د ۱۴۰۱ کال، لړم ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Thu, Nov 24 2022 10:01 AM

د ۱۴۰۱ کال، لړم ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون
د انجنیري پوهنځي له مهندسي څانګې څخه د لومړي ځل لپاره ۴۵ تنه زده کړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده زده کړیالانو او د هغوئ کورنیو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ فارغ زده کړیالان وهڅول ترڅو ټولنې او جامعې ته د خدمت کولو مصدر جوړ شي.
د پوهنتون رئیس د ټولنې پرمختګ پر علم او پوهه پورې تړلی یاد کړ او په خبره یې هیڅ ټولنه له تعلیم او زده کړو پرته نشي کولای پر خپلو پښو ودریږي.
نوموړي د فارغ زده کړیالانو له کورنیو څخه هم مننه وکړه، چې په سختو اقتصادي حالاتو کې یې خپلو بچیانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.
د یادونې وړ دی، چې د انجنیري پوهنځي استادانو او فارغ شویو محصلینو په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د چارو او دندو  په پیدا کولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS