د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Wed, Mar 19 2025 1:05 PM
al 29

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال رمضان میاشتې په ۱۹مه، د پکتیا پوهنتون د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د علمي شورا وروستۍ نوبتي ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او د بېلا بېلو برخو آمرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د علمي شورا ناستې ټولو برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو برخوالو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره په دې روژې مبارکه میاشت کې د علمي شورا ناستې برخوال دي.

ښاغلي حمدي همدارنګه د شورا له برخوالو څخه وغوښتل څو ټول خپلو دندو او مسؤلیتونو ته چې یې لري، ورته متوجې واوسیږي او ټول ورسپارل شوي مسؤلیتونه باید پر خپل وخت ترسره کړي.

پوهنتون رئیس د معاونیتونو او پوهنځیو له مسؤلینو څخه همدارنګه غوښتنه وکړه، څو په را روان کال کې هره اونۍ باید له ریاست مقام سره د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور شریک کړي.

ورپسې د پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنمل محمدي خان محمدي د راتلونکي کال پر پلانونو مالومات د شورا له برخوالو سره شریک کړل او ورباندې یې د شورا د برخوالو نظریات هم واخیستل.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا ســــــــــــــــــــــــــــــــره سم پر اړوند موضوعاتو لکه: د پوهنتون د دیارلسګونو کمېټو لپاره د غړو ټاکل، د آمریتونو او کمېټو پر کلنیو پلانونو او راپورونو، د استادانو د ترفیعاتو پر دوسیو، د ځینو ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې هم وشوې.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS