Forestry and Natural Resources Department Strategic Plan

پکتیا پوهنتون

کرنې پوهنځی

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګه

 

 

 

 

 

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې ستراتیژيک پلان

۱۴۰۲-۱۳۹۸

 

 

 

ترتیب کوونکي: د ځنګلونو او طبیعي زېرمو څانګه- د ستراتیژیک پلان کمیټه

 

فهرست

عنوان                                                                                                                                  صفحه

سریزه. 1

د ځنګلونو او  طبیعي زیرمو څانګې پیژندنه: 2

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې لیدلوری: 3

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې ماموریت: 3

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې ارزښتونه: 3

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو داخلي او بهرنۍ ارزونه: 4

ستراتیژیکې موخې.. 4

لومړۍ موخه: په تدریس او زدکړه کې د عصري ټکنالوژي څخه ګټه اخیستنه او ښه والی.. 4

بنسټیزې ځانګرتیاوي.. 5

ستراتیژیک تکتیکونه. 5

دوهم ستراتیژیکه موخه: د څېړنو پرمختګ... 5

بنسټیزې ځانګرتیاوې.. 6

ستراتیژیک تکتیکونه. 6

دریم ستراتیژیکه موخه: د مؤثر ګډون له لارې د ټولنې سمون او اصلاح. 6

بنسټیزې ځانګړتیاوې.. 6

ستراتیژیک تکتیکونه. 6

څلورم شتراتیژیکه موخه: په نړیواله ټولنه کې د څانګې موقف ټاکنه. 7

بنسټیزې ځانګړتیاوې.. 7

ستراتیژیک تکتیکونه. 7

پنځمه ستراتیژیکه موخه : د څانګې په مالي او اداري چارو کې برتریت... 7

بنسټیزې ځانګړتیاوې.. 7

ستراتیژیک تکتیکونه. 8

د ځنګلونو او طبیعي زېرمو څانګې د ستراتیژيک پلان کانسیپټ... 9

د اجرآتو د اندازه کولو مقیاسونه. 10

د لومړي ستراتیژیکې موخې مقیاسونه: په تدریس او زده کړه کې برتري.. 10

د دوهمې ستراتیژيکې موخې مقیاسونه: 10

د دریمې ستراتیژیکې موخې مقیاسونه: د مؤثر ګډون له لارې د ولتې سمون او اصلاح.. 10

څلورم شتراتیژیکه موخه: په نړیوالې ټولنه کې د څانګې موقف ټاکنه. 10

د پنځمې ستراتیژیکې موخې مقیاسونه:  د څانګې په مالي او اداري چارو کې برتریت... 11

د ځنګلونو او طبیعي زېرمو څانګې لومړیتوبونه. 11

عملیاتي پلان.. 11

 

 

 

سریزه

د ځنګلونو او  طبیعي زیرمو څانګه د ځنګلونو احداث، بیا رغونه، ساتنه پالنه، او له د ځنګل څخه د ګټې اخیستنې لارو چارو سره سرو کار لري. ځنګلونه نه یوازې د سیمې په ښکلا، وچکالیو، سیلابونو د شیدت په کمولو، د خاورې او اوبو ساتنه، د هوا پاکوالی او صافوالي کې مهم رول لري، د وحشي ژوو د د نسلونو ساتنه او د خلکو لپاره ښه کاري فرصتونه  را منځته کوي، له نیکه مرغه زمونږ هیواد د څو ډوله اقلیم لرونکی دی نو همدا وجه ده چې یو زیات شمېر با ارزښته ځنګلي ونې په طبیعې ډول په ځانګړي ډول په شرقي او جنوب شرقي زون کې  شتون لري بله داچې په مصنوعي ډول ځګل جوړونې ښه نتیجه ورکړي او ګڼ شمېر ځنګلي ونې د هیواد له جغرافیایي او قلیمي شرایطو سره توافق کړی دی چې له محیطي، اجتماعي او اقتصادې اړخه د خلکو پر ژوند ژورې او ارزښتناکه اغېزي لري، ځینې ستونزې لکه د هوا ککړ تیا، د ځمکې ګرمېدنه او د وحشي ژوو له منځه تلل د هرې ورځې په تېریدو سره زیات محسوسیږي او له بلې خوا دا چې ورځ تر بلې د نفوس په شمېر کې زیاتوالی راځې له دې سره جوخت  له طبیعي زېرمو څخه  د اړتیاوو د پوره کولو او ګټې اخیستلو لپاره د خلکو  غوښتنې او ضرورتونه هم زیاتیږي  او زیاتره کلیوال خلک د ځنګل څخه مفرطه او غیر علمي او غیرمعقوله ګټه اخیستنه په راتلونکي کې د ځنګلولونو د نابودۍ او د هیواد په کچه لویې ستونزې را منځته کوي.

پورتنیو ستونزو ته په پام سره ضرور ګڼل کیږي چې یو علمي مرکز  موجود وي، په همدې پار  پکتیا پوهنتون کې د ځنګلونو او طبیعي زېرمو څانګه په ۱۳۸۸ کال کې د پوهنتون د ریاست د وړاندیز او لوړو زده کړو وزارت د (۴۸۹) ګڼې مکتوب پر بنسټ په یاد پوهنتون کې ایجاد شوه.

په نوموړې څانګه کې د ځنګلونو د بیارغونې، احداث، مدیریت او نظارت او دوامداره ګټه اخیستنه کې شته اکاډمیک غړي ارزښتناک فعالیت کوي چې زیاتره فعالیتونه یې په تدریسي او څېړنیزې چارې په بر کې نیسي، د دې تر څنګ نوموړې څانګه د خپلو کارونو د انسجام او همغږۍ په موخه د منظمو او سیستماتیکو پلانونو له مخې مربوطه فعالیتونه پر مخ وړي او له همدې امله د راتلونکو ۵ کلونو لپاره  خپل ستراتیژيک پلان چې په راتلونکو برخو کې توضیح شوی وړاندې کوي.

 

 

د ځنګلونو او  طبیعي زیرمو څانګې پیژندنه:

د ځنګلونو او طبیعي زېرمو څانګه په بنسټیز ډول په طبیعي ځنګلونو کې د لرګي تولیدونکو او میوه ورکونکو ونو پالنه، ساتنه، مدیریت او نظارت، په مسلکي میتود د حاصل راټولونه او پروسس ، د چارتراشو تولید، طبي بوټو تولید، د ژوندیو موجوداتو د تنوع ساتنه، د وحشي ژوو څارنې او پالني سره سروکار لري او په لویه کچه لاندې برخې په برکې نیسي.

  1. د ځنګل بیارغونه او احداث: دا برخه د طبیعي بیاټوکېدنې لپاره زمینه برابرول او د ضرورت له مخې په مصنوعي ډول د ځنګل بیا احیا، د نوو ځنګلونو رامنځته کولو لارې چارې په برکې نیسي.
  2. د ځنګلونو او طبیعې زیرمو څارنه او مدیریت: دا برخه د شته ځنګلونو، وحشي ژوو او طبي بوټو څخه د څارنې لپاره د سیمې وضعیت ته په کتو د مؤثرو لارو چارو را منځته کول او په نتيجه کې  پایداره مدیریت په برکې نیسي.
  3. د ځنګل څخه ګټه اخیستنه: دا برخه ځنګل د لرګینو او غیر لرګینو تولیداتو څخه د دوامداره ګټې اخیستنې میتودونه، د داخلي او بین نړیوال معیارونو په پام کې نیولو سره د لرګینو او غیرلرګینو محصولاتو پروسس او بسته بندې کول په برکې نیسي.

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په څانګه کې د یادو برخو او نورو کړنو د اجرا لپاره اوس مهال  ۶تنه کادري غړي شتون لري، د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په مختلفو برخو کې تخصص لري (جدول-۱)

شماره

نوم

د تحصیل کچه

علمي رتبه

کتنې

۱

مجیب الرحمن عارض

ماسټر

پوهندوی

 

۲

خانزاد ګل ځاځی

ماسټر

پوهنیار

 

۳

عبدالرشید ویاړ

ماسټر

پوهنمل

 

۴

عبدالمتین نوري

ماسټر

پوهنیار

 

۵

محمد اسماعیل لاروی

ماسټر

پوهنیار

 

۶

فرهاد سلطانزوی

ماسټر

پوهنیار

 

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو د څانګې داخلي شریکان د څانګې  آمر، د څانګې  استادان او محصلان دي، د یادې څانګې بهرني شریکان د پوهنځي پنځه ګونې نورې څانګې( اګرانومي، بڼوالي، اقتصاد، حفاظه او مالداري)، د پوهنتون ریاست، د پکتیا ولایت د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، چاپېریال ساتنې ریاست او لوړو زدکړو وزارت دي.

د یادې څانګې د زدکونکو شمیر د جنسیت په تفکیک سره په (جدول-۲) کې ذکر شوې دی.

لومړی ټولګی

دوهم ټولګی

دریم ټولګی

څلورم ټولګی

مجموعه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

30

0

31

0

33

0

51

0

145

0

عمومي مجموعه

145

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې لیدلوری:

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو څانګه به د هيواد په کچه يوه داسې تحصيلي اداره وي چې د ځنګلونو او طبيعي زېرمو په پراختيا او د چاپېريال ساتنې په پايښت لرونکي مديريت کې رغنده رول ولري.

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې ماموریت:

د ځنګلونو او طبيعي زېرمو پايداره مديريت؛

د چاپېريالي ستونزو او ننګونو پر وړاندې عامه پوهاوی او په دې اړوند ټولنې ته د مسلکي کادرونو وړاندې کول؛

په هيواد کې د ځنګلونو او طبيعي زېرمو د پايښت لرونکي مديريت د نړيوالو اصولو او کړنلارو ترويج.

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګې ارزښتونه:

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګه  د خپلو ټولو فعالیتونو په تر سره کولو کې په عملي ډول لاندې ارزښتونو ته ژمن دی:

صداقت

شفافیت

خلاقیت

بی طرفي

وفاداري

متقابل احترام

اسلامي ارزښتونه

ملي او فرهنګي ارزښتونه

د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره فکري آزادي

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو داخلي او بهرنۍ ارزونه:

قوت ټکي:

د ظرفیتونو شتون.

د بشري سرچینو شتون

د مناسب چاپيریال شتون

د کتابتون شتون.

په محصیلیونو کې د لوړو استعدادونونو شتون.

د لوړ رتبه استادانو شتون.

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په مختلفو ریشتو کې د متخصصینو شتون.

د څېړنو لپاره مناسب ځای.

ژورنالونو له لارې د څيړنو د شریکولو امکان.

 

د ضعف ټکي:

له طبیعي ځنګلي ساحې څخه لرېوالی

د څېړنو لپاره د لازمې بودیجې نه شتون

د مجهزلابراتوار نه شتون

د علمي سفرونو لپاره د امکاناتو نه شتون

 

فرصتونه:

د زیربطو ادارو سره نږدې همغږي او همکاري.

د میلي او بهرنیو ادارو د ځنګل په بیا رغونه کې لیوالتیا.

د طبیعي ځنګلونو شتون.

تهدیدونه:

د پالیسیو د تطبیق پرمهال په ځنګل کې د ملکیت ننګونې

ستراتیژیکې موخې

لومړۍ موخه: په تدریس او زدکړه کې د عصري ټکنالوژي څخه ګټه اخیستنه او ښه والی

د لیسانس په کچه د تدریس او زدکړه کې داسې ښه والی رامنځته کول تر څو ګټه اخیستونکي په تیوریکي او عملي توګه داسې وروزل شي چې د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په برخه کې د هیواد په کچه مؤثر رول ولوبوي.

بنسټیزې ځانګرتیاوي

  • له نوښت، خلاقیت او څېړنې سره په متحد ډول په تدریس او زده کړه کې د معاصرې پوهې او مهارتونو کارول.
  • د ټآکلې کریکولم سره په څنګ کې د محصلانو  د مؤثرې زده کړې په موخه د تدریس او زده کړې د عصري او نوو میتودونو کارول.
  •  زده کړې ته وسعت ورکول تر څو په ملي کچه د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د پرمختګ سره مرسته وکړي.
  • د الکټرونیکي زده کړې له لارې د تدریس د پروسې مطلوبول.

ستراتیژیک تکتیکونه

  • د زده کړې په میتودونو کې نوښت را منځته کول چې په تجربوي، مشارکتي او الکترونیکي زده کړې په بر کې نیسي لکه (واتساپ، ایمل د وزارت له خوا جوړ شویو یوزرونو څخه ګټه اخیستنه او IT سنټرته د محصلانو معرفی کول).
  • د سکرین او پروجکټور څخه استفاده کول.
  • د نورو اړونده څانګو سره د سیالۍ په موخه په ټولګي کې د زده کړې د متوقع کیفیت سره سم د اسانتیاوو را منځته کول او معلومات ورکول.
  • د علمي زده کړې له پاره په فارم کې د تجربو شریکول.
  • د سیالۍ کولو په موخه د نصاب، کورسونو او پروګرامو بیاکتنه.
  • د مناسبو کلاسونو برابرول
  • د اضافي مهمو سرچېنو لکه د ظرفیت جوړونې د تمویلوونکو، خارجي موسسو او ولایتي ادارو پلټنه تر څو د محصلانو په تجربوي زده کړه کې  غوره والی رامنځته کړي.
  • د الکترونیکي کلاسونو ایجادول

 

دوهم ستراتیژیکه موخه: د څېړنو پرمختګ

د څېړنو د دایرې په پراخولو سره ملي شهرت او باور تر لاسه کول.

بنسټیزې ځانګرتیاوې

  • د څېړنو، سکالرشیفونو او ابتکاري فعالیتونو رامنځته کول  چې په ولایتي او ملي کچه د پوهې د پراختیا سبب ګرځي.
  • د ځنګل د پایښت لرونکې مدیریت،  ځنګل ساتنې او ګټې اخیستنې عصري میتودونه ته ترجیح ورکول.
  • د هغو نظري فعالیتونو رامنځته کول چې په ولایتي او ملي کچه پام را جلبوي.

ستراتیژیک تکتیکونه

  • په څېړنه کې د مهارتونو لوړول.
  • د څېړنو د ترسره کولو لپاره د مالي مرستو را جلبول.
  • د پوهنځي د پرسول په همغږۍ سره د ځنګلي ونو د کرلو په مرسته د شنې ساحې رامنځته کول.
  • د څېړنو د پایلو له لارې د تفاهم د کچې لوړول.
  • په نړیواله سطحه د نړۍ د نورو پوهنتونو سره توامیتونه کول.

دریم ستراتیژیکه موخه: د مؤثر ګډون له لارې د ټولنې سمون او اصلاح.

د څانګې په خدماتي ( اکاډمیکو، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو) کې د برترۍ ښودل.

بنسټیزې ځانګړتیاوې

  • په ټاکلي وخت، لوړ کیفیت، د څېړنو پر بنسټ د ترویج د پروګرامونو په مرسته د محصولاتو نمایش.
  •  تطبیقي څېړنو( چې د ټولنې ستونزې پرې حل کیږي) ته لومړیتوب ورکول.
  • د طبیعي منابعو په پایداره مدیریت کې د ټولنې ښکیلول.
  • د ستونزو د حل په موخه د هراړخیزو اړیکو رامنځته کول.
  • د عامه سکتور سره د تجربو او علم پربنا په خپل وخت د معلوماتو شریکول.

ستراتیژیک تکتیکونه

  • د عصري ټکنالوژۍ څخه د ترویج د پروګرامونو لپاره ګټه اخیستل.
  • د هغو سرڅينو پلټل چې د ترویج تعاوني پروګرامونه را منځته کولی شي.
  • د عملي زده کړې لپاره زمینه برابرول تر څو په ولایتي او ملي کچه د شهرت وړ وګرځي.
  • څانګې په کچه په ترویجي پروګرامونو کې د څلورم ټولګي د محصلینو څخه کار اخیستل.
  • د څانګې په کچه د مشورتي کمیټې ایجادول تر څو له ټولنې سره مشورې شریکې کړي.
  • د سیمې په کچه د ځنګلدارۍ ستونزو ته په کتو سره محصلینو ته دفاعي پروژې ورکول تر څو محصلین د ټولنې د ستونزو په حل کې دخیل شي
  • د څانګې د استادانو او محصلینو تر منځ باور، احترام، حمایت او آزاده مفاهمه.
  • د څانګې معنوي چاپېریال او ارزښتونو ته قایلدل.

