Engineering Faculty Strategic Plan

 

د انجنیري پوهنځي استراتژیکي پلان کمیټه

 

د انجنیري پوهنځي پیژندنه. 5

د پکتیا پوهنتون د انجنیري پوهنځي د استراتژیک پلان د کمیټې پیژندنه. 6

د انجنیري پوهنځي د استراتژیک پلان د کمیټي واکونه او دندې.. 6

موخې.. 6

لومړي برخه : د څیړنو، نوښتونو، انتقادي تفکر او بیخ بنسټه چارې.. 6

دوهمه برخه: پوهاوی او ظرفیت جوړونه. 10

دریمه برخه: بریښنایې زده کړي.. 11

څلورمه برخه: بودیجه. 14

‍‍د پوهنځی د ساختماني چارو د بودجې اټکل.. 14

د کریکولمونو د بودجې اټکل:. 14

د استادانود ظرفيت لوړوني لپاره د بودجې اټکل:. 15

د کارکوونکو د ظرفيت لوړوني له پاره د بودجې اټکل :. 16

د  تدریسي او عملي زده کړو د بودجې اټکل.. 16

د د څېړنیزو چارو د تنظیمولو د بودجې اټکل.. 17

د ټولو اړتیاوو مجموعي مصارف چي د پنځو کلونو  لپاره (۱۳۹۸-۱۴۰۲) اټکل شوي دي.. 17

د کریکولمونو د بودجې اټکل.. 17

د استادانود ظرفيت لوړوني لپاره د بودجې اټکل.. 17

د کارکوونکو د ظرفيت لوړني لپاره د بودجې اټکل.. 17

د  تدریسي او عملي زده کړو د بودجې اټکل.. 17

د د څېړنیزو چارو د تنظیمولو د بودجې اټکل.. 17

عمومي مجموعه. 17

پنځمه برخه: عمومي پراختیایې موخې.. 1

د استراتژیک پلان د موخو پراختیا او د ټولني په پراختیا کې ونډه لرل.. 1

د استراتژیک پلان د موخو علمي اړخونه څارل

 

د پوهنځي د رئیس پیغام

 

د پکتیاپوهنتون د متحدي رهبرۍ څخه زیات خوښ یم چي د انجنیري پوهنځي سره يي د امکان تر حده هر اړخیزه مرسته کړي ده.  د انجنیري پوهنځي د پوهنځي د ټولو علمي، تحقیقي، مالي، بیخ بنسټه تاسیسات او تحصیلي چارو د لا ښه انجسام او د ګټورتیا په موخه د پوهنځي پنځه کلن ستراتيژيک پلان ترتیب کړ.

تېر پلانونه د انجنیري پوهنځی لومړني پلانونه وه ددې نوي ستراتیژیک پلان سره ډېري متفاوتي څانګړني درلودې او  تر ډېره پوري نوموړی پلان په ډېره ښه توګه تحلیل او ارزول شوی دی. بله مهمه مسله چي دکيفيت  د تضمین پروګرام هم د ۱۳۹۶ ل. کال را وروسته ډېري لاسته راوړني لري.

په دې ستراتیژیک پلان کي غواړم د نورو مهمو مسائلو په څنګ کي د څېړني، لیکلني ... علمي برخي ته پوره پاملرنه کووم تر څو نه یواځي دا چې د استادانو د علمي ترفیع په موخه ترسره شي بلکې د استادانو او محصلانو څیړنې د انجنیري په برخه کې د ټولنې اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي او د ټولنې په پراختیا کې د فعالې ونډي لامل شي.   د پوهنځي د هري څانګي محصلان باید د تدریس په څنګ کي د نورو علمي، ادبي او کلتوري ... موضوعاتو سره عملاً مخ سوي وي.

د دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان سره سم به انجنیري پوهنځي د سکتوري (خصوصي او دولتي) برخو سره هم په ډېرو کړنو او اجرااتو کي مهم نقش لرلي او د پوهنځي په علمي، اداري او تخنیکي برخو کي ډېرښت راغلي وي. د مثال په ډول د سیول او برق څانګې لپاره لابراتوار، د مهندسي څانګې لپاره د نقشه کشي استودیو، کمپیوتر لب او د موډل جوړولو اسانتیاوې او داسي نوري اسانیتاوي چي د انجنیري په زده کړه کي د عصر سره سم مروج وي برابرول دي.

ماته تر ټولو مهمه دا ده  چي ددې ستراتيژي جوړول د پوهنځي د هر کارمند تګ لاره او هدف تعین کړي او  په هره برخه کي خپلو اهدافو ته په لږ مصرف ډېر ژر ځان ورسوي او دا هم شونې ده چي د ټاکلي پلان د هدف د لاسته راوړلو څخه مخکي زياتي لاسته راوړني په لاس راغلي وي. او دهر کارمند څخه د زړه له تله غوښتنه کوم چي خپلي هلي ځلي نوري هم تقویه او د اهدافو په لاسته راوړولو کي زیات کوښښ وکړي.

زه پکتیا پوهنتون ته ډاډ ورکوم چي د خپلو فعالیتونو، نوښتونو او هلوځلو په پايلو کي به د انجنیري پوهنځي د لوړ موقف څښتنه وي او په ځانګړي ډول  دکيفيت د تضمین په برخه کي به خپلي  ټولي راتلونکي چاري په خپل وخت اجرأ او سرته ورسیږي. . زه په پای کي د پکتیا پوهنتون پر رهبرۍ ږغ کوم چي ددې پوهنځي د اوږدمهالو اهدافو د لاسته راوړولو په برخه کي راسره مرسته وکړي لکه څنګه چي يي د همدې پوهنځي سره کړې ده.

 

ستاسو د همکارۍ او همږغۍ په هیله!

درناوی

 

پوهنمل حمیدالله صدیقي

 

د انجنیري پوهنځي رئيس

 

 

 

الف

سریزه:

انجنیري د هیواد او ټولنې د هر اړخیز پرمختګ مهمه وسيله ده. په نننۍ نړۍکي هغو ولسونو د ژوندانه په هره برخه کي د پرمختګ ګامونه پورته کړي دي، چي ټولنیزو خدمات لپاره انجنیري تاسیسات او مناسب استوګنیز، تجارتي، صنعتي او زراعتي جوړښتونه ولري ځکه ټولنه د علمي، تخنیکي او نورو اړخونو څخه بډایه کوي.

لکه څرنګه بشري ټولنه لومړني او بنسټیزي اړتیاوې د مناسب مسکن، ښه چاپیریال، کار ځای، تولید او نوښتونو رامینځ ته کیدل دي، د نوموړو ټولو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره سیستمونو ته اړتیا ده انجنیري د دې لامل ګرځي چې د بشري ټولنې د پرمختګ او بشري غوښتنو د مناسب ځواب وویلو په موخه بنسټیز جوړښتونه رامینځ ته کړي، ټولنې د اقتصادي، سیاسي، تجارتي، کلتوري، مذهبی او هر اړخیز اتصال په موخه یو له بل سره نږدي کوي.

د انجنیري پوهنځی غواړي چي خپل هیواد، ټولني او سیمي ته داسي چوپړ وکړي چي په ذریعه يي د خلګو مړه احساسات، جذبات او  فکرونه را ژوندي کړي او د پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.

انجنیري پوهنځی خپلو اهدافو ته د رسیدو او په ټاکلي وخت کي د ټولو کړنو د ترسره کولو په موخه د تیرو (۱) پنځه کلنو پلانونو په تعقیب د پکتیا پوهنتون او لوړو زده کړو د وزارت د ستراتیږیک پلان په ړنا کي خپل (۵) کلن ستراتیږیک پلان (۱۳۹۸-۱۴۰۲) ترتیب کړ. ددې پلان په ترتیب کي ټولو ورځینو، عادي او پرمختیایی چارو ته د ضرورتونو پر بنیاد او د خپل هیواد امکاناتو ته په کتلو سره ترتیب کړ دئ.

د پلان په ترتیب کي نه یوازي د پلان د ترتیب کمېټې کار کړی دي بلکه د پوهنځي استادانو او محصلانو د نظریات هم ځاي پرځاي سوي دي .په  ترتیب شوي پلان کي اساسي اړتیاوو او سهولتونو د آماده کولو ترڅنګ دظرفیت دلوړوني، څېړنیز فعالیتونو ته ځانګړی پاملرنه سوې ده.

 د پوهنځی ټول استادان او ټول کارمندان ژمن دي چي په دې ستراتیژیک پلان په هره برخه کي  د چارو  په ښه ډول سرته رسولو او تنظیم کي فعاله برخه اخلي ترڅو ددی پلان په عملي تطبیق سره پوهنځی ته نور هم پرمختیا او پراختیاورپه برخه سوي وي.

 

  

د انجنیري پوهنځي پیژندنه

د پکتیا پوهنتون انجینري پوهنځی یو با اعتباره پوهنځی ده، چې په سیمه کې د لوړو زده کړو وزارت تر چوکاټ لاندي کار کوي. په ۲۰۲۱ کال کي کابو ۵۵۰ محصلین په انجینري پوهنځي کي زده کړه کوي. اوس مهال نوموړي پوهنځی د سیول انجینري، مهندسي انجینري او بریښنا انجینري څانګې لرې چې له سیول انجینري او بریښنا انجینري څانګو څخه يي فارغان ورکړي، چې له  مهندسي څانګې څخه به هم په نږدي راتلونکې کې فارغان ولري. هر کال تقریبا ۱۵۰ هغه کسان چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته په انجینري کې د شامیلیدو ټاکل شوي معیارونه ، پوره کړي،  شاملیږي او زده کړي پیلوي، چې نوموړي شمیره به په راتلونکې کي نوره هم لوړه شي. اوس مهال ۱۶ مسلکي استادان په انجینري پوهنځې کې د تدریس دنده پر مخ بیایې.

 د پوهنځي تعمیر په کافي اندازه د تدریسې خونې ، د آي ټي مرکز، د غونډو تالار، لابراتوار او کتابخانه لري.

په پکتیا پوهنتون کې، انجینري پوهنځی یو نوي جوړ شوي پوهنځی ده، چې په  ۲۰۱۰ م کال کې هغه وخت تاسیس شوه، چې  د ډیورنډ کرښې ها غاړې (پیښور) کې میشت آریانا پوهنتون د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ځانګړي فرمان سره د افغانستان، پکتیا ولایت ته را انتقال شو. نوموړي پوهنځی اوس مهال د سیول انجینري او بریښنا انجینري  په برخه کي ۴ کلنه لسانسه دوره، او د مهندسي په څانګه کي پنځه کلنه لسانسه دوره وړاندي کوي، چې د کریډیټ سیستم له مخې یې تدریس کیږي.

د ۲۰۲۱ کال تر شروع کیدو یې د سیول انجینري له څانګې څخه ۵۲۱ تنه فازغان ټولنې ته وړاندي کړي دي، چې په سیمه کي یي ډیر شهرت موندلی، او د هیواد په بیلا، بیلو برخو کې په خپل مسلک کي ځلیدلي .

د پوهنځي په سطحه د فرعي کمیټو شتون د تحصیلي پروګرامونو وزرونه دي، چې علمي او اداري چاري د پوهنځي له اهداف سره سم تنظیموي. ځکه نو هره کمیټه اړ ده چې منظم او ښه ترتیب شوی پلانونو په لړ کې د استراتژیک پلان د اهدافو سره اړخ لرونکی ځانګړی انکشافي پلان ولري. په همدې بنسټ د انجنیري پوهنځي د استراتژیک پلان کمیټې لخوا د پنځو کلنو لپاره انکشافي پلان ترتیب شوی دی.

د پکتیا پوهنتون د انجنیري پوهنځي د استراتژیک پلان د کمیټې پیژندنه

د دندې عنوان:‌ د انجنیري پوهنځي د استراتژیک پلان د کمیټي مشر

مسئوله مرجع:‌ د انجنیري پوهنځي ریاست

کاري ډله: د کمیټي غړي

د انجنیري پوهنځي د استراتژیک پلان د کمیټي واکونه او دندې

  1. د پنځه کلن ستراتژيک پلان د څارنه له پاره د پوهنتون  له دننه او دباندي د لومړنيو او بنسټيزو معلوماتو را ټولول.
  2. د پکتیا پوهنتون د ستراتژيک پلان په رڼا کي د انجنیري پوهنځي پنځه کلن ستراتژيک پلان ترتيبول او تدوينول.
  3. د انجنیري پوهنځي د پنځه کلن ستراتېيک پلان د ترتيب ، تدوين او تطبيق په موخه عمومي او فوق العاده غونډي نيول.
  4. د انجنیري پوهنځي د پنځه کلن ستراتژيک پلان په رڼا کي د کلنيو عملياتي پلانونو جوړول.
  5. د انجنیري پوهنځي د ستراتژيک پلان د تطبيق په اړه د ستونزو د ليري کولو له پاره د پوهنتون او اړوندو ادارو سره په تماس کي کېدل.
  6. د انجنیري پوهنځي د ستراتژيک پلان د کمېټې له مهال وېش سره د هري ربعي په پای کي عمومي غونډي دايرول.
  7. د انجنیري پوهنځي د ستراتژيک پلان د کمېټې د يو کلن عملياتي پلان په رڼا کي د ستراتژيک پلان د تطبيق په موخه څارنه کول او راپورونه ئې له اړوندو څانګو سره شريکول.
  8. د   انجنیري  پوهنځي د ستراتژيک پلان د پوهېدني په موخه له استادانو، محصلانو او اداري کارمندانو سره د معلوماتو شريکول.
  9. د انجنیري پوهنځي د څانګو د ستراتژيکو پلانونو د تطبيق څارنه کول.

