د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي او کلتوري کمېټې ناسته دائره شوه.

pu_admin
Thu, Aug 14 2025 10:50 AM
mmm

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي او کلتوري کمېټې   ناسته دائره شوه.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۲۰مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۳مې، سره سمون لري،  د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي او کلتوري کمېټې  ناسته دائره شوه.

د فرهنګي کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د فرهنګي کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د فرهنګي کمېټې غړو او برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د اسد( زمري) میاشتې  د (۲۴)مې په مناسبت، د ولایت په سطحه د جوړېدونکو مراسمو په اړه له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

ښاغلي خپلواک په خپلو خبرو کې د اسد( زمري) میاشتې  د (۲۴)مې په مناسبت په جوړیدونکو مراسمو کې د محصلانو پراخ ګډون خورا مهم او ضروري وباله او په خبره یې ازادي او خپلواکي چې د ډېرو قربانیو په مقابل کې مو ترلاسه کړې، ددې ورځې لمانځل هم پر مونږ او تاسو لازم او ضروري دي.

وروسته د فرهنګي کمېټې په نوبتي ناسته کې ددې ورځې د لمانځلو په اړه د غړو ترمنځ ازاد بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS