Agriculture Faculty Strategic Plan

د پوهنځي رئيس او معاون

د پوهنځی استراتیژیک پلان کمیټه

د څانګو آمرين

د پوهنځی استادان او مديران

د اړوند پوهنځی محصلان

اړونده  ادارې کارمندان

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لړليک

عنوانونه                                                                                                                                                               مخ               

سريزه

د پوهنځی لنډه پيژندنه

د سټراټيژیک پلان جوړولو اړتیا

د ستراټيژیک پلان  جوړولو پروسه

لرليد (Vision)

ماموريت (Mission)

د کرنې پوهنځي سټراټيژيکې موخې

د ستراتیژیک پلان د تحقق لپاره دمالي پلان ترتیب

  1. لومړی برخه: مدیریتی برنامی
    1.  رهبری
    2. د فساد سره مبازره
    3. علمی توامیتونه او د نړیوالو اړیکو انکشاف
    4. د مرستو جلبول
    5. د عوایدو ژوندی کول
    6. د بنسټيزو جوړښتونو پراختيا
    7. څیړنیز فارم
    8. د چاپيريال ساتنې اړوند فعاليتونه
    9.  اړينې اسانتياوې رامنځ ته کول
    10.  د ساتنې په برخه کې کړنې

 

 

  1. دوهمه برخه: علمی برنامی
    1. د ظرفيتونو لوړول
    2. د مسلکي ظرفيتونو لوړول
      1. ماسټري پروګرامونه
      2.  دوکتورا پروګرامونه
    3.  لنډ مهاله روزنیز کورسونه
    4. د بشري قوې زياتول
      1. د څانګو/ رشتو او محصلانو د شمېر له مخې د تشکيل زياتول
      2. د کادرونو علمي ترفيعات او سويې لوړول
    5.  د کاري مهارتونو او ظرفيتونو لوړولو پروګرامونه
    6.  تدریس

۲.۶.۱. د تدریس د عصری میتودونو سره آشنا کیدل

۲.۷. څیړنه

۲.۷.۱.  د څیړنیزو لنډ مهال او اوږد مهالو پرګرامونو ته د استادانو معرفی کول

۲.۷.۲. ګډڅیړنیز برنامی تر سره کول

۲.۷.۳. څیړنیزو فارمونو ته وسعت ورکول

۲.۷.۴.  د څیړنی کمیټی رامینځته کول

۲.۷.۵. د څیړنی لپاره د بودجی جلبول

۲.۸. د محصلانو په برخه کې

۲.۹.  تحصيلي نصاب او درسي مفرداتو په برخه کې

۲.۱۰. د نورو تحصیلی رشتو ایجادول

۲.۱۱. د ماستری برنامی ایجادول

۲.۱۲. الکترونیکی زده کړی (تکنالوجی)

۲.۱۳. د پوهنځی ونډه په ټولنه کی

۲.۱۴. اداری برخه

دریمه برخه: د پوهنځی ستراتیژیک پلان تحلیلول

  1. د پوهنځی ستراتيژيک پلان تحليلول
    1.  د قوټ ټکي (Strength)
    2.  د ضعف ټکي (Weakness)
    3.  فرصتونه (Opportunities)
    4.  ګواښونه (Threats)

څلورمه برخه: مالی برخه او بودجه

  1. بودجه او ستراتیژیک کاري  پلان
    1.  د بنسټیزو  ودانیو د پراختیا لپاره بودجه 
    2.  د داخلي او نړیوالو پوهنتونونو سره د تړونونو لپاره بودجه
    3. د ماستري  او دوکتورا پروګرامونو لپاره بودجه
    4. د لنډ مهاله روزنیزو کورسونو لپاره بودجه
    5. د نصاب بیا کتنې او پیاوړي کولو لپاره بودجه

پنځمه برخه : د بنسټیزو جوړښتونو او برنامو وسعت

۵. د بنسټیزو ودانیو او برنامو انکشاف

۵.۱.  د پوهنځی په کچه د کمپیوتر لب رامینځته کول

۵.۲. د درسی صنفونو مجهز کول

۵.۳. د کتابخانی معیاری کول او تجهیز کول

۵.۴. د لابراتور مجهز کول

۵.۵. شنو ساحو ته وسعت ورکول

۵.۶. د کرنیزو ماشین الاتو لپاره د ګراچ جوړږل

۵.۷. د موجوده تعمیر ترمیم او د یو تدریسی تعمیر جوړول

۵.۸. څیړنیزو فارمونو ته وسعت ورکول

۵.۹. پایله

 

 

 

 

 

 

 

 

لومړۍ برخه

سريزه

 

کرنه ، صنعت ،معادن ، طبیعي سرچینی او داسی نور د یوه هیواد په اقتصاد کې عمده رول لوبوی. البته په افغانستان کې زیاتره وګړي په کرنه او مالداری باندی بوخت دی اوخپل ورځنی ژوند د تیرولو لپاره لپاره لدی لارې ګټه ترلاسه کوي. البته بیا هم د هیواد زیاتره وګړي د غذائی موادو د کمښت او عدم مصئونیت سره لاس او ګریوان دی. ددی ستونزی د حل یوه لاره د پرمختللو هیوادونو د لاسته راوړنو څخه ځان خبرول اود ټولنی د وګړو سره شریکول دي او همدارنګه د څیړنو په لار اچولو سره د ستونزو په حل کې مرسته کول د ټولنی له عمده غوښتنو څخه ده.

د کرنې پوهنځی لنډه پېژندنه

د کرنې پوهنځی د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۸۳ ل کال کې په کار  پیل  وکړ او په ۱۳۸۶ کال کې د عمومي نباتاتو په برخه کې د لیسانس په کچه فارغان ورکړي او  په ۱۳۸۶ ل کال کې د حیواني علومو او د اګرانومي څانګې تاسیس شوي او په ۱۳۸۷ ل کال کې فارغان جامعي ته تقدیم کړي او په همدي کال کې د باغداري او کرنیز اقتصاد څانګې تاسیس او پورته ذکر شوو څانګو په ۱۳۸۸ ل کال کې محصلان جامعي ته تقدیم کړیدي،  همدارنګه په ۱۳۸۹  ل کال کې د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګه تاسیس او په ۱۳۹۰ ل کال  فارغان ورکړي، په ۱۳۹۱ ل کال کې د کرنیزې انجینري څانګه تشکیل او په  ۱۳۹۲ ل کال کې فارغان ټولنۍ ته وړاندي کړیدي او همدارنکه د کرنې پوهنځی په چوکاټکې په ۱۳۹۲ ل کال کې د نباتاتو ساتنې څانګه ایجاد شوه او د فراعت لړي يې په ۱۳۹۳ ل کال پیل شوي.   

                        د څو کلونو په اوږدو کې د باغداری، اګرانومی، ځنګلونو او طبیعي منابعو، حیواني علومو، کرنیز اقتصاد، د نباتاتو ساتنی او کرنیزه انجینري  له څانګو څخه سلګونه کسان فارغ  شویدي، چې په بیلا بیلو ادارو او تحصیلي نهادونو کې په کار بوخت دي، څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا  د کرنیزی انجینري څانګې تشکېل منظور  نه  شو، بناء یاده څانګه په ۱۳۹۷  ل کال کې لغوه شوه.

دا چې په افغانستان کې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره معاصرې تکنالوژۍ او پوهې ته ضرورت دی، نو د پکتیا پوهنتون، کرنی پوهنځی اداره او ع کادرونه هم د خپل هیواد د خودکفايې، اقتصادې پرمختګ او نورو  ملي اهدافو ته  د رسیدو په خاطر فعالیت او هلې ځلېکوي.

د سټراټيژيک پلان جوړولو اړتيا

کرنې پوهنځی په ۱۳۸۳ ل کال کې خپل علمي سفر شروع کړ. د دولت اقتصادي پاليسۍ او د ملي پراختيا پلان په نظرکې نيولو سره د کرنې  پوهنځی لپاره اړينه وه، چې خپل ستراتيژيک پلان د لوړوزده کړو وزارت او د پکتیا پوهنتون د ستراتيژيک پلانونو په رڼا کې جوړ کړي، څو د هغه په رڼا کې خپل تدابيري او کاري يو کلن يا څو کلن  پلانونه ترتيب او عملي کړي. د اړتياو پر بنياد د منظم  پلان شتون د پوهنځی هر پرمختګ لپاره لومړۍ شرط ګڼل کيږي. نو په همدې اساس د کرنې  پوهنځي رهبرۍ غوره وګڼله، چې يو پنځه کلن پلان باندې کار وکړي، تر څو د پوهنځي ستونزې، نيمګړتياوې، د استادانو، مامورینو او محصلانو لپاره اړين خدمات او اسانتياوې او په ټوله کې د پوهنتون او په ځانګړي ډول د پوهنځي د پرمختګ لپاره پنځه کلنۍ موخې، هغوی ته د رسيدو لارې چارې، په دې لارو کې د شته ننګونو وړاندوينه، په هغوی باندې د برلاسه کيدو ممکنه لارې چارې په کې واضح او تشريح شوي وي.

د ستراتيژيک پلان د جوړولو پروسه

دا چې افغانستان اوسمهال د يوه منظم ملي او پرمختيايي پلان لرونکې دي، د راتلونکې لپاره د معلوماتو يو  ښه منبع کيدلی شي. د همدې پلان له مخې د دولت  ټول ارګانونه خپل  پرمختيايي او تدابيري پلانونه  جوړوي. د کرنې  پوهنځی هم  د پکتیا پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيکو پلانونو په رڼا کې د افغانستان ملي او پرمختيايي پلان تر چتر لاندې خپل ستراتيژيک پلان ترتيب او جوړ کړی دی.

د پلان  جوړولو لپاره  د پوهنځي مختلفو برخو مسؤلان، استادان ، مامورین، محصلان او اړوندو ادارو کارکونکې په ګډه منظمې ناستې درلودې. د دغو ناستو په جريان کې د  پوهنځي عمده  نيمګړتياوې، فرصتونه، د راتلونکي لپاره د پرمختګ ممکنه چانسونه، ننګونې او ستونزې په نښه شوې او ذکر شو ټکو په پام کې نيولو سره د پوهنځي مختلفو غړو ته د خپل کار په برخه کې دندې او مسؤليتونه ور وسپارل شول، ترڅو ټول په خپله ساحه کې اړوند معلومات راټول او وروسته يې د غړو سره د بحث او تحليل لپاره شريک کړي.

د لومړنیو معلوماتو لاسته  راوړلو وروسته د پوهنځي لخوا ټاکل شويو کسانو منظمې ناستې وکړې او د دغو ناستو پرمهال يې د ستراتيژيک پلان عمده برخو باندې کار وکړ. له منظم او دوامداره کار وروسته، د پلان لومړنۍ طرحه  او مسوده  جوړه او بيا د پوهنځی له اړوندو غړو سره شريکه شوه. د ارزونو او بحثونو وروسته، اړين  تغييرات په کې راوستل شول او د نهايي کیدو  په پار  د پوهنځي له رهبرۍ سره شريکه شوه.

دغه ستراتيژيک پلان په څلورو برخو کې ترتیب شوی دی، چې د پوهنځی موجوده وضعيت، د قوت ټکې ، د ضعف ټکې، فرصتونه او ننګونې  په کې په هر اړخیز ډول څیړل شویدي.

لرليد ( Vision)

په کرنیزه پوهه ، څیړنه او ترویج کې مخکښه پوهنځی.

رسالت ( Mission)

د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی د جنوب ختیځ زون په مرکز کي په قرار لرلو او د مجربو او لوړو زده کړو لرونکو استادانو په درلودلو سره د ټولو اخلاقی، څیړنیزو او مسلکي او اکادمیکې اصولو په مراعاتولو د هیواد د پرمختیا او ټولنی د هوساینی په پار د لیسانس په کچه د فنی او مسلکي کسانو په وړاندی کولو لګیا دي.

د کرنې پوهنځی ستراتیژیکې موخې:

۱ -  په تدریجي توګه تدریسي میتود په تدریسي او څیړنیز میتود سره سمبالول .

۲ –  د پوهنځی  د علمي کدرونو د ظرفیتونو لوړولو پراختیا .

۳ –  د نوو څانګو رامنځته کول .

۴ –  په څانګو کې د شپې  برنامو رامنځته کول .

۵ –  کرنې پوهنځی  کرنیز پوهنتون ته ارتقأ .

 

 

د ستراتيژيک پلان د تحقق لپاره د مالى پلان ترتيب

پکتیا پوهنتون د بودجې په برخه کې که څه هم خپلواک نه  دی او په ټوله د کرنې پوهنځی د پوهنتون په بودجه باندې تکيه او بسيا دی، خو د دې ترڅنګ يې په خپلو نوښتونو هڅه کوي، چې  د محصلانو او ځينو نورو کسانو په همکارۍ د اعانې په ډول پیسي راټولوي او بیا له همدي لارې د پوهنځی هغه  اړینې اړتياوې چې په عاجله توګه بايد پوره شي، تمويليږي. د همدغې کړنې لپاره يې شفاف پروسيجر رامنځ ته کړی، وروسته ټاکل شوي مسؤل کس ته سپارل کيږي او د اړتيا په  صورت کې له اداري  پروسيجر وروسته اړتياوې پوره کيږي.