د هر کال په پای کي د پوهنځي د ستراتژيک پلان د تطبيق څرنګوالی څېړل او د نه تطبيق عوامل په ډاګه کول او حل لاري ورته پيدا کول

 

 

د انجنیري پوهنځي د استراتژیک پلان کمیټه هڅه کوي چې د پوهنځي د استراتژیک پلان په رڼا کې په پلان شوي ډول د فعالیت ساحه پراخه کړي په دې اساس نوموړي کمیټې د راتلونکو کلنو لپاره موخه لرونکی انکشافي یا پراختیایې پلان ترتیب کړی دی.

لومړي برخه : د څیړنو، نوښتونو، انتقادي تفکر او بیخ بنسټه چارې

څېړني، نوښتونه او انتقادي تفکر د اکاډیمیک چاپېریال د ودي او پرمختیا لپاره یو له مهمو ارزښتونو او هدفونو څخه ګڼل کیږي. د انجنیري پوهنځي هڅه کوي، چي په خپلو علمي، تدریسي او اداري چارو د ټولني د مهمو اړتیاوو د رفع کولو په موخه پر ژبني، ادبي، کلتوري او داسي نورو څېړنو او په ادبي، ژبني، هنري او داسي نورو لیکنو کي پر نوښتونو باندي تمرکز وکړي او د پوهنځی د ټولو استادانو او همدارنګه د ټولو محصلانو پر انتقادي تفکر باندي هم کار وکړي.

 

لومړۍ موخه: څېړني

داچي څېړنه د پوهنتون د استاد له پاره یو له مهمو مکلفیتونو څخه ګڼل کیږي نو د انجنیري پوهنځی د هري څانګي د استادانو څخه په خپله کاري ساحه کي تمه کیږي چي نه یوازي د خپلي علمي ترفیع لپاره بلکي نوري څېړنیزي پروژې د خپلو علمي موندنو د ډېرولو او په ټولیز ډول د ژبني او ادبي څېړنو د زېرمي پراخولو په اړتیا ترسره کړي ترڅو د پکتیا پوهنتون او ټولني ته د انجنیري اړوند د مسلکي څېړنو د عامولو او ډېرولو لپاره پوره هلي ځلي سوي وي.

سربیره پر دې چي استادان څېړني د خپلو علمي ترفعیاتو له پاره کړي وي خو د پوهنځی ټول استادان کولای سي چي په څپلو څېړنو سره زیات عاید لاسته راوړي چي په دې سره به له یوې خوا اړیني څېړني سوي وي او د بلي خوا به په پوهنځي کي په پراخه کچه مسلکي او باتجربه څېړنکي پیدا سوي وي.

کړني:

  1. په پوهنځي کي د څېړنیز مرکز مجهزول.
  2. د پوهنځي د استادانو له پاره د مادي او معنوي امکاناتو او منابعو برابرول.
  3. د ژبي د لابراتوار د تأسیسولو زمینه برابرول.
  4. د څېړنو تعمیمولو له پاره څېړني د پوهنتون، هیواد په علمي او نورو نړۍ والو علمي مجلو (ژورنالونو) کي چاپول.
  5. د پوهنځي د استادانو له پاره د ځانګړو څېړنیزو پروګرامونو جوړول.
  6. د پوهنتون ټول اکاډيمیک پرسونل اړ ایستل، چي د دغو روزنیزو پروګرامونو محتویات په خپلو تحقیقاتي پروژو کي تطبیق کړي.
  7. محصلانو ته صنفي پروژې، سیمینارونه، ګروپي او انفرادي کنفرانسونه، مونوګرافونه او نوري زده کړیزي پروسې مهیا کول.
  8. د ټولني د اړتیاوو په نظر کي نیولو سره د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مرسته څېړني سرته رسول.
  9. د ټولني پر اساسي ستونزو او اړتیاوو باندي څېړني تر سره کول او هغوی ته د حل‌لارو موندل.

 

 

 

 

 

 

 

الف: له (۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲ کال) پوري په ملي او نړۍ والو ژورنالونو کي د استادانو د پلان سويو څېړنو ګراف

 

ب: له (۱۳۹۳ تر ۱۳۹۷ کال) پوري په ملي او نړۍ والو ژورنالونو کي د استادانو د پلان سويو څېړنو ګراف

 

د: تېرو کلونو سره د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ تيزسونو  پرتليز ګراف

 

چ: له (۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲ کال) د ماستري تیزیسونو پردتلیز ګراف

 

دوهمه موخه: نوښتونه دودول

د انجنیري پوهنځی غواړي چي په نژدې راتلونکی کي په خپلو مسلکي او علمي چارو کي نوښتګر استادان او محصلان ولري او دوي ته به داسي شرایط اماده کړي چي تخلیق پکښي د یوه ارزښت په توګه عام سوي وي.

 د پوهنځی رهبري به د نوښتګرو استادانو او مبتکرو محصلانو لپاره تر خپل وسه امکانات برابروي او په دې لاره کي به د هغوی ملاتړ کوي. د هر څانګي د نخبه محصلانو کمېټه به د نوښتګرو محصلانو په معرفي او ملاتړ کولو کي مهم رول لوبوي. د ادبي او ژبینزو نوښتونو او موندنو لپاره د نوي ټکنالوژۍ او وسایلو په برابرېدا کي به نه یوازي پکتیا پوهنتون بلکي د انجنیري پوهنځی ټول امکانات کارول کیږي ترڅو نوښت او ابتکار په ټوله تحصیلي پروسه کي د ارزښت په توګه مطرح او عام سوي وي.

کړني:

  1. د نوښت د عامه پوهاوي په اړه د پوهنځی او پوهنتون په کچه استادانو او محصلانو ته ډول ډول پروګرامونه نیول.
  2. د نوښت په اړه د استادانو له خوا محصلانو ته تبلیغاتي بنرونه چاپول.
  3. د پوهنځی د دواړو څانګو په جریدو کي د نوښګرو استادانو او محصلانو یادونه کول.
  4. د پوهنځي د دواړو څانګو د نخبه محصلانو کمېټې ایجادول.
  5. د نخبه محصلانو او استادانو نوښتونه ستایل او تقدیرول.
  6. د ژبني، ادبي او هنري نوښتونو او موندنو لپاره د نوي ټکنالوژۍ او نور ورته وسایل برابرول.
  7. د انجنیري پوهنځی د نوښتونو او ابتکاراتو خبرتیا نورو پوهنځيو ته ورکول.
  8. د نوښتګرو استادانو او محصلانو د ملاتړ لپاره د پوهنځی، پوهنتون او په ملي کچه مالي او معنوي ملاټر جلبول.
  9. نوښتګر استادان او محصلان د پکتیا پوهنتون رهبرۍ ته معرفي کول.
  10. د محصلانو د نوښت، هڅو، څېړنو او معنوي ښېګڼو په اړه د لیکنو او مقالو له لاري د محصلانو ديوې مجلې خپرول.

 

درېیمه موخه : انتقادي تفکر عامول

داچي د انجنیري پوهنځی د نقد او کره کتني سره سر و کار لري او په تیوریکي او عملي ډول دلته په همدې مضمون کار کیږي خو پر ټولو سربیره د انتقادي تفکر عامول د انجنیري پوهنځی یو ځانګړی هدف دئ چي استادان او محصلان د نظرونو، معلوماتو او پېښو په وړاندي د احساساتي او عاطفي غبرګون ښودلو او مخکي قضاوت کولو پر ځای، په منطقي او معقولو نتایجو پسي وګرځي.

د انتقادي تفکر د لارښوونو عملي کېدنه د محصلانو سره مرسته کوي چي د ستونزو د حل لاري چاري زده کړي، خپله د استدلالي قوه غښتلې کړي، د نظر وړاندي کولو او نور ورته ژبني مهارتونه زده کړي. د یوه ښه انتقادي تفکر روزنه د دې باعث کیږي چي محصلان خپلي زده کړي معلومات تحلیل او په خپل ورځني ژوند کي ئې عملي کړي او په پایله کي محصلین له خپلو استادانو څخه مستقل د خپلو ځانونو د پوهولو وړتیا پیدا کړي.

کړني:

  1. د پوهنځی د استادانو خوا د انتقادي تفکر پر اهمیت او ارزښت باندي ډول ډول پروګرامونه په نظر کي نیول.
  2. د پوهنځی له خوا د انتقادي تفکر د ودي په موخه عامه پوهاوی تر محصلانو پوري رسول.

 

دوهمه برخه: پوهاوی او ظرفیت جوړونه

د ظرفیت جوړونې په موخه هڅه کیږي چې د استراتژیک پلان کمیټه منظم دفتر ولري، په دې سره به کمیټه د پوهنتون له ټولو کارکوونکو، د پوهنتون څخه بهر ادارو، ټولني، ولس، استادانو او محصلانو سره فعاله اړیکه ولري چې پایله به یې د استراتژیک پلان ښه تطبیق او په دې اړه د ټولو شاملو خلکو پوهاوی زیات شي. د پلان له مخې کمیټه په لاندي برخو کې په ظرفیت جوړونه او د پوهاوي د کچې په لوړولو ټینګار کوي.

-استراتژیک پلان په اړه استادانو او د محصلانو د پوهاوي کچه لوړول همدارنګه په تطبیق کې خپله ونډه پیژندل.

-د ولسي وګړو او د پوهنتون سره د ولایت یا سیمي په کچه د ادارو سره د پوهنځي د استراتژیک پلان معلومات ورکول

- د ولسي وګړو او د تاثیر لرونکو کسانو ونډه او د استراتژیک پلان په تطبیق کې مرسته جلبول.

- محصلانو او استادانو سره هم هغږي تر څو د پوهنځي نصاب په ښه ډول تطبیق او اړونده موخې تر لاسه شي.

 

 

دریمه برخه: بریښنایې زده کړي

 څرنګه چي د انجنیري پوهنځی د د اړېکو په تأمینولو کي یو له مهمو پوهنځیو څخه شمېرل کیږي نو خپلو ستراتیژیکو موخه ته د رسېدا په موخه د اوسني عصر د تمایلاتو ته په کتو غواړي چي د ډول ډول  عصري ټکنالوژیو څخه په تدریس، زده کړي، څېړنو او اداري کړنو کي د کیفیت د لوړاوي په برخه کي ګټه پورته کړي. په اوسني عصر کي زده کړه د پخوانیو مېتودونو تر څنګ د ټیکنالوژۍ په مرسته په انلاین ډول د تدریسي میتودونو په کارولو هم تر سره کیږي. د ټکنالوژۍ په کارولو سره هر وخت، هر ځای او هر ډول معلوماتو ته لاس رسی اسانه کیږي، په کارولو سره ئې محصل محوري زده کړه ته لاره هواریږي. همدارنګه، په اداري برخه کي خدمات چټک، هر کله، هر ځاي او په شفاف ډول تر سره کیږي تر څو  استادانو، محصلانو او اداري کارمندانو ته په بریښنايي توکو سره سمبال تحصیلي او اداري سیسټم برابر سوی وي. پوهنځی به د لاندنیو کړنو په مرسته وکولای سي تر څو د معلوماتي او اړېکو ټکنالوژۍ په موټ باندي خپلي موخي تر لاسه کړي.

لومړی موخه: د تسهیلاتو  او تجهیزاتو برابرول

ددې له پاره چي د انجنیري پوهنځی د معلوماتي ټکنالوژيکي ټولو وسایطو څخه په مناسب وخت او ځای کي عظیمي ګټه پورته کړی وي، لازمه ده چي د معلوماتي ټکنالوژۍ اړین تجهیزات لکه د کمپیوټرونه او پرینټرانو تر منځ نیټورکینګ، وایفای، د نيټ کېبل او داسي نور تسهیلات او تجهیزات په اساسي ډول برابر سوي وي.

کړني:

  1. د سولر برېښنا ورته جوړول،
  2. د Wifi سیسټم په ټوله پوهنځی کي جوړول،
  3. د Data د تحفظ له پاره Hard discs ترتیبول،
  4. د  امنیتي کامرې نصبول،
  5. د کمپوټرانو او پرینټرانو تر منځ نیټورک سیسټم جوړول.

 

دوهمه موخه: ظرفیت لوړونه

د  پکتیا پوهنتون PDC آمریت په مرسته د انجنیري پوهنځی ټولو استادانو، اداري کارمندانو، او محصلان ته د ټکنالوژۍ د اهمیت او کارونه په اړه باید لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه ونیول سي تر څو د ټولو استادانو، کارمندانو او محصلانو په ځانګړي ډول د لوړو ټولګیو محصلانو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند عامه پوهاوی ورکړل سوی وي.

کړني:

  1. د پوهنتون دننه او دباندي ټکنالوژۍ اړوند لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو ته د استادانو او کارمندانو معرفي کول،
  2. د پوهنځی په کچه محصلانو ته د ټکنالوژۍ سره د بلدتیا ډول ډول روزنیز پروګرامونه دائرول،
  3. محصلانو ته د انجنیري اړوند ډول ډول ټکنالوژیکي اسانتیاوي برابرول.

 

درېیمه موخه: محصلانو ته د آنلائن کورسونو زمینه برابرول

د پوهنځي ټول استادان به د پوهنځی د موجوده انټرنيټي امکاناتو په نظر کي نیولو سره، همدازار، د پوهنتون د رسنیو مرکز د برېښنایې زده کړو د ویډیو سټیو او آنلائن کورس جوړولو نورو امکاناتو ته په کتو به د پوهنځي د دواړو څانګو د محصلانو له پاره معیاري ګټور مسلکي انلائن کورسونه جوړ کي تر څو نه یوازي د پوهنځي بلکي د نورو پوهنتونونو د همدې مسلک محصلان به ورڅخه اعظیمي ګټه ورڅخه پورته کړي. دې موخي ته د رسېدو له پاره لاندي کړني مهمي دي:

کړني:

  1. د پوهنځي د لومړیو ټولګیو محصلانو باندي د ایمېل ادسونه جوړول،
  2. د څانګو په کچه د انلائن کورسونو له پاره ګټور موضوعات نهایي کول،
  3. د پوهنځی د برېښنائې زده کړو کمېټې په مرسته د یادو کورسونو له پاره د پوهنتون څخه مرسته غوښتل او څارل،
  4. د استادانو له پاره اړین موجوده امکانات لکه انټرنیټ او نور برابرول،
  5. د استادانو په مرسته په اضافه وخت کي پر انلائن کورسونو باندي کار راپیلول،
  6. جوړ سوي کورسونه د ډول ډول نشراتو له لاري د محصلانو په اختیار کي ورکول.

د 1398-1402 کال پورې د بریښنایې زده کړو لپاره د رامینځ ته شویو اسانتیاوو پرتلیزه سلنه

د تیرو پنځو کلنو په لړ کې د بریښنایې زده کړو لپاره د اسانتیاوو پرتیزه سلنه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څلورمه برخه: بودیجه

روښانه ده چي د سټراټيژيک پلان د پلي کولو او د پورتنيو کارونو پر وخت د تر سره کولو لپاره يو لړ مصارفو ته اړتيا سته. ددې لپاره چي مصارف د شته امکاناتو په رڼا کي تر سره او کچه ئې جوته سي د پورتنيو کارونو لپاره د بوديجي اټکل په لاندي توګه سوی دئ.

 

‍‍د پوهنځی د ساختماني چارو د بودجې اټکل

کتني

تمويلونکي

موده

پانګه (امريکائې ډالر)

واحد

د ساختمان ډول/ځانګړتياوي

ګڼه

ختم

پيل

 

قرارداري

۱۴۰۲

۱۳۹۸

1000,000

ټوله ودانۍ

د Biomedical Engineering  څانګه

۱

 

مرستندويه مؤسسې

۱۴۰۲

۱۳۹۸

800,000

ــــــــــــــ

دمیخانیک انجنیري څانګه / پوهنځی

۲

 

مرستندويه مؤسسې

۱۴۰۳

۱۳۹۸

200,000

ــــــــــــــ

د شپني زده کړو پروګرام/ پوهنځی

۳

شل لکه ( امریکائي ډالر)

 

 

 

 

2,000,000

 ټوله پانګه

 

  د کریکولمونو د بودجې اټکل:

کتني

تمويلونکی

موده

اټکل شوې پانګه (امريکائې ډالر)

شمېر

د ظرفيت لوړني ډول

ځانګړتياوی

ګڼه

ختم

پيل

 

 

 

MoHE, HEDP, USAID, World Bank and Governments of friend countries

 

۱۴۰۱

۱۳۹۸

5,000

 

۱. د پښتو ژبي او ادبیاتو د څانګي کریکولم غني کول

د کريکولمونو جوړول، غني کول

او یا هم معیاري کول.

۱

 

9,000

۲. د انګرېزي ژبي او ادبیاتو د څانګي کریکولم جوړول او غني کول.

 

ټوله پانګه14,000                                                                                                

                                                                                                           پوره څوارلس زره (امریکائي ډالر)         

 

  د استادانود ظرفيت لوړوني لپاره د بودجې اټکل:

کتني

تمويلونکی

موده

ټوله پانګه

اټکل شوې پانګه (امريکائې ډالر)

شمېر

د ظرفيت لوړني ډول

ځانګړتياوی

ګڼه

ختم

پيل

 

 

 

MoHE, HESIP, CIDA, USAID, EU, JICA and Governments of friend countries

۱۴۰۲

 

۱۴۰۰

 

80,000

10,000

8

له لیسانس څخه ماسټری ته

د استادانو ظرفيت لوړنه

۱

90,000

30,000

3

له ماسټری څخه دوکتورا ته

۲

8,000

2,000

4

لنډ مهاله زده کړي

۳

یو سلو اته اویا زره   (امریکائي ډالر)

178,000

  ټوله پانګه

د کارکوونکو د ظرفيت لوړوني له پاره د بودجې اټکل :

کتني

تمويلونکی

موده

ټوله پانګه

اټکل شوې پانګه (امريکائې ډالر)

شمېر

د ظرفيت لوړني ډول

ځانګړتياوی

ګڼه

ختم

پيل

 

 

 

MoHE, HEDP, USAID, and Governments of friend countries

۱۴۰۲

 

۱۳۹۹

 

2,000

2,000

1

د انګليسي ژبي زده کړه

داداري کارکوونکو ظرفيت لوړنه

۱

5,000

5,000

1

د کمپيوټر او IT زده کړه

۲

6,000

6,000

1

اداري او مالي امورو د منجمنت په برخه کي

۳

 

  پوره دیارلس زره 

 (امریکائي ډالر)

13,000

ټوله پانګه

 

 

 

د  تدریسي او عملي زده کړو د بودجې اټکل

ګڼه

د اړتیا ډول او تفصیل

پانګه

موده

تمویل کوونکي

کتني

پیل

ختم

۱

د تدریسي او عملي زده کړو په موخه د امکاناتو، سهولتونو او وسایلو تهیه کول

8,000

۱۴۰۰

۱۴۰۲

 مرستندویه مؤسسه

 

 

ټوله پانګه

8,000

اته زره

 (امریکائي ډالر)

 

د د څېړنیزو چارو د تنظیمولو د بودجې اټکل

ګڼه

د اړتیا ډول او تفصیل

پانګه

موده

تمویل کوونکي

کتني

پیل

ختم

۱

د څېړنیزو چارو تنظیمول او اداري ټولي اړتیاوي رفع کول.

10,000

۱۳۹۹

۱۴۰۲

دولتي، خصوصي امکانات او مرستندویه مؤسسې

 

 

ټوله پانګه

10,000

پوره لس زره

  (امریکائي ډالر)

 

 

 

 

 

د ټولو اړتیاوو مجموعي مصارف چي د پنځو کلونو  لپاره (۱۳۹۸-۱۴۰۲) اټکل شوي دي

ګڼه

اړتیاوي او اړونده جدول

پانګه

کتني

۱

د پوهنځی د ساختماني چارو د بودجې اټکل

2,000,000

 

۲

د کریکولمونو د بودجې اټکل

14,000

 

۳

د استادانود ظرفيت لوړوني لپاره د بودجې اټکل

178,000

 

۴

د کارکوونکو د ظرفيت لوړني لپاره د بودجې اټکل

13,000

 

۵

د  تدریسي او عملي زده کړو د بودجې اټکل

8,000

 

۶

د د څېړنیزو چارو د تنظیمولو د بودجې اټکل

10,000

 

عمومي مجموعه

2223000   دوه میلیونه دوه سوه دیرویشت زده 

                                    (امریکائي ډالر)

 

پنځمه برخه: عمومي پراختیایې موخې

د استراتژیک پلان د موخو پراختیا او د ټولني په پراختیا کې ونډه لرل

د استراتژیک پلان ټول هغه اهداف چې د ټولنې په پراختیا کې د انجنیري پوهنځي ونډه ثابتوي د شرایطو په درک او د شته امکاناتو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه د کاري او عملیاتي پلان تر څنګ د پراختیایې پلان له مخي وغزول شي تر څو د انجنیري پوهنځي په ټولنیزه پراختیا کې خپله ونډه لا پیاوړی او پایلي یې موثري شي.

د استراتژیک پلان د موخو علمي اړخونه څارل

د استراتژیک پلان علمي برخه چې د علمي برخه د نوی نصاب د پلي کولو په موخه د کمیټو لخوا په دوامداره توګه تر څار لاندي نیول کیږي، هغه لاري چاري چې د نورو پلانونو د تطبیق په برخه کې مرسته کوي باید په دوامداره توګه ولټول شي. په دې اساس محصلانو او استادانو ته د علمي سفرونو برابرول، د هیواد په کچه د مطرح پوهنتونونو سره علمي اړیکې تامینول، په نړیوالو کنفرانسونو، لکچرونو، او علمي پروګرامونو کې د ګډون هڅي کول، په بین المللي او ملي کچه علمي سیالیو کې د محصلانو ونډه اخیستل او هم د انجنیري پوهنځي د څانګو له لوري د علمي سیالیو په لاره اچول به د دې لامل شي چې د استراتژیک پلان موخو ته ورسیږو.

د ستراتژیک پلان  کميټې د ۱۳۹۸- ۱۴۰۲ کال د پوهنځي استراتژیک پلان چې په پورته ډول ترتیب شوی د کميټې په (         ) ګڼه پروتوکول او (                                   ) نېټه ثبت ، صحت لري او تائيد دی.

درنښت

د علمي څېړنو کميټې مشر

 

 

د ستراتژیک پلان کمېټې د ۱۳۹۸ - ۱۴۰۲ کالونو انکشافي پلان چې په پورته ډول ترتیب شوی د پوهنځي د علمي شورا په (      ) ګڼه  پروتوکول  او  (                                    ) نېټه ثبت او تائيد دی.

 

د پوهنځي تائيد.....................................

 

 

 

 

 

 

.. 1