Education Faculty Years Reports

د پوهنځي رئيس پيغام

ښوونې او روزنې پوهنځی د پکتيا پوهنتون له تاسيس سره همهاله تاسيس شوی پوهنځی دی، چې د مسلکي او باتجربه استادانو، اکاډميک پرسونل، معياري ښوونيز-زده کړه ييز چاپېريال او معياري ښوونيز نصاب په مرسته ټولنې ته د مسلکي ښوونکو،  روزونکو او مسلکي ښوونېزو کادرونو د روزنې او چمتوالي اوږدمهاله تجربه لري.

ښوونې او روزنې پوهنځی هر کال په يولس بيلابيلو څانګو کې زده کړيالان جذبوي، چې تر دا مهاله ۶۰۰ څخه زيات زده کړيالان د ليسانس په کچه په زده کړو بوخت دي، چې هر کال تقريباً د ۵۰۰ څخه زيات زده کړيالان د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کيږي.

 زموږ پروګرامونه د پکتيا پوهنتون  د نورو څانګو او پوهنځیو سره د لا ښو اړيکو له لارې نور هم پیاوړي کیږي. زموږ اسانتياوې په ملي کچه دي، هغه زیربناوې چې موږ یې لرو په تدریس او زده کړې کې زموږ د ټاکلي لرلید مرسته کوي.

  پوهنځی هڅه کوي، چې زده کړيالان په بيلابيلو برخو کې په مسلکي ډول وروزي،  دوی د دې وړتيا او مسلکيتوب سره کولی شي هر ځای خپلې دندې ترسره کړي.  د ښوونې او روزنې پوهنځي د ټولو څانګو زده کړيالان په اووم سمستر کې د عملي تدریس تجربو ترلاسه کولو لپاره د لنډې مودې لپاره ښوونځیو ته معرفي کيږي.

د ښوونې او روزنې پوهنځی هڅه کوي چې راتلونکي کې د ټولنې د غوښتنې سره سم په پوهنځي کې نورې څانګې هم ايجاد کړي. زه هیله لرم چې د پکتيا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی به ستاسو د خوښې پوهنځی وي.

که تاسو د زده کړو سره لیوالتیا لرئ په غوره چاپیریال کې د غوره زده کړو غوښتونکي یاست او غواړئ چې د تدریس مسلک ته داخل شئ، زه او زما کاري ټيم ژمن ده، چې ستاسو سره د غوره وړتیا ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د يو ګټور مسلک خاوندان شئ. زه  تاسو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ښه راغلاست وايم په زده کړو کې درته  بریالیتوب غواړم.

 

پوهنمل عبدالله مسلم

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس

 

 

لړليک

۱). سريزه                                                                                                                                                                                                          ۱

۲). تدريسي کړنې                                                                                                                                                                                                  ۲

۳). اداري او اکاډميکې کړنې                                                                                                                                                                                    ۶

۴). د استادانو او مديرانو تقرر، ترفعيات او انفکاک                                                                                                                                                      ۷

۵). وړانديزونه                                                                                                                                                                                                   ۷

 

 

 

سريزه

د ښوونې او روزنې  پوهنځی ویاړي چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له منل شویو معیارونو سره سم په تدریس او څیړنه کې په لیوالتیا سره هیواد والو ته خدمت کوي. د ښوونې او روزنې پوهنځی په يولسو څانګو کې خپل فعالیتونه پر مخ وړي د ښوونې او روزنې پوهنځی د پکتیا پوهنتون له تاسیس سره همهاله په کال ۱۳۸۳ ل کې رامنځ ته شو او د د علم  مینه والو ته د علمي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې خپل علمي فعالیت پیل کړ.

د ښوونې او روزنې پوهنځي  څانګې هڅه کوي، چې محصلینو ته په نظري او عملي ډول خورا معیاري علمي خدمات وړاندې کړي او خپل نصاب د بازار له اړتیا سره سم برابر کړي. د ښوونې او روزنې پوهنځی  ویاړي چې يولس څانګو کې یې ګڼ شمېر محصلین په بریالیتوب سره فارغ کړي دي، چې د دغو فارغانو له ډلې څخه یو زیات شمېر یې د خپلې خوښې له مخې په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي بستونو کې په دندو ګمارل شوي. پوهنځي هر سمستر کې د ټولنې اړتياوو ته په کتو بیلابیلو برخو کې د محصلانو لپاره ډیری علمي سیمینارونه تنظیموي تر څو د دوی ظرفیت لوړ کړي.

 د ښوونې او روزنې پوهنځي څانګې هڅه کوي چې د درسي کتابونو لویه برخه برابره کړي او  یو شمیر درسي کتابونه تالیف کړي او یا یې له انګلیسي سرچینو څخه ملي ژبو ته وژباړي. پوهنځی هڅه کوي چې خپلو محصلينو ته ټولې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې کړې تر څو دوی وکولای شي په څېړنیزو چارو کې لا ډېر عملي ګامونه پورته کړي او د خپلې مطالعې په برخه کې د تدریس ترڅنګ له څېړنیزو، تجربوي او عملي لارو چارو سره هم اشنا شي.

د ښوونې او روزني پوهنځي د ۱۴۰۱ هـ ش کال کلنی راپور

لومړی برخه

کړنې

تدريسي کړنې

۱). د ۱۴۰۰ کال د حوت میاشتې  په ۱۵ مه نېټه د ۱۴۰۰ کال د وروستي سمسټر درسونه د دریو اوونیو لپاره له تحصیلي نصاب سره سم ورته درسي مهالوېش ترتیب او عملاً  پیل شو. په یاد سمسټر کې درسونو په تشدیدي بڼه جریان درلود او له دریو اونیو وروسته یې وروستۍ ازموینې د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې پر درېیمه نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پایه یې دوام وکړ.

۲). د پوهنځي د څانګو په کچه د دواړو سمسترونو لپاره تدریس د ښه والي پلانونه جوړ شوي وو او د سمستر په جریان کې له ځينو برخو پرته چې مالي امکاتانو ته يې اړتیا وه او یا يې ترسره کول په لوړو ادارو پورې تړاو درلود. لکه پوهنځي او څانګو ته د تخنیکي سامان آلاتو په واک کې ورکول او له څه نورو ستونزو پرته نورې ټولې کړنې په ښه شکل عملي شوې دي؛ د سمسترونو په پای کې د تدریس د ښه والي له پلانونو څخه راپورونه جوړ شوي دي.

۳). د دواړو سمسترونو په جریان کې ټولو استادانو خپلې کورس پالیسی او درسي مواد (چیپټرونه) د دواړو سمستر په لومړیو اونیو کې تکميل د محصلينو په اخیتار کې يې او  د فرعي مضامينو استادانو خپل درسي مواد ( چیپټرونه) محصلينو ته په خپل وخت ورکړي، مګر د ځینو استادانو د چپټرونو په ورکړه کې ځنډ لیدل شوی.

۴). استادانو خپل درسي چیپټرونه له مفرداتو سره په ورتوالي جوړ کړي دی. د دواړو سمسترونو په جریان کې د نصاب او کريکولم له کميټې سره په مشترک ډول د استادانو چیپټرونه د هغوی له کورس پالیسیو سره کتلی دی او ټولو استادانو تقريبا خپل پروګرامونه د پلان سره سم تعقيب کړي ؤ.

۵). په دواړو سمسترونو کې نهايي ازموينې پوښتنې د ازموينې کميټې له طرزالعمل ته په کتو جوړهې شوې وې ټولې پوښتنې له ازموينې څخه دری ورځې مخکې ترتيب شوې وې، د ازموينو نتایج په خپل ټاکلي وخت اعلان او هیڅ کومه لويه ستونزه پکې نه ده لیدل شوې.

۶). د څانګو څخه د عملي کار  او ورکشاپونو لپاره د محصلان بېلابېلو کورسونو ته معرفي شوي  او په تريننګونو کې يې ګډون کړي دي.

۷). استادانو د سمسترونو په جريان کې د پوهنتون په داخل کې په سيمنارونه ګډون کړي دي، د امرباالمعروف رياست او نورو بېلابېلو ادارو څخه چې کوم (طرزالعملونه، مکتوبونه او خبرتیاوې) راغلي دی، هغه ټولو قدرمنو استادانو ته ابلاغ شوې دي، یعنې د پوهنځي په اعلاناتو بور‌‌‌ډ کې هم نصب شوې دي.

۸). د څانګې استادانو د خپلو علمي ترفعاتو په موخه کنفرانسونه وړاندې کړي دي، او نورو استادانو او د پوهنځي محصلانو هم پکې ګډون کړی دي. 

۹). د ۱۴۰۱ کال دویم ( خزاني) سمسټر درسونه هم د سنبلې پر لومړۍ نېټه پیل شول. له تحصیلي نصاب سره سم ورته درسي مهالویش ترتیب او عملاً استادانو د خپلو مضمونونو تدریس پیل کړ. 

۱۰). د علمي کادر غړو د یاد سمسټر په بهیر کې ، پوهنځي او پوهنتون په کچه په بېلا بېلو  کمېټو کې فعال ګډون درلود.

۱۱). د سمسترونو  په جریان کې امر او د څانګو غړو ځاني ارزونې ترسره کړې او د فیډ بک په رڼا کې یې د درسي بهیر د پیاوړتیا په  موخه خپلو پلانونو کې ځای پر ځای کړي.

 ۱۲). د اسلامي ثقافت د مضمون په هکله چې د وزارت څخه یې په هر ټولګي کې د کریډیټونو د شمیر د زیاتو په برخه کې پوهنځي ته مکتوب رارسیدلی،  اړوند محتوا یې کاپي، مضامین يې په کریکولم کې ځای پر ځای او د درسي مهال ویش له مخې یې تدریس اوسمهال جریان لري.

۱۳). ۲۰٪  ازموینه د استادانو له خوا د اتمې اوونۍ په پای کې له زده کړیالانو څخه  واخیستل شوه.

