پر ضرورت او اړتیا مفصلې خبرې وکړې.
ناسته فارغ زده کړیالانو ته د تصدیق پاڼو پر وېش او دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS