Architectural Engineering Department Strategic plan

 

ليدلوری

د پکتیا پوهنتون مهندسي څانګې مرام دا دی، چې د مهندسي او داخلي ډیزاین د زده کړې او څېړنې په برخه کي په سیمیزه او ملي کچه د پرمختللو پروګرامونو په قطار کې ودریږي. زمونږ مرام دی، چي ټولنې ته د پراخ تخصص او پوهې پر اساس په متنوع علمي تجربو سمبال شاګردان وړاندې کړو او دا هدف په علمي اساساتو ولاړ پوهنځي په چوکاټ کي د بېلا بېلو لید لورو او بېلا بېلو ملتونو پر اساس تر لاسه کړو. 

پکتیا پوهنتون او د مهندسي څانګه دواړه په خپل وار سره هوډ لري او هیله مند دي، چې فارغ التحصیلان یې په سیمه ایزه کچه په خورا پیاوړو طراحانو باندي بدل شي.

په دې عقیده یو، چي مهندسي د بشر له زښت ارزښت لرونکو اړتیاوو څخه ده، مونږ هڅه کوو، چې د بشري وضعي په لوړوالي کي اساسي او بنسټیز ونډه ولرلای شو.

 

 

ماموریت

د پکتيا پوهنتون د مهندسي څانګه هوډ لري، چې خپلو زده کوونکو ته د یوې خورا پیاوړې علمي تجربې په وړاندې کولو سره د مهندسي مسلک ته دننه شي. د مهندسي د څانګې او د پروګرامونو لومړنۍ موخه دا ده، چي زده کوونکو ته داسې کاریکولم (درسی نصاب) او د زده کړي زمینه برابره کړي، تر څو هغوی ته په دې معنی زده کړه ورکړل شي یا د دې لامل شي، چي د استوګني په رغول شوي چاپیریال کې د بشري اړتیاوو پر وړاندې خپل مسيولیت وپیژني.

زمونږ زده کوونکي باید ماهر، مبتکر او ځیرک وي، د نن ورځې له مسلک سره په مسولانه توګه عمل وکړي همدارنګه له خپل ژوند څخه په دوامداره توګه زده کړه وکړي، تر څو دوی په راتلونکي کې هغه مسلک ته ځان ورسوي، چي د دوی په خیال او فکر کې دی.

د دې علمي موخو خورا ارزښتناک اړخ دا دی، چې زمونږ په زده کوونکو کي پیاوړې ټولنیزه پوهه رامنځ ته کړي او د ټولنو د پرمختګ په چارو کې د فعاله ونډه اخیستلو لپاره لېوال وي.

د مهندسي په څانګه کې ښوونه، څیړنه او مطالعه په نظر کې نیول شوي، چې زده کوونکي او ښوونکي په خپل مسلک کې پرمختللې څیړنې وکولای شي او د دې نهایي موخې تر لاسه کول ممکن شي، چې هر زده کوونکي په ځانګړې توګه د استوګنې د رغول شوي چاپیریال په لا پراختیا او ښه والي کي ونډه واخلي.

د مهندسي څانګي لپاره داسې پروګرام په نظر کي نیول شوی، چې د زده کوونکو او استادانو د فکري رشد او پراختیا لامل ګرځي، په دې موخه چې نوی علم پراختیا ومومي او هغه په مادي توګه د مهندسي په مسلک او په ټولیزه توګه ټولنه کې اضافه کېږي، چې د پوهنتون د روشنفکرې ټولنې د یوه مرستندویې او نه بیلیدونکې برخې په توګه عمل وکړي، او فارغ التحصلان تشویق کړای شي تر څو خپل استعدادونه او وړتیاوې د یوه ځای په جوړولو کې په داسي توګه وکاروي، چي په بنسټیز ډول د ګاونډیتوب د لا ښه والي لامل ګرځي.

د مهندسي پروګرام هڅه لري، چې د مهندسي په برخه کي د تحصیل کوونکو له غوښتنو سره اړخ ولګوي، دا تقاضاوې او غوښتنې به زیاتېږي او د ډېرو کلونو لپاره به دوام وکړي. په سیمه کي د ودانیو صنعتي کېدل پراختیا مومي چې موازي توګه د املاکو (مالي) څانګو د پراختیا تقاضا کوي. په بېړني او سریع ډول د نفوس زیاتوالی د تجارتي او استوګنیز ځایونو د کمښت لامل ګرځي نو په ژوره توګه د لویو پروژو د تطبیق اړتیا لیدل کیږي، په دې اساس هیواد د داسې طراحانو له کمښت سره مخ دی، چې د نوموړو پروژو په رغولو او مراقبت کولو کې مهارت او وړتیا ولري.


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هدفونه:

اول هدف:
د علمي کادرونو د شمیر زیاتول

حل لارې:
          اول: موږ به په راتلونکو اوو کالونو کې هڅه وکړو تر څو د مهندسی څانګې لپاره د علمي کادرونو شمیر کم تر کمه پنځو کسانو ته ورسوو. ددې لپاره به د پوهنځی د ریاست سره په تفاهم د پوهنتون له ریاست سره یو ځای کار کوو تر څو له اوسني وضعیت څخه راووځو او ډیپارتمنټ د علمي کادرونو له نګا په پښو ودرووږ

 

دوهم هدف:
د یو تحقیقي مرکز جوړول

حل لارې:
          اول: تر ټولو لومړی باید د تحقیقي مرکز لپاره د یو قوي لابراتوار، کتابخانې او همدارنګه انټرنیټ ته ضرورت دی.

         
دوهم هدف:
 د استادانو علمي کچه لوړول
   
حل لارې:
          اول: مونږ د راتلونکي اوو کالونو لپاره په پام کي لرو چې له پلان شوو پنځو کسانو استادانو څخه مو  څلور تنه خپلې ماستري دورې مکمل او بیرته خپل پوهنځي ته راوګرځي. په راتلونکو دوو کالونو کې غواړو دوه تنه د ماستري دورې لپاره معرفي کړو تر څو خپل ظرفیتونه لوړ او بیرته خپل ډیپارتمنټ راوګرځي.

           دوهم: ټول استادان د خپلو علمي رتبو د ارتقاه په خاطر د خپل تعین شویو رهنما استادانو تر لارښود لاندي په خپلو موضوعاتو کار کوي چې تر 2024 کال پوري به په ډیپارتمنټ  کي دوه استادان د پوهنمل په سویې او پاتې نور به د پوهنیار او پوهیالي په سویې ولرو.

 

دریم هدف:
 د مجهزې کتابخانې لرل
          موږ غواړو تر 2024 پوري د سیمي په کچه یوه داسي کتابخانه ولرو چې د مهندسي انجینري د  محصلینو مشکل حل کړي.   

حل لارې
         اول: مونږ سر له اوسه لګیا یو او د هر فارغیدونکي محصل په سر په هغوی یو کتاب د پوهنځی لپاره اخلو چې مونږ تقریبا په کال کي ۶۰ کتابونه د محصلینو له لارې پیدا کولی شو چې ددي کتابونو شمیر به تر 2024 کال پوري شاوخوا ۵۰۰ کتابونو ته ورسیږي.
مونږ له ځیني خپروندویه ټولنو سره هم په تماس کي یو چې د انجینري په برخه کي یو څه کتابونه مرسته راسره وکړي چې همدا څه موده مخکي هم مومند خپرندویه ټولنې د پنځو نویو چاپ شویو کتابونو یو، یو جلد مرسته کړي ده او کوشش کوو چې دا مر ستي رازیاتي کړو.

          دوهم: غواړو د سیمې له هغه تجارانو سره وګورو چې طمع تري کیدای شي. له هغوی سره به د خپلې پوهنځی او محصلینو د درسي موادو مشکلات شریک او په حل لارو به یي ورسره وغږیږو او کوشش به وکړو چې د دوی د مالي مرستو له لارې زیات شمیر درسي کتابونه پیدا کړو تر څو مو کتابخانه مجهزه شي.

         دریم: د کتابخانې د غني کولو لپاره تر ټولو زیاته طمع د لوړو زده کړو وزارت ته کیږي. غواړو وخت په وخت خپلې ستونزې د پوهنتون د اداري په مرسته ورسره شریکې کړو او هیله مو ده چې په دي برخه کي مسولین خپل مسولیت ادا کړي.


څلورم هدف:
 د مهندسي ډیزاین سټوډیو
غواړو تر 2024 کال پوري یو د مهندسي د محصلینو لپاره یوه ډیره مجهزه سټوډیو ولرو چې د محصلینو ټولې ستونزې حل کړي.

حل لارې
         اول:  موږ به ددې هدف لپاره له ملي تجارانو څخه د مرستو جلبولو لړۍ په لار واچوو. په لومړیو کې به د پکتیا په سطحه هغه تجارانو سره وګورو چې تمه کیږي له موږ سره په دې کار کې مرسته کولی شې.

       دوهم: په دې اړه زیاته تمه د لوړو زده کړو وزارت ته کیږي تر څو په دې اړه لازم اقدامات وکړي. موږ به د پوهنځی له ریاست سره په تفاهم، د پوهنتون د ریاست له لارې په مسلسل ډول له وزارت څخه وغواړو تر څو په دې اړه مرستې راسره وکړي. نوموړي غوښتنې به وخت په وخت تعقیب کړو تر دې هدف ته ورسیږو.  


پنځم هدف:
د یوه مشورتي او ډیزاین مرکز جوړول.
مونږ غواړو د انجینري په ساحه کي یو داسي مشورتي او د ډيزاین مرکز ایجاد کړو چې د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګې وکولی شي. په دي مرکز کي به د انجینري په څلورو ساحو (سیول، مهندسي، برق او میخانیک) کي هیوادوالو ته پر ځای مشورې ورکوي او په یادو ساحو کي به د پروژو ډيزاین پر مخ بیایې.

حل لارې:
          اول: دغه هدف ته د رسیدو لپاره باید په همدغو ساحو کي متخصصین ولرو، چې په دي برخه کي تر ۲۰۲۵ کال پوري په ټولو برخو کي یو، یو متخصص لرلای شو. په هایدرولیک کي یو ماستر فعلا لرو، په پل کي یو استاد همدا مهال خپلې د ماستري زده کړي پر مخ بیایي، په ساختمان کي مو اوس دوه استادان د هند هیواد ته د ماستري په زده کړو پسي روان دي، دوه کسان سږ کال په اوبه رسونه کي د ماستري لپاره روان دي، یو استاد په سرک کي د ماستري لپاره کاندید دي، یو استاد په مهندسي برخه کي د جاپان هیواد لپاره کاندید دی او یو بل هم په جیوټیکنیکل کي د هند هیواد ته روان دی. که وتوانیدو او یاد استادان د ماستري زده کړو لپاره لاړل نو له راتګ سره سم یي نوموړی مرکز پرانستلی او هیوادوالو ته په خدمت کي ورکولی شو. ددغه مرکز یوه ګټه به دا وي چې اداري به معیاري ډیزاین تر لاسه کوي او بله ګټه به یي پوهنځی ته وي چې له دي لارې به عایدات پیدا کړي او هغه عایدات به د لابراتوارونو په برخه کي په مصرف رسیږي.

 

شپږم هدف:
عایدات لرل

که چیرته موږ د ډیزاین یو قوي مرکز، لابراتوار او د ډیزاین مرکز ولرو، کولی شو له دي لارې عواید لاسته راوړو. له همدې درې یادو هدفونو څخه کولی شو چې د زون په سطحه د پروژو د ډیزاین او کیفیت په کنترول کې کار واخلو او د پوهنتون لپاره عواید ولرو. د شهرسازي له ریاست سره به په یو توامیت کار وکړو تر څو د شهري سیستمونو د ډیزاین په برخه کې پروژې ترې واخلو او د هغوی له لارې عایدات ولرو.