Education Faculty Strategic Plan

 

              

د لوړو زده کړو وزارت

پکتیا پوهنتون

د ښوونې روزنې پونځی

                     

 

دښوونې روزنې پوهنځی ستراتیژیک پلان

۱۳۹۸ـــ ۱۴۰۲

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

فهرست

 

عنوان                                                                                          مخ

سریزه ......................................................................................................... ۱

د پوهنځی لید لوری، رسالت ................................................................................ ۲

د پوهنځی ارزښتونه او رهبری ............................................................................. ۲

خپلواکی ....................................................................................................... ۳

د فساد په وړاندی مبارزه .................................................................................... ۳

علمی توامیتونه ............................................................................................... ۴

علمی پروګرامونه ............................................................................................ ۵

د علمی کادرونو جذب ....................................................................................... ۵

د علمی کادرونو مسلکی پرمختګ .......................................................................... ۶

هڅونه او ترفیع ............................................................................................... ۶

علمی څیړنې او نشرات ...................................................................................... ۷

د تحصیلی نصاب انکشاف .................................................................................. ۷

برښنایی زده کړی ........................................................................................... ۸

معلوماتی تکنالوژی ته لاس رسی .......................................................................... ۸

بیخبیناوی ..................................................................................................... ۹

لابراتوار ...................................................................................................... ۹

د پوهنځی ستراتیژیکی موخی ............................................................................ ۱۰

د SWOt  تحلیل ..............................................................................................۱۲

بودیجه ..........................................................................................................۱۳

خطرات .........................................................................................................۱۴

د چا پیریال اغیزی .............................................................................................۱۴

پایله ..............................................................................................................۱۴

د مالی پلان جدول ..............................................................................................۱۵

د ستراتیژیک پلان د تاییدی صفحه ..........................................................................۱۶

 

 

           سریزه

دښوونې روزنې پوهنځی چی د پکتیا پوهنتنون د چتر لاندی په ۱۳۸۳ هـ.ش کال،  تاسیس شوی او په لومړیو کې یی د دوه دیپارتمنتونو ( علوم طبیعی او علوم اجتماعی ) په کچه خپل فعالیتونه تر سره کول، اوس مهال د غه پوهنځی  یعنی په ۱۳۹۸ کال کې په (۱۱) مختلفوڅانګو کې فعالیتونه تر سره کوی، علمی کادرونه روزی د وخت مطابق یی جامعی ته وړاندی کوی .

نوموړی پوهنځی  د ښو خدمتونو د ترسره کولو او د زده کړی بهیر د لا ښه والي او پراخوالي په موخه اوږد مهالی او لنډ مهالی پلانونه طرح کړی  او د عملی کولو په موخه هلی ځلی کوی.

د ا  ستراتیژیک پلان (۱۳۹۸-۱۴۰۲) کلونو لپاره چې د بېلابېلو پروګرامونو اغېزمن مدیریت پکې شوی، د ښوونې روزنې پوهنځی   رهبري، دپوهنځی د ستراتیژیک پلان کمیټې او مجربو علمي کادرونو لخوا د شرایطو، او ذیدخل عواملو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی.

د د غه پلان عملی کیدنه پنځه کاله مهلت لری که چیری په بشپړ ډول عملی جنبه ورکړل شی په  نوموړی پوهنځی کې به موجوده څانګې او مربوطه شعبات د دی پوهنځی به په ملی کچه معیاری شی او د هیواد په کچه به یو معیاری روزنیز ارګان وی .

      

   

 

 

 

 

 

د ښوونې روزنې پوهنځی ليد لوری

د ښوونی او روزنی پوهنځی  به په ملی کچه ټولنی ته د اړتیا وړ علمی مسلکی او تخصصی  کادرونه روزی، او د هیواد په د ننه کی به په مسلکی او تخصصی روزنه کې یو باکیفیته علمی ارګان وی .

د ښوونې روزنې پوهنځی رسالت یا ماموریت

 دښوونې روزنې پوهنځی به په مسلکی او تخصصی زده کړو سمبال کادرونه جامعی ته وړاندی کوی چی له امله به یی په ښوونیز ډګر کې اړتیاوی کمی، او معاصرو  میتودونو په واسطه د محصلانو  د روزنې او استادانو د څیړنیزې پرمختیا  له لارې د ټولنې په روڼتیا کې ونډه اخیستنه د نوموړی پوهنځی بشپړ ماموریت ګڼل کیږی.

د ښوونې روزنې پوهنځی ارزښتونه

  • باکیفیته او معیاري زدکړې
  • په اسلامی فرهنګ سمباله تربیه
  • غوره او سالم مدیریت
  • د څیړنیز، تالیف او ترجمی کلتور غنی کول
  • مساوات، شفافیت او عدالت پلی کول
  • مسئولیت منل او روڼتیا 

   عمده موخی  :

1- دکردیټ نوی سیستم پلی کول ، د یواغیزمند اوباکیفیت تعلیمی مرکز د تعلیمی نصاب مطابق ،اودلوړو    زده کړو وزارت لایحی مطابق په محصلینو تطبیق کول .

2- دښوونی روزنی پوهنځی د کریکولم اود مضامینو د مفرداتو مطابق دکتابونوترتیب کول

3- په ملی کچه جامعی ته په اسلامی روحیه سمبال  د مسلکی او تخصصی معلمینو او استادانو وړاندی کول.

4- دلوړو زده کړو وزارت دلایحې له مخی دپوهنځي په سطحه داستادانو ظرفیت لوړول اودعصری تدریس پلی کول .

  

۱ـ د پوهنځی رهبری  

د  ښوونې روزنی پوهنځی ریاست په پام کی لری  چی لاندی موارد په جدی توګه مراعت او تعقیب کړی :

  • له فساد، تعصب او بې عدالتۍ سره مبارزه کول
  • د پوهنځی په چا پیریال کی د ستونزو تشخیصول او د هغو په پار دحل لارو چارو پلټنه .
  • د پوهنځی په کچه د ټولو شعباتو څخه نظارت کول
  • د استادانو، محصلینو، او نورو مراجعینو ستونزو ته رسیدګي او حل لارې موندل
  • استادانو، محصلینو او نورو اداري کارمندانو کې د صداقت، هیوادنۍ مینې او د نوښتګرو انګېزو پیاوړې کول
  • د توامیتونو ایجاد او هغو ته  عملي جنبه ورکول
  • دپوهنځی په کچه د وزارت تحصیلات عالی د قوانینو، مقررو او لوایحو تطبیقول.

۲. ۱ـ خپلواکي

د ښوونې روزنې پوهنځی به د پوهنتون د ستراتیژیک پلان مطابق خپلی کړنی د خپلواکی په عرصه کې په مالی او علمی برخو کې په نظر کی ساتی او په بشپړه توګه به ورته د مالی پنډ په راټولولو کې  د خپلو څانګو دکادری اعضاؤ دتحقیقی پروژو، دونرانو جلبولو او اعانی سیستم فعالولو په برخه کې به توجه کوی ترڅو پوهنتون بډایه او د پوهنځی  اړتیاوو ته په خپل وخت رسیدګی وکړی، چی دغه کار به د زده کړو په بهیر لا مثبت تاثیرات رامنځ ته کړی .

۳. ۱ـ د فساد پر وړاندې مبارزه

دا چې په علمی ارګان کې عدالت او شفافيت یو منل شوی اصل دی، نو د ښوونې روزنې پوهنځی ریاست د غه اصل ته په کتو د خپلو اړوندو موخو په تعقیبولو سره په ذکر شوی برخه کې موخی ټاکلی او د دغو موخو دلاسته راوړلو په پار یی طرحی برنامه ریزی کړی چی لاندی شکل ورڅخه یادونه کوو:

موخې

  • د پوهنځی په کچه د عدالت اوتساوی پر بنست ولاړ د اکادمیکو کړنو رامنځ ته کول
  • محصلینو ته د شفافه او مؤثرو فعالیتونو د کړنی زمینه مساعدول
  • د تقنینی اسنادو د اداری سټاپ او سیستم څخه څارنه کول

برنامې

  • د پوهنځی د سټاف د حاضری څخه همیشه نظارت کول
  • د عدالت په پام کې نيولو سره د مجازاتو او مکافاتو اصل په نظر کې نیول
  • میاشتنی، سمسترواره او کلنی راپور اخیستنه او راپور ورکونه
  • د پوهنځي او دېپارتمنتونو په کچه د اړونده شوراګانو او کمېټو مسوولينو په  ټاکنو او ترکيب کې د اهليت، ژمنتيا، وړتيا، خلوص او ثابت قدمي معيارونه په پام کې نيول
  • په اضطراری مسایلو کې د لوړ رتبه او مجربو استادانو سره مشوره او علمی شوراګانو دایرول
  •   دپوهنځی دسټاف د دندو د لايحو مطابق نظارت کول او په دوی د خپلو مسؤلیتونو منل  

۴. ۱ - د محصلانو په برخه کې له فساد سره مبارزه

څرنګه چی روښانه ده د پوهنځی او دیپارتمنت د بنست یوه عمده برخه محصلان تشکیلوی دی اصل ته په کتو سره پوهنځی د فساد سره د مبارزې په برخه کې دپوهنځی ټولو اړوند څانګو سره به نږدې کار کوي تر څو ټول علمي ارزښتونه او اداري مقررات د محصلینو او اداري کارمندانو ترمنځ پلي کړي، هر ډول فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي.

  1.  
  2. په پوهنځی کې له محصلانو سره د قومی، سمتی، مذهبی، ژبنی او جنسیتی توپیر پرته یو شان چلند
  3. د محصلانو او مراجعینو سره د کارمندانو د چلند څخه څارنه
  4. د ازموینو د شفافیت لپاره د کمیټو ګمارنه او له هغوی څخه څارنه کول
  5. د محصلانو  حاضرۍ کنټرولول او څارنه
  6. په خپل وخت د ازموینې د نتایجو اعلان او د نمرو ورکولو له بهیر څخه څارنه
  7. په پوهنځی کې د محصلانو د اسنادو او پایلو خوندیتوب ته لومړيتوب ورکول
  8. د پوهنځی په کچه د محصلانو د نظر اخیستنی او د هغوی شکایاتو ته د رسیدګی په پار د هر صنف لپاره د یو تن استاد ګمارل
  9. د محصلینو شکایاتو ته د پوهنځی په کچه د شکایاتو د اوریدو د کمیټی موجودیت

 ۱ـ علمي توامیتونه

 دښوونې روزنې پوهنځی له یو شمیر علمی ارګانونو ( دپکتیا ولایت د معارف له ریاست، د شیخ زاهد پوهنتون د علوم اجتماعی پوهنځی )سره توامیتونه لری خو د علمی،اداری او تحقیقاتی پرمختګ په پار لازم ده چی په داخلی اوخارجی کچه خپل توامیتونوته پراختیا ورکړی  چې پر مټ یې اوږد مهاله مؤلدې نړیوالې اړیکې رامنځته کړي.

د ښوونې روزنې پوهنځی د توامیتونو په برخه کې دغه کړنی په پلان کې لری :

 د ښوونې روزنې پوهنځی، علمي، او څېړنیزو ادارو سره د لا زیاتی پوهی په پار توامیتونو ته پراختیا ورکول.

  • د ښوونې روزنې پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې په پام کې لري چې د داخلی معیاری پوهنتونونو سره مؤلد توامیتونه را منځته کړي.
  • پوهنځی د توامیتونو د اغیزمنتیا او عملی کولو په پار د علمی کادرونو له ډلی څخه کمیټه رامنځ ته کوی

۲.۱ـ علمي پروګرامونه

د ښوونې روزنې پوهنځی چی په ۱۳۸۳ ه ل  کال کې تاسیس شوی ا و له همدی کال را په دیخوا د ښوونی روزنې د پوهنځی شایقین هم له کال څخه بل کال ته مخ په زیاتیدو دی، د اړتیا او نظر سنجی او د پوهنځی د علمی پروګرامونو د معیاری کیدو په موخه په دغه پنځه کلن سترایتژیک پلان کې وضیعت ته په کتو دندې او علمي برنامې ځای په ځای شوي دي .

     ۳.  ۱ـ د  نویو کادرونو ګمارنه

اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځی کی (۶۳) تنه استادان په (۱۱) فارغ ده او (۱) غیر فارغ ده دیپارتمنتونو کی خپل علمی فعالیتونه تر سره کوی، چی د محصلینو نسبت یی د معیاری زده کړو په اساس لوړ دی غواړو چی دغه نسبت په رانلونکو پنځه کلونو کی معیاری کړو

د علمي کادرونو د جذب جدول له ۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲ ه ش

کال

۱۳۹۸

۱۳۹۹

۱۴۰۰

۱۴۰۱

۱۴۰۲

د علمي کادرونو جذب

۴

۶

۱۰

۱۰

۱۰

د محصلانو جذب

۴۴۰

۴۶۰

۵۰۰

۵۵۰

۶۰۰

 

۴. ۱ـ     د علمي کادرونو مسلکي  پرمختګ

د ښوونې روزنې پوهنځی  له ایجاد څخه تر دې دمه د علمي کادرونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د پام وړ تغیر راغلی دی. په لومړنیو وختونو کې تقریبآ ټول علمي کادرونه د لسانس په کچه ګمارل شوي و. د هغو د ظرفیت د لوړاوې لپاره د امکان تر حده هڅې شوې او په ۱۳۹۸ کال کې  5 نفره په خارج او داخل کې په دوکتورا بوخت دی  او ۵۳ تنه  ماستران چی د دوی له جملی څخه اوس هم بعضی  په ماستری بوخت دی او ۵ تنه د لیسانس په کچه وجود لری زموږ هڅه داده چې د دوکتورا لرونکو علمی کادرونو شمېر په راتلونکو پنځو کلونو کې ۲۹تنه ته او د ماسترانو شمیر  ۳۴ تنه ته لوړ کړو. لاندې جدول د هر کال لپاره د ظرفیت لوړونې د اندازو لپاره ورکړل شوی دی.

د علمي کچې د لوړاوي جدول له ۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲ ه ش

کال

1398

1399

1400

1401

1402

مجموع

له ماسترۍ نه دوکتورا ته

1

۲

۸

8

10

2۹

له لسانس نه ماسترۍ ته

۱

۲

۱۰

۱۰

۱۰

۳۴

 

۲ــ هڅونه

ښوونې روزنی پوهنځی د دغو پنځو کلونو په جریان کې هغه ډله استادان او اداری کارمندان  چې د خپلو کاری برنامو، تحقیقاتو، نوښتونو او نورو هڅو له لارې یې د درس د کیفیت او مدیریتی چارو په ښه والي کې رول لوبولی، او هغه ډله  استادان چې د څانګې او پوهنځی په  کمیټو کې فعال ګډون کړی  تشویق او وستایل شې. او هغه استادان او اداري کارمندان چې له خپلو موقفونو یې ناوړه ګټه اخیستنه کړي  تادیب او مجازات شې.

۲. ۲ـ ترفیع

ښوونې روزنې پوهنځی په پام کې لری چی د لوړو زده کړو وزارت د قانون مطابق  هر دري کاله وروسته د استاذانو ترفیع وشي. د دغه کار لپاره استادان هڅول کیږی  د همدی کار د سهولت په پار د پوهنځی په داخل کې د مجربو استادانو لخوا کمیټه موجوده ده چې د استادانو سره په هغه عرصو کې چی ستونزی ولری همکاری تر سره کړی، د دغی کمیټی پرمټ به وتوانیږو چی د پوهنځی د موجوده استادانو د ترفیعاتو او تحقیقاتو څخه باخبری ولرو.  

۳. ۲ـ علمي څیړنې او پلانونه

دښوونې روزنې پوهنځی په تحقیقی تګ لارو کې  د علمي کادرونو د ماستري تیزیسونه، تحقیقي پروژې، تحقیقي مقالې، علمي ترفیعات، ترجمه او د محصلینو د لسانس دورې مونوګرافونه شامل دي. چې د دغی پروسی د انسجام په موخه د پوهنځی په چوکات کی د تحقیقاتو کمیته ګمارل کیږی، چی د استادانو او محصلانو  تحقیقی اسناد  ترتیب او برابر کړی. په راتلونکو پنځو کلونوکې  به د تحقیقاتو د لا پیاوړتیا او انسجام لپاره دغه کمیټه په خپل وخت کړنی ترسره او له مخی به یی استادان، محصلان او نور علمی اشخاص مستفید شی. دعلمي معاونیت او د تحقیقاتو امریت تر چتر لاندې به خپلی کړنې ترسره کوی .

۴. ۲ـ  علمي نشرات

د ښوونې روزنی پوهنځی ټول استادان د خپلو علمی ترفیعاتو، او څیړنیزو موضوعات په موخه علمی مقالی لیکلی او د راتلونکی لپاره به یی هم لیکی، چی دغه لیکنی  د پکتيا پوهنتون او نورو علمی ارګانونو په علمی مجلاتو  کې نشریږی. د پوهنځی په کچه د فرهنګی چارو، او خپراوی په موخه به په پوهنځی کې کمیټه ایجاد او له ټولو نشریدونکو توکو څخه به په رسمی ډول لیدنه کوی  همدارنګه به دغه کمیټه بروشور نشر کړی، د ځینو استادانو لخوا بيلابيل کتابونه لیکل شوي چې د پوهنځی  د درسي موادو برخه جوړوي.

  ۵. ۲ـ تحصیلي نصاب انکشاف او بیا کتنه

د ښوونې روزنې پوهنځی چې، په ۱۳۸۳ کال کې ایجاد شوی تر دی دمه یی څو ځلی په خپلو څانګو کې د  تحصیلی نصاب  د اغیزمنتیا په پار کار کړی  اوس مهال د ښوونې روزنی پوهنځی په پام کې لری چې د نومړی مطلب  د لا اغیزمنتیا په پار په پوهنځی کې کمیټه ایجاد کړی چې ، هم به د تحصیلی نصاب په اړوند وخت په وخت ناستی ولری او هم به د تحصیلی نصاب د تطبیق په موخه د پوهنځی په (۱۱) ګونو دیپارتمنتونو کې نظارت وکړی او همداراز به دغه کمیټه د نصاب د بازار موندنی او د جامعی د اړتیاوو په موخه له ذیدخل ارګانونو سره خپلی ناستی ولری چې، په اړه به یی اړین معلومات را غونډ او د نصاب د تغییر په موخه به یی د پوهنتون رهبری ته پیشنهاد شی.

  • د نصاب د اغیزمنتوب په پار به د ښوونې روزنې پوهنځی د خپلې رشتې له متخصصینو، فارغانو، ګمارونکو ادارو سره د خپل نصاب د نوي کولو په اړه مشورې وکړي.

۶. ۲ـ    بریښنایي  زده کړه eLearning

د ښوونې روزنی پوهنځی به  د لیسانس په کچه د بریښنایي زده کړو په موخه  د علمی اشخاصو په پار د خدمت مصدر وګرځیږی  او له هغو اجتماعی شبکو څخه به چې د وخت د کارونې وړ وی استفاده وکړی  او د همدی مقصد د لاسته راوړلو لپاره به د پوهنځی په کچه یوه کمیټه رامنځ ته کړی چی د کمیټی د لار ښوونې سره به سم د غه خدمتونه عیار او د پنځو کلونو په جریان کې به لاندی مو خو ته ځان رسوی :

  • د پوهنځی په کچه د الکترونیک زده کړو کمیټه ایجادول .
  • د تدریس او زدکړی سیستم تنظیمول .
  • د نصاب مطابق خدمتونه وړاندی کول .

۷. ۲ـ معلوماتي ټیکنالوژي ته لاسرسی

  1. د پوهنځی په کچه د کمیټی پواسطه د تکنالوژی په سمبالولو منظم پلان جوړول .
  2. په پوهنځی کې په تکنالوژی مجهز د يوه مسکن تعینول .
  3. هری پوهنځی لپاره یو PDC سنټر د جوړولو غوښتنه.
  4. د انلاین زده کړو د ازموینو طرزالعمل برابرول .

۳ــ د پوهنځی نقش په جامعه کې:

د ښوونې روزنې پوهنځی هڅه کوی تر د جامعی په پرمختګ کې رغنده ونډه و اخلی تر دی دمه د دی پوهنځی پر مټ د دارالمعلینو استادانو علمی ترفیعات اجرا شوی، د پکتیا ولایت د ښونی ریاست په مرکزی لیسو کې د پوهنځی د محصلانو په واسطه تدریس، د ښوونې روزنې د استادانو او محصلینو لخوا د صحت عامی مریضانو ته د وینی اهدا  کول او همدا رنګه د بی بضاعته محصلینو لپاره د اعانی ټولول، هغه کړنی دی چی پوهنځی سرته رسولی او په راتونکو پنځو کلونو کې پوهنځی لاندی موخی لری :

ــ  د دارالمعلمینو او معارف ریاست د استادانو د سیمینارونو رهنمایی کول.

ــ  د تحقیقاتو او تالیفاتو لیږل مربوطه اداراتو ته .

ــ  فارغو محصلانو ته د کار موندلی په اړوند سیمینارونه دایرول .

ــ  د پکتیا معارف ریاست سره په تفاهم په مرکزی لیسو کې د محصلانو پر مټ تدریس .

ــ د عامه پوهاوی په اړوند د علمی کادرونو سیمینارونه دایرول .

ــ د وینی د اهدا  او اعانی را ټولولو سیستم فعاله ساتنه . 

   ۴ــ بېخبیناوې

  ۱. ۴ـ  درسی خونو کموالی

د ښوونې روزنې پوهنځی له ډیر وخت را پدیخوا د درسی اطاقونو په کمښت سره مخ ده په داسی حال کې، چی دغه پوهنځی دری ټایمه د محصل ( پری سرویس، انسرویس او شبانه ) لرونکې ده او په ۱۱ مختلفو څانګو کې کې خپل فعالیتونه تر سره کوی چې صنفونه معیاری نه لری  او  اوس مهال په دری بیلابیلو بلاکونو کې خپلی چاری پرمخ وړی چی  د مدیریت له پلوه ورته رسیدګی ستونرمنه ده .

د ښوونې روزنې پوهنځی د پورته مواردو په پام کې نیولو سره په خپل ستراتیژیک پلان کې لاندی موخی لری :

ـ د پوهنتون رهبری ته د ښوونې روزنې پوهنځی د منظم والی په موخه د یوه ستر بلاک پیشنهاد .

- د صنفونو په معیاری شکل عیارول .

      ۲. ۴ــ د سیمینارونو تالار او د ښځینه محصلینو لپاره انتظارخونه

د ښوونې روزنې پوهنځی د استادانو او محصلینو د سیمینارونو د ارایه کیدو په موخه کوم منظم تالار په اختیار کې نلری او همدا راز د ښځینه محصلینو د انتظار په موخه هم کوم داسی مجهز اطاق نلری چی ښځینه محصلینی په خالی ساعتونو کی هلته انتظار وباسی،  ګرچی اوس مهال یو کوچنی اطاق ورته مشخص ده خو په هیڅ وجه کفایت نکوی. د ښوونې روزنې پوهنځی په راتونکو پنځه کلونو کې د دغی معضلی د حل په موخه لاندی موارد په نظرکې لری:

  • د پوهنتون رهبری ته د سیمینارونو د ارایه د تالار د جوړیدو په موخه پیشنهاد کول .
  • د انجونو لپاره د یوه جلا او مصؤن اطاق پیداکول .

 

  ۳. ۴ـ مصؤن او مجهز لابراتوار

 تر دی دمه د ښوونې روزنې پوهنځی د هری څانګې لپاره لابراتوار نلری صرف یو اطاق د لابراتوار چې هغه هم د دری ( کیمیا، بیولوژی او فزیک ) څانګو لابراتواری سامانونه پکې ځای پځای شوی چی استادان او محصلین په ډیر مشکل سره خپل عملی کارونه پکې تر سره کوی او همدا راز د لابراتواری مواد د کمښت له امله استادان او محصلین نشی کولای چې خپل تحقیقات پکې تر سره کړی ، په همدې مناسبت د ښوونی روزنې پوهنځی  اداره په خپل اوسني پلان کې په لاندې کړنو لاس په کار شوي دي.

  •  پوهنځی د ټولو څانګو لپاره د لابراتوارونو رامنځ ته کول .
  • د پوهنتون رهبری ته د لابراتوارونو دمجهز کیدو په موخه د موادو او وسایلو  پیشنهادول.

 

 

دښوونې روزنې پوهنځی ستراتیژیکي موخې د وخت په ذکر  کولو سره

 

ګڼه

موخې

ټايم لاين (۱۳۹۸-۱۴۰۲)

۱

د پوهنځی د لید لوری، رسالت یا ماموریت سره سم د پوهنځی رهبری کول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۲

د پوهنځی په چاپیریال کې د ستونزو تشخیصول او د حل لارو پیدا کول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۳

د پوهنځي په کچه له ټولو شعباتو څخه نظارت کول دفساد، تعصب اوبی عدالتی مخه نیول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۴

د پوهنتون د خپل واکه کیدو په موخه دپوهنتون د هدایت سره سم کړنی ترسره کول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۵

د تقنینی اسنادو د اداری سټاپ او سیستم څخه څارنه کول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۶

د عدالت په پام کې نیولو سره د مکافات او مجازات اصل تطبیقول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۷

محصلینوته د شفافه او مؤثرو فعالیتونو دکړنی زمینه مساعدول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۸

د  راپور ورکونی او راپور اخیستی اصل په نظر کې نیول

۱۳۹۹

۹

په اضطراری مسایلو کې د پوهنځی له مجربو استادانو سره صلاح او مشوره کول

۱۳۹۸ ـــــ ۱۴۰۲  دوامدار

۱۰

د دندو د لایحو مطابق په  پوهنځی کې د شعباتو کړنی تر سره کول

۱۳۹۸-۱۴۰۲

۱۱

دعلمی او څیړنیزو ادارو سره د توامیتونو رامنځ ته کول

۱۳۹۸-۱۴۰۰

۱۲

په پوهنځی کې د توامیتونو د اغیزمنتیا او عملی کیدو په موخه د کمیټی رامنځ ته کول

۱۳۹۹

۱۳

د نویو علمی کادرونو جذبول او دیپارتمنتونو معیاری کول

۱۳۹۸-۱۳۹۹

۱۴

د علمی کادرونو مسلکی او تخصصی کول

۱۳۹۸-۱۴۰۲

۱۵

د استادانو هڅونه او په خپل وخت د ترفیعاتو اجرا کول

۱۳۹۸-۱۴۰۲

۱۶

د پوهنځی په کچه دعلمی څیړنو او پلانونو د انسجام په موخه د تحقیقاتو دکمټی جوړول

۱۳۹۸

۱۷

په پوهنځی کې د فرهنګی چارو او خپراوی په موخه د کمټی رامنځ کول

۱۳۹۹

۱۸

د بازار موندنی او جامعی د اړتیا په اساس د تحصیلی نصاب انکشاف او د کمیټی رامنځ ته کول

۱۳۹۹ کمټه او ۱۴۰۱ د نصاب انکشاف

۱۹

په پوهنځی کې د برښنایی زده کړو د کمټی ایجاد او په تکنالوژی سمبال د یوه صنف عیارول

۱۳۹۹  -۱۴۰۲

۲۰

په پوهنځی کې د درسی خونو اړتیا پوره کول او مجهزو لابراتوارونو موجودیت

۱۴۰۰- ۱۴۰۲

۲۱

د پوهنځی او دیپارتمنتونو معیاری کول او د تضمین کیفیت دریم پړاو په مؤفقانه ډول ترسره کول .

۱۴۰۰

    ۵. ۴ـ تحليل (SWOT)

ستراتېژيک پلانونه د تعلیمی ارګانونو ستراتېژيکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسير او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي، موخو ته رسېدل تر هغې شونې ندي چې ترڅوپوهنځی  خپله پياوړتيا، کمزورتيا، فرصتونو او تهديدونو څخه خبرتیا  ونه لري  او پر لاملونو يې غور ونکړي.

د دې لپاره چې پوهنځی  د پورته ذکر شويو ټکو په اړه پوره معلومات له ځانه سره ولري، اړینه  ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزيکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زيرمې په هر اړخيزه توګه و ارزوي چې په نتيجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري، پوهنځی  يادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندينی  تحليل ترسره کوي:

د پياوړتيا ټکي

(Strength)

  • پنځلس کلنه کاري تجربه او سابقه درلودل
  • د لوړو تحصيلي درجو علمي کادر غړيو لرل
  • هر کال د ۶۰۰ تنه محصلينو د جذب وړتيا لرل
  • په ټولنه کې قدر لرل
  • د فارغو محصلينو څخه په لوړه کچه د ګومارونکو رضايت
  • په نوي تکنالوژي سمبال او د تدريس د نويو ميتودونو پر مټ تدريسي چارې پر مخ بيول
  • په هر ه څانګه د پوهنځی کی د کتابتون لرل .
  • د پوهنځی په کچه د دری څانګو لپاره لابراتوار موجودیت .
  • په شعباتو کې په کافی اندازه د الکترونیکی وسایلو موجودیت .
  • د پوهنځی په کچه د ۱۱ کمیټو موجودیت .
  • د پیاوړی نصاب لرل
  • انترنت ته په کافی اندازه لاس رسی

د کمزورتيا ټکي

(Weakness)

  • د اکادمیکو او اداری کارمندانو کمبود .
  • د اکاډمیکو بستونو د تقرر  لپاره د اجازی نشتوالی
  • د ښه امنیت د نشتوالی له امله د محصلینو د تدریس په موخه د لیسو نشتوالی
  • خدماتي پرسونل نه لرل
  • د يو فعال او مجهز لابراتوار نه درلودل.
  • د ښځينه علمي کادر نه موجودیت
  • د ښځينه محصلينو کموالی
  •  تدريسي او اداري  خونو کموالی
  • کمپيوتر ليب نشتوالی
  • د ډيټابيس سېستم نشتوالی
  • د ښوونې روزنې پوهنځی پوری اړوند موضوعاتو د څېړنې لپاره د يو مجهز  څېړنېز سنټر نه شتون .
  • په پوهنځی کې د یوه مجهز کتابتون نه موجودیت .
  • د طبیعی اوغیر طبیعی حادثاتو په موخه  د یوه مصؤن ځای نشتوالی .

 

فرصتونه

(Opportunities)

  • د پکتیا پوهنتون له بودیجی څخه د پوهنځی برخمن کیدل .
  • له ځينو ملي او نړيوالو ادارو سره همغږي درلودل
  •  له پوهنې رياست سره د پوهنځی  ښې اړيکې
  • د علمي او اداري مهارتونو پروګرامونو شتوالی
  • فارغو محصلانو سره د همیش لپاره همکاری .
  • له پوهنځی سره د زیاتو علاقه مندانو لیوالتیا .

ګواښونه

(Threats)

  • د ښځينه او نارينه محصلينو ترمنځ د شمير نه انډول
  • د اکاډميک،مالي او اداري استقلاليت نشتوالی
  • د بي وزلۍ موجوديت او امنيتي ګواښونه
  • د محصلينو ورځ په ورځ زياتيدونکی  شمير او د امکاناتو کموالی
  • د ښځينه محصلينو په وړاندې ټولنيز خنډونه
  • د محصلینو د تدریس په موخه د مکاتبو نشتوالی .
  • د محصلینو لپاره د سیر علمی د امکاناتو نشتوالی .

    ۵ـ بوديجه

   څرنګه چې د افغانستان زیاتره پوهنتونونه مالی خپلواکی نلری له همدی امله د پکتیا پوهنتون او د ښوونې روزنې پوهنځی  چې د دغه پوهنتون تر چتر لاندی خپل فعالیتونه تر سره کوی د خپلو علمی او اداری پروګرامونو د انکشاف لپاره د بوديجې په برخه کې واک نلري، او نه ورته کومه بوديجه په واک کې ورکول کيږي نو اړېنه نده چې بوديجه ترتيب کړو که چیری د پوهنځی  کادري غړو رهبری او مالی امکاناتو د جلب کمیټی  وکولای  شو ل چې له ښکيلو  اړخونو څخه کومه مرسته ترلاسه کړي ، نو وروسته له هغه به له پلان سره سم د مصرف شويو نقدي  وجوهاتو راپور د پوهنتون رياست ته واستوي.

۱. ۵ـ خطرات

   د ښوونې او روزنې پوهنځی  کېدای شي د نورو  ادارو په څېر په ټولنه کې د يو لړ خطراتو او ګواښوونو سره  مخامخ شي، که چېرې پلان کې ورته پوره پاملرنه ونشي  شونې ده، چې د بېلابېلو تهديدونو او ګواښونو له کبله د پلان اغېزمن  تطبيق له خطر سره مخامخ شي، څانګه په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل ستراتېژيک پلان د تطبيق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوېنه کوي:

  1. د امنيتي کېمرو نشتوالی.
  2. د خراب امنيتي وضعيت په پام کې نيولو سره د استادانو او محصلينو نه خونديتوب .
  3. د عوايدو کموالی.
  4. د پوهنتون او پوهنځی لپاره  د امنیتی ساتونکو کموالی .
  5. د مالی سرچینو نه شتون.
  6. په پوره هوډ د اکادمیک او غیر اکادمیک پرسونل همکاری نه کول.

د استادانو او اداری کارمندانو لپار