Electrical and Electronic Department Strategic plan

 

دیدګاه
په پکتیا پوهنتون، انجینري پوهنځی کې د برق انجینري څانګه به ډیر زر دداسي ځوانانو د فارغیدو له وجې، چې څوک به تیوري په عمل بدلولای شي او ددې وړ به وي، چې په نورو لوړو زده کړو کې په کامیابۍ سره پرمخ ولاړ شي، د هیواد په سطحه وپیژندل شي.

 

ماموریت
زموږ ماموریت دادی چې د برق انجینري څانګې محصلینو ته داسې ملاتړی محیط او زمینې برابرې کړو، چې دوی به د برق انجینري اړوند مشکلاتو حل په اسانۍ سره پکي زده کوي. د برق انجینري رشته په محصلینو کې د کیفیت لوړولو ته ژمنه ده. د څانګې فارغان به په دي برخه کې د مشکلاتو حل کوونکي او ددې وړ وي چې انجینري اساسات د برق په سیستمونو کي تطبیق کړي. د پوهنځی او څانګې علمي کادرونه خپله د تدریس او عملي کارونو ټولې نتیجې له خپلو محصلینو سره شریکوي تر څو ددې وړ شي، چې دوی د کار په ساحه کې کامیاب شي.


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هدفونه:

اول هدف:
د علمي کادرونو د شمیر لوړول

حل لارې:
          اول: د برق انجینري به برخه کې د علمي کادرونو پیدا کولو مشکل کار دی. موږ تر اوسه توانیدلي یو چې یوازي یو استاد پیدا کړو. موږ هڅه کوو چې تر ۲۰۲۱ پورې برق انجینري د علمي کادرونو شمیر ۵ تنو ته لوړ کړو.

         
دوهم هدف:
 د استادانو علمي کچه لوړول
   
حل لارې:
          اول: مونږ د راتلونکي اوو کالونو لپاره په پام کي لرو چې د برق انجینري څانګه کې یوازینی استاد مو د ماستري تر کچې زده کړې وکړي. له نویو مقرر شویو استادانو به هم دوه تنه نور چې هر څومره زر کیږي د ماستري لپاره ولیږو.

           دوهم: په یاده څانګه کې علمي کادر د خپلې پوهنیاري رتبې لپاره په علمي تحقیق کار کوي او په خپل وخت به د پوهنیاري علمي رتبې لپاره ارتقا وکړي.

 

دریم هدف:
 د مجهزې کتابخانې لرل
          موږ غواړو تر ۲۰۲۱ پوري د سیمي په کچه یوه داسي کتابخانه ولرو چې د برق انجینري د  محصلینو مشکل حل کړي.   

حل لارې
         اول: مونږ سر له اوسه لګیا یو او د هر فارغیدونکي محصل په سر په هغوی یو کتاب د پوهنځی لپاره اخلو چې مونږ تقریبا په کال کي ۱۰۰ کتابونه د محصلینو له لارې پیدا کولی شو چې ددي کتابونو شمیر به تر ۲۰۲۱ کال پوري شاوخوا ۶۰۰ کتابونو ته ورسیږي.
مونږ له ځیني خپروندویه ټولنو سره هم په تماس کي یو چې د انجینري په برخه کي یو څه کتابونه مرسته راسره وکړي چې همدا څه موده مخکي هم مومند خپرندویه ټولنې د پنځو نویو چاپ شویو کتابونو یو، یو جلد مرسته کړي ده او کوشش کوو چې دا مر ستي رازیاتي کړو.

          دوهم: غواړو د سیمې له هغه تجارانو سره وګورو چې طمع تري کیدای شي. له هغوی سره به د خپلې پوهنځی او محصلینو د درسي موادو مشکلات شریک او په حل لارو به یي ورسره وغږیږو او کوشش به وکړو چې د دوی د مالي مرستو له لارې زیات شمیر درسي کتابونه پیدا کړو تر څو مو کتابخانه مجهزه شي.

         دریم: د کتابخانې د غني کولو لپاره تر ټولو زیاته طمع د لوړو زده کړو وزارت ته کیږي. غواړو وخت په وخت خپلې ستونزې د پوهنتون د اداري په مرسته ورسره شریکې کړو او هیله مو ده چې په دي برخه کي مسولین خپل مسولیت ادا کړي.


څلورم هدف:
 د مجهز انجینري لابراتور لرل
غواړو تر ۲۰۲۱ کال پوري یو داسي انجینري لابراتوار ولرو چې د برق انجینري دیپارتمنټ د محصلینو ټولې ستونزې حل کړي.

حل لارې
         اول: موږ همدا اوس هم په دي کار کوو چې د محلي موادو ټولې بیلګې او نمومې ولرو. ددي کار لپاره مو له نږدي شرکتونو سره اړیکي نیولي او هغوی ځینی اوله مرستي هم کړي. مثلا، د خان محمد احمدزي شرکت د اوبه رسونې د ځینې تجهیزاتو او ځیني پایپونو د نمونو مرسته کړي چې د اوبه رسونې د مضمون د استاد او همدارنګه محصلینو لپاره کار اسانه کوي تر څو په عملي ډکر کي ورڅخه استفاده وکړي او په سمه توګه یي وپیژني، او په مسلسلو هڅو کي یو تر څو له نورو شرکتونو سره هم خپله رابطه ټینګه او د هغوی له لارې ځیني محلي مواد پیدا کړو.

       دوهم: د سروي د ضروري ماشین الات لکه لیول، تیودلیت، ټوټل سټیشن او جي پي ایس شمیر مو باید تر هغه حده لوړ کړو تر څو د هر لس نفري ګروپ په سر یو، یو دانه ولرو تر څو د محصلینو لپاره سهولت او د زده کړي موقع زیاته وي. په دي برخه کې یو استاد په خپلو شخصي مصارفو د پوهنځی د لابراتوار لپاره د یو لیول مرسته کړي او یو بل استاد هم چې د علمي رتبې د ارتقاه په وخت کي وعده کړي چې یو بل لیول به هم د پوهنخی لپاره اخلي. موږ چي له هري خوا څخه وي د لیولو شمیر به تر ۲۰۲۵ کال پوري تر پنځو ورسوو چې زمونږ ډيري ستونزې پري حل کیدای شي.
همدا اوس د پکتین ساختماني شرکت د یوه تیودولیت مرسته کړي چې غواو تر ۲۰۲۱ پوري ۳ تیودلیت، ۲ ټوټل سټیشن او پنځه جي پي ایس ولرو.

       دریم: د سیمې له ځینو تجارانو سره غونډې برابرول تر څو که وکولی شي ځیني هغه ماشینونه چې د ساختماني موادو د ټیسټونو لپاره په کاریږي راته واخلي خو په دي برخه کي ډيره تمه د لوړو زده کړو وزارت ته کیږي چې مونږ به وخت په وخت خپل مشکلات د پوهنتون د ادارې لخوا ورسره شریکوو تر د لابراتوار ستونزه مو تر ۲۰۲۵ پوري په مکمله توګه حل شي، او یو داسي لابراتوار ولرو چې په پکتیا کي ټول کیدونکي ټیسټونه تر سره او نتیجي یي کنټرول کړو. له دي څخه به موږ عایدات هم ولرو چې هغه عایدات به بیرته د پوهنځی په انکشافي کارونو لګیږي او له دي ځایه موږ کیدلای شو په خپل ځان بسیا د نورو له مرستو ځان ازاد کړو او خپل مصارف به په خپله پوره کړو.

څلورم: له هغو کمپنیو سره چې د برق په برخه کې کار کوي، اړیکې ونیسو تر څو مو د محصلینو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.


 


پنځم هدف:
د یوه مشورتي او ډیزاین مرکز جوړول.
مونږ غواړو د انجینري په ساحه کي یو داسي مشورتي او د ډيزاین مرکز ایجاد کړو چې د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګې وکولی شي. په دي مرکز کي به د انجینري په څلورو ساحو (سیول، مهندسي، برق او میخانیک) کي هیوادوالو ته پر ځای مشورې ورکوي او په یادو ساحو کي به د پروژو ډيزاین پر مخ بیایې.

حل لارې:
          اول: دغه هدف ته د رسیدو لپاره باید په همدغو ساحو کي متخصصین ولرو، چې په دي برخه کي تر ۲۰۲۵ کال پوري په ټولو برخو کي یو، یو متخصص لرلای شو. په هایدرولیک کي یو ماستر فعلا لرو، په پل کي یو استاد همدا مهال خپلې د ماستري زده کړي پر مخ بیایي، په ساختمان کي مو اوس دوه استادان د هند هیواد ته د ماستري په زده کړو پسي روان دي، دوه کسان سږ کال په اوبه رسونه کي د ماستري لپاره روان دي، یو استاد په سرک کي د ماستري لپاره کاندید دي، یو استاد په مهندسي برخه کي د جاپان هیواد لپاره کاندید دی او یو بل هم په جیوټیکنیکل کي د هند هیواد ته روان دی. که وتوانیدو او یاد استادان د ماستري زده کړو لپاره لاړل نو له راتګ سره سم یي نوموړی مرکز پرانستلی او هیوادوالو ته په خدمت کي ورکولی شو. ددغه مرکز یوه ګټه به دا وي چې اداري به معیاري ډیزاین تر لاسه کوي او بله ګټه به یي پوهنځی ته وي چې له دي لارې به عایدات پیدا کړي او هغه عایدات به د لابراتوارونو په برخه کي په مصرف رسیږي.

 

شپږم هدف:
عایدات لرل

که چیرته موږ د ډیزاین یو قوي مرکز، لابراتوار او د ډیزاین مرکز ولرو، کولی شو له دي لارې عواید لاسته راوړو. له همدې درې یادو هدفونو څخه کولی شو چې د زون په سطحه د پروژو د ډیزاین او کیفیت په کنترول کې کار واخلو او د پوهنتون لپاره عواید ولرو.