د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ. دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

pu_admin
Mon, Dec 23 2024 1:31 PM
op00

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم، محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د پوهنځي استادانو او محصلانو هم برخه درلوده.

د پکتیا پوهنتون علمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د خبرو پر مهال د انجنیري پوهنځي د محصلانو دا ډول فعالیتونه او کړنې وستایلې او له دوی سره یې په دا او دې ته ورته پروژو کې د بشپړې همکاري ډاډ هم ورکړ.

هغه همدارنګه د پوهنتون له نورو محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې په دا ډول پروژو کار وکړي، څو یوه ښه نتېجه پرې مرتبه شي او وکولای شي خپلو اهدافو ته په اسانۍ سره ورسیږي.

د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د خبرو پر مهال دا او دې ته ورته پروژې د محصلانو له لوري اړینې یادې کړې، چې د نظري زده کړو تر څنګ محصلان هر څه په عملي بڼه ترسره کوي.

ښاغلي خپلواک همدارنګه په راتلونکي کال کې د محصلانو لپاره د عملي کار او علمي سفرونو زمینه برابرول د خپل پلان یوه مهمه برخه یاده کړه، څو محصلان یې تر ډېره نظري زده کړو ترڅنګ عملي روزل شوي وي.

د یادونې وړ دی، د افغان ملي شهرک دغه موډل چې د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي محصلانو له لوري جوړ شوی، له هیواد څخه ورته غزني ولایت انتخاب شوی، چې صنعتي، تجارتي، خداماتي او ترانسپورټي برخې پکې شاملي دي او د شلو کلونو په موده کې به بشپړیږي.

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS