د ۱۴۰۱ کال، لړم ۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Nov 02 2022 1:54 PM

د ۱۴۰۱ کال، لړم ۸ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون مرستیالانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هغه جوړ شوي ویډیو کنفرانس کې برخه واخیسته چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم پکې یو شمېر هدایت او لارښوونې د پوهنتونونو له مسؤلینو سره شریکې کړې. ښاغلي ندیم د پوهنتونونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او غوښتنې دې له دوی سره شریکې کړي، تر څو دوی حالاتو او امکاناتو ته په کتلو سره ورته مناسبې حل لارې ولټوي. د هغه پر خبره په پوهنتونونو کې دې زده کړیالان پوره فکري او مسلکي وروزل شي، نوموړي همدارنګه په پوهنتونونو کې شته مالي ستونزو ته په اشارې وویل هڅه به وکړي، تر څو له هرې ممکنې لارې وکولای شي په مالي برخه کې د پوهنتونونو ستونزې ور حل کړي.

نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS