Civil Department Strategic plan

 

دیدګاه

سیول انجینري څانګه به د سیول انجینري د مختلفو وړو رشتو په تدریس کې ډير ښه کار وکړي، موږ به د هغه اهدافو په حاصلولو کې مرسته وکړو چې پوهنتون یې د لوړو زده کړو په برخه کې د هیواد په کچه لري. د سیول انجینري څانګه به د ولایت، سیمې او ملت د اقتصاد په پراختیا مهم رول لوبوي.

ماموریت

د پکتیا پوهنتون سیول انجینري څانګي ماموریت داده چي د ملت تکړه ځوانانو ته په عالي کیفیت تعلیم وړاندي کړي تر څو په خپل مسلک کي ډیر کامیاب شي، مونږ غواړو د سیول انجینري په برخه کی ځوانانو ته هغه مهارتونه ورزده کړو چي د سیول انجینري په مربوطه برخو کي به تري د ډيزاین په شکل استفاده کوي. مونږ په انجینري مسلک کې عوامو ته خدمات وړاندي کوو.
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هدفونه:

اول هدف:
د یو تحقیقي مرکز جوړول

حل لارې:
          اول: تر ټولو لومړی باید د تحقیقي مرکز لپاره د یو قوي لابراتوار، کتابخانې او همدارنګه انټرنیټ ته ضرورت دی.

         
دوهم هدف:
 د استادانو علمي کچه لوړول
   
حل لارې:
          اول: مونږ د راتلونکي اوو کالونو لپاره په پام کي لرو چې اتیا فیصده استادان مو خپلې ماستري دورې مکمل او بیرته خپل پوهنځي ته راوګرځي چې تر اوسه پوري مو په شپاړسو استادانو کي یو استاد خپله ماستري مکمله کړي او یو بل هم په خپله ماستري دوره بوخت دی. سږ کال مو اووه استادان د خپلي ماستري دوري د شروع کولو په خاطر د هند او جاپان هیوادونو د ماستري لپاره کاندید او خپل کارونه یي تر ډیره خلاص کړي. امید دی چي نوموړي استادان ټول دا موقع پیدا کړي یادو هیوادونو ته لاړ او بیرته په کامیابی سره راستانه شي. موږ غواړو چې د ماسترانو شمیر مو تر 2024 پوري تر دیارلسو پورته شي تر څو مو پوهنځی په پښو ودریږي.

           دوهم: ټول استادان د خپلو علمي رتبو د ارتقاه په خاطر د خپل تعین شویو رهنما استادانو تر لارښود لاندي په خپلو موضوعاتو کار کوي چې تر 2024 کال پوري به په پوهنځی کي یو پوهنوال، پنځه پوهندویان، درې پوهنملان او پاتي نور پوهنیاران ولرو چې زموږ لپاره به واقعا د ویاړ ځای وي.

 

دریم هدف:
 د مجهزې کتابخانې لرل
          موږ غواړو تر 2024 پوري د سیمي په کچه یوه داسي کتابخانه ولرو چې د سیول انجینري د  محصلینو مشکل حل کړي.   

حل لارې
         اول: مونږ سر له اوسه لګیا یو او د هر فارغیدونکي محصل په سر په هغوی یو کتاب د پوهنځی لپاره اخلو چې مونږ تقریبا په کال کي ۱۰۰ کتابونه د محصلینو له لارې پیدا کولی شو چې ددي کتابونو شمیر به تر 2024 کال پوري شاوخوا ۸۰۰ کتابونو ته ورسیږي.
مونږ له ځیني خپروندویه ټولنو سره هم په تماس کي یو چې د انجینري په برخه کي یو څه کتابونه مرسته راسره وکړي چې همدا څه موده مخکي هم مومند خپرندویه ټولنې د پنځو نویو چاپ شویو کتابونو یو، یو جلد مرسته کړي ده او کوشش کوو چې دا مر ستي رازیاتي کړو.

          دوهم: غواړو د سیمې له هغه تجارانو سره وګورو چې طمع تري کیدای شي. له هغوی سره به د خپلې پوهنځی او محصلینو د درسي موادو مشکلات شریک او په حل لارو به یي ورسره وغږیږو او کوشش به وکړو چې د دوی د مالي مرستو له لارې زیات شمیر درسي کتابونه پیدا کړو تر څو مو کتابخانه مجهزه شي.

         دریم: د کتابخانې د غني کولو لپاره تر ټولو زیاته طمع د لوړو زده کړو وزارت ته کیږي. غواړو وخت په وخت خپلې ستونزې د پوهنتون د اداري په مرسته ورسره شریکې کړو او هیله مو ده چې په دي برخه کي مسولین خپل مسولیت ادا کړي.


څلورم هدف:
 د مجهز انجینري لابراتور لرل
غواړو تر 2024 کال پوري یو داسي انجینري لابراتوار ولرو چې د سیول دیپارتمنټ د محصلینو ټولې ستونزې حل کړي.

حل لارې
         اول: موږ همدا اوس هم په دي کار کوو چې د محلي موادو ټولې بیلګې او نمومې ولرو. ددي کار لپاره مو له نږدي شرکتونو سره اړیکي نیولي او هغوی ځینی اوله مرستي هم کړي. مثلا، د خان محمد احمدزي شرکت د اوبه رسونې د ځینې تجهیزاتو او ځیني پایپونو د نمونو مرسته کړي چې د اوبه رسونې د مضمون د استاد او همدارنګه محصلینو لپاره کار اسانه کوي تر څو په عملي ډکر کي ورڅخه استفاده وکړي او په سمه توګه یي وپیژني، او په مسلسلو هڅو کي یو تر څو له نورو شرکتونو سره هم خپله رابطه ټینګه او د هغوی له لارې ځیني محلي مواد پیدا کړو.

       دوهم: د سروي د ضروري ماشین الات لکه لیول، تیودلیت، ټوټل سټیشن او جي پي ایس شمیر مو باید تر هغه حده لوړ کړو تر څو د هر لس نفري ګروپ په سر یو، یو دانه ولرو تر څو د محصلینو لپاره سهولت او د زده کړي موقع زیاته وي. په دي برخه کې یو استاد په خپلو شخصي مصارفو د پوهنځی د لابراتوار لپاره د یو لیول مرسته کړي او یو بل استاد هم چې د علمي رتبې د ارتقاه په وخت کي وعده کړي چې یو بل لیول به هم د پوهنخی لپاره اخلي. موږ چي له هري خوا څخه وي د لیولو شمیر به تر ۲۰۲۵ کال پوري تر پنځو ورسوو چې زمونږ ډيري ستونزې پري حل کیدای شي.
همدا اوس د پکتین ساختماني شرکت د یوه تیودولیت مرسته کړي چې غواو تر 2024 پوري ۳ تیودلیت، ۲ ټوټل سټیشن او پنځه جي پي ایس ولرو.

       دریم: د سیمې له ځینو تجارانو سره غونډې برابرول تر څو که وکولی شي ځیني هغه ماشینونه چې د ساختماني موادو د ټیسټونو لپاره په کاریږي راته واخلي خو په دي برخه کي ډيره تمه د لوړو زده کړو وزارت ته کیږي چې مونږ به وخت په وخت خپل مشکلات د پوهنتون د ادارې لخوا ورسره شریکوو تر د لابراتوار ستونزه مو تر ۲۰۲۵ پوري په مکمله توګه حل شي، او یو داسي لابراتوار ولرو چې په پکتیا کي ټول کیدونکي ټیسټونه تر سره او نتیجي یي کنټرول کړو. له دي څخه به موږ عایدات هم ولرو چې هغه عایدات به بیرته د پوهنځی په انکشافي کارونو لګیږي او له دي ځایه موږ کیدلای شو په خپل ځان بسیا د نورو له مرستو ځان ازاد کړو او خپل مصارف به په خپله پوره کړو.



پنځم هدف:
د یوه مشورتي او ډیزاین مرکز جوړول.
مونږ غواړو د انجینري په ساحه کي یو داسي مشورتي او د ډيزاین مرکز ایجاد کړو چې د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګې وکولی شي. په دي مرکز کي به د انجینري په څلورو ساحو (سیول، مهندسي، برق او میخانیک) کي هیوادوالو ته پر ځای مشورې ورکوي او په یادو ساحو کي به د پروژو ډيزاین پر مخ بیایې.

حل لارې:
          اول: دغه هدف ته د رسیدو لپاره باید په همدغو ساحو کي متخصصین ولرو، چې په دي برخه کي تر ۲۰۲۵ کال پوري په ټولو برخو کي یو، یو متخصص لرلای شو. په هایدرولیک کي یو ماستر فعلا لرو، په پل کي یو استاد همدا مهال خپلې د ماستري زده کړي پر مخ بیایي، په ساختمان کي مو اوس دوه استادان د هند هیواد ته د ماستري په زده کړو پسي روان دي، دوه کسان سږ کال په اوبه رسونه کي د ماستري لپاره روان دي، یو استاد په سرک کي د ماستري لپاره کاندید دي، یو استاد په مهندسي برخه کي د جاپان هیواد لپاره کاندید دی او یو بل هم په جیوټیکنیکل کي د هند هیواد ته روان دی. که وتوانیدو او یاد استادان د ماستري زده کړو لپاره لاړل نو له راتګ سره سم یي نوموړی مرکز پرانستلی او هیوادوالو ته په خدمت کي ورکولی شو. ددغه مرکز یوه ګټه به دا وي چې اداري به معیاري ډیزاین تر لاسه کوي او بله ګټه به یي پوهنځی ته وي چې له دي لارې به عایدات پیدا کړي او هغه عایدات به د لابراتوارونو په برخه کي په مصرف رسیږي.

 

شپږم هدف:
عایدات لرل

که چیرته موږ د ډیزاین یو قوي مرکز، لابراتوار او د ډیزاین مرکز ولرو، کولی شو له دي لارې عواید لاسته راوړو. له همدې درې یادو هدفونو څخه کولی شو چې د زون په سطحه د پروژو د ډیزاین او کیفیت په کنترول کې کار واخلو او د پوهنتون لپاره عواید ولرو.