څلورم شتراتیژیکه موخه: په نړیواله ټولنه کې د څانګې موقف ټاکنه

تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د نړیوالو څېړنیزو او اکاډمیکو ادارو سره د توامیتونو لاسلیک کول، ورسره د خپلو تجربو شریکول او د هغوی له تجربو ګټه اخیستل (فیلوشیفونه).

بنسټیزې ځانګړتیاوې

  • د معیاري څېړنو په وسیله په نړواله ټولنه کې خپل شهرت را منځته کول.
  • د معیاري او د نړیوالو معیارونو سره سم تحقیقات په لار اچول.
  • د نړیوالو څېړنیزو ادارو او ژورنالونو سره د اړیکو ټینګول.
  • په نړیواله کچه د ستونزو درک کول.
  • د نړیوالو ستونزو ته لکه ( اقلیمي ستونزې، د ژوند تنوع او داسی نور) د څېړنو په مرسته حل لارې لټول.

ستراتیژیک تکتیکونه

  • د څېړنو واقعي پایلې د یو واقعیت په حیث ګڼل.
  • د څانګې په کچه د څېړنیزو اسانتیاوو برابرول.
  • په څېړنو کې د ناپیلتوب او بې طرفي اصل ساتل.

پنځمه ستراتیژیکه موخه : د څانګې په مالي او اداري چارو کې برتریت

د لوړو زده کړو وزارت د ټاکلو قوانینو، لایحو او پالیسیو سره سم او د څانګې د داخلي اتحاد په پام کې نیولو سره په مؤثر ډول مالي او اداري چارې پرمخ وړل.

بنسټیزې ځانګړتیاوې

  • په ټاکلي وخت د کارونو تر سره کېدل او د مالي منابعو ایجادولو ته خاصه پاملرنه.
  • له ټاکلو فرصتونو څخه ګټه اخیستل.
  • د څېړنو له لارې تیوري په عملي کړنو بدلول ترڅو د عایداتو منبع وګرځي.
  • د فوق الیسانس یا داخل خدمت برنامو په کار اچولو سره په عایداتی منبع بدلول.
  • د اړونده غیردولتي ادارو سره د څانګې له خوا د ګډو څېړنو په لار اچولو سره د مالي ملاتړ جذبول.
  • د پوهنځي د نورو څانګو په پرتله د غوره اجراتو ښودل.
  • د پوهنځي او نورو لوړو اړوندو ادارو سره د تفاهم له لارې د کارونو پر مخ وړل.
  • د بوروکراسۍ او عدم شفافیت او نورو مخنیوی.

ستراتیژیک تکتیکونه

  • د لوړو مقاماتو قانوني غوښتنو ته په وخت سره ځواب ویل.
  • د څانګې د ښه سمبالښت په موخه د اړوندو ادارو سره وخت پروخت اړیکه نیول.
  • د څانګې غړو ته د قوانینو او لایحو مطابق صلاحیتونه او مسؤلیتونه سپارل.
  • د مؤثرو مالي منابعو پیداکول.

 

د اجرآتو د اندازه کولو مقیاسونه

د لومړي ستراتیژیکې موخې مقیاسونه: په تدریس او زده کړه کې برتري

  • د محصلینو داخلې چارې ( شمېر، احصایه او روند)
  • د ټولګي اندازه( اوسط او روند)
  • هغه محصلین چې په تجربي، مشارکتي، الکترونیکي او نورو عملي کارونو کې برخه اخلي( شمېر، سلنه، روند او کټګوري)
  • د فراغت وخت ( اوسط او روند)
  • په دندو ګمارل شوي( سلنه او شمېر)