۱۴). د همدې سمسټر نهایي ازموینې چې د عقرب  د میاشتي پر ۲۱ مه نیټه پیل او د قوس میاشتې تر ۱۰ مې نیټې پورې يې دوام درلود، په پوره شفافیت او د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو له لایحې سره سمې ترسره شوې. د نهایي ازموینې نومرې  د  HEMIS سیسټم  په شقو کې د استادانو لخوا څخه سیسټم ته اپلوډ شوې.

 

 

دويمه برخه

کړنې

اداري او اکاډمیکې کړنې

۱۵). د برحالو او فارغو محصلانو نتایج د بیاکتنې په موخه څانګو ته ليږل شوي و، چې د آمر او استادانو له اړینو سمونونو څخه وروسته اړوندې ادارې ته د وروستیو کړنو په موخه بیرته راليږل شوي و.

۱۶). د پوهنخي او د ټولو څانګو ټولې چاري او پلانونو د له ستراتيژیک پلان سره په هماهنګی اجرا کيږي.

۱۷). د دواړو سمسترونو په پای کې استادان د محصلينو په واسطه د پوره شفافیت له مخې ارزیابي شوي نتایج يې تحلیل او راپور يې د کیفیت ارتقا اصلي کمیټې سره شريک شوی دی. 

۱۸). پوهنځي رياست د محصلینو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه په دواړو سمسترونو کې جلسې نیولې او لازمې مشورې او سپارښتنې يې ورته کړې دي.

 

۱۹).ډیری استادانو  خپلې مقالې په نړيوالو او ملي  ژورنالونو کې خپرې کړې دي.

۲۰). د پوهنځي ټولو کمېټو خپل کاري پلانونه ترتيب کړي وو.

۲۱). د محصلينو او استادانو د ګتې اخېستو لپاره په پوهنځي کې PDC خونه بيا فعاله شوه.

۲۲). په پوهنځي کې د ۱۱ ګونو معيارونو سره سم د ټاکلي مهال ويش سره سم د پوهنځي په کچه د کيفيت رامنځته کول.

۲۳). د پوهنځي اړوند درې کادري او يو اداري پرسونل د نوښتونو او وړتيا په موخه تقدير شول.

دريمه برخه

کړنې

د استادانو او مديرانو تقرر،  ترفيعات او انفکاک

په دې برخه هغو استادانو او مديرانو چې تقرر، انفکاک او ترفعيات  يې کړي ښودل شوي.

۱). لاندې جدول د ۱۴۰۱ کال ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو ترفيعات ښيي

ګڼه

څانګه

استاد نوم

ترفيع رتبه

کتنې

۱

دري

حبيب الله حقيقت

پوهنمل

 

۲

کيميا

انځر ګل افغان

پوهنمل

 

ضياالحق نعيم زی

پوهنمل

 

۳

جغرافيه

نوراحمد احمدي

پوهنمل

 

۴

کمپيوټر ساينس

نازک احمدزی

پوهنمل

 

۵

فزيک

سيد حبيب الله هاشمي

پوهندوی

 

عبدالله مسلم

پوهنمل

 

۲). لاندې جدول د ۱۴۰۱ کال ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو تقرر ښيي

ګڼه

څانګه

استاد نوم

تقرر رتبه

کتنې

۱

دري

صالح محمد

نوماند پوهنيار

 

۲

اسلامي ثقافت

احمدالله خالد

نوماند پوهنيار

 

۳

انګليسي

حيدرخان دانش

نوماند پوهنيار

 

ضياالحق محمدي

نوماند پوهنيار

 

۳). لاندې جدول د ۱۴۰۱ کال ښوونې او روزنې پوهنځي د مديرانو تقرر ښيي

ګڼه

نوم

بست

کتنې

۱

نظر ګل

۵

 

۲

عبدالطيف رحيمي

۴

 

۳

شوکت حقيار

۵

 

۴

حبيب الله دريځ

۵

 

۴). لاندې جدول د ۱۴۰۱ کال ښوونې او روزنې پوهنځي د مديرانو انفکاک ښيي

ګڼه

نوم

تقرر رتبه

کتنې

۱

محمد ايوب خان

۵

 

۲

شريف الله

۵

 

۳

محمد الماس

۴

 

۴

محمد علي شاه

۵

 

وړانديزونه
د ښوونې او روزنې پوهنځی هغه وسائيل چې اړتيا ورته لري په لاندې ډول يې تاسو ته وړاندې کوو.

۱). په ټولګيو کې د ټيکنالوژيکي وسائيلو کموالی.

۲). د ټولګيو کموالی.

۳). د کتابخانې لپاره مدير ته اړتيا.

۴).د استادانو کمبود.

۵). د مديرانو کمبود.

۶). د غونډو تالار د مجهز لپاره وسائيلو کموالی.

۷). د لابراتواري وسائيلو کموالی.

۸). اداري کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې ورکشاف.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس

پوهنمل عبدالله مسلم

۹). د ارشيف لپاره د الماريو نه شتون.