 

لومړی برخه: مدیریتی برنامی

۱.۱. رهبری

د پکتیا پوهنتون کرنی پوهنځی د ښه رهبری لپاره هڅه کوی تر څو په کار پوه او مسلکی خلک د کارونو د پر وخت ترسره کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او لوایحو په نظر کی نیولو سره زیربطو ادارو ته پیشنهاد کړی. پکتیا پوهنتون دمګړی د پوهنځی د ریس، معاون، د دیپارتمنتونو  د امرینو، تدریسی مدیر، اجراییه مدیر، د فارم مدیر، لابرانت درلودونکی دی ولی متاسفانه چی کرنې پوهنځی د کتابخانی د چارو د پرمخ بیولو لپاره مسول کس نلری او پوهنځی هڅه کوی تر څو په خپل ۵ کلن استراتیژیک پلان کی د کتابخانی او کمپیوتر لب لپاره هم مسلکی کسان وګماری.

۱.۲. د فساد سره مبارزه

د کرنې پوهنځی ریاست او رهبری د ټولو څانګو د آمرینو سره په جدی توګه د فساد د له مینځه وړلو په پار کار کوی تر څو اکادمیک ارزښتونه او د اداری اصول تامین شی. او د پوهنځی رهبری په پنځه کلن پلان کی لاندی مواردو ته جدی پاملرنه کوی.

  • د استادانو او کارمندانو تقرر او ترفیعات
  • د مضامینو ویش
  • د زده کړیزو امکاناتو ویشنه او هغی ته لاسرسی
  • د لنډمهالو او اوږد مهالو سکالرشیپونو او فیلوشيپونو ویش
  • د محصلانو ارزونه او د امتحاناتو د اخیستلو پروسه
  • د حاضری کنترول
  • د محصلانو د نمراتو د نتایجو مصون ساتنه
  • تقلب، حق تلفی او تعصب ته رسیدګی کول
  • او داسی نور

۱.۳. علمی توامیتونه او د نړایولو اړیکو انکشاف

د افغانستان اکادميکې ادارې اوسني شرايطو ته په پام کې نيولو سره دې ته اړې دي، څو د هيواد په کچه خپل فعاليتونه په سيستماتيک ډول له يو بل سره همغږي کړي او همدارنګه له نړيوالو علمي او اکادميکو ادارو، پوهنتونو او مؤسسو سره  خپلې اړيکې  پياوړي کړي.

په دې برخه کې کرنې پوهنځي د پکتیا پوهنتون په همکارۍ لا وړاندې ګامونه پورته کړي او د نړيوالو پوهنتونو سره يې خپلې اړيکې پياوړي کړي، چې د راتلونکو کلنو په دوران کې به دا اړيکې نورې هم پراخې شي. دا کار له دوو لارو ممکن دی:

  1. د داخلې پوهنتونونو او د څيړنيزو مرکزونو سره  دوه اړخيزه اړيکې ( پارتنرشيپ )

د پوهنځی د ورځنيو کړنو او د ګډ کار کولو لپاره د زمينې مساعدولو او د هيواد دننه پوهنتونونو سره  د علمي اړيکو له لارې کولی شو، چې نه يوازي د تجربو د شريکولو زمينه برابره کړو، بلکې د ظرفيتونو په لوړولو، د څيړنو  په ترسره کولو او د نصاب  پراختيا او انکشاف کې به  هم ښې لاسته راوړنې ولرو.

  1. د خارجې پوهنتونونو او د څيړنيزو مرکزونو سره  دوه اړخيزه اړيکې ( پارتنرشيپ )

د نړۍ د پوهنتونونو سره د علمي اړيکو ټينګول  د اوس وخت  اړتيا ده. همدارنګه د پوهنتونونو او هيوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ اړيکې رامنځته کېدالی شي، نو اړينه ده چې د هيواد څخه بهر د ګاونډيو، سيمې او نړۍ د پرمختلليو پوهنتونونو سره په اړونده څانګو کې علمي او کاري اړيکې ونيول شي، د دوي له تجربو او څيړنو څخه ګټه واخيستل شي او په پايله کې زموږ داخلې کادرونو ته  د معياري څيړنو او تحقيقاتو زمينه مساعده شي.

۱.۴. د مرستو جلبول

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځی د کمکونو د جلب لپاره هڅه کوی تر څو د ملی او نړیوالو ادارو سره د پوهنتون د رهبری تر مشری لاندی همیشه په اړیکه کی اووسی ترڅو وشی کړی پوهنځی ته کمکونه جلب کړی. همدارنګه د کمکونو د جلب لپاره هڅه کوی تر څو د توامیتونو او دونرانو څخه د کمکونو د جلب یوه کمیته رامنځته کړی.

۱.۵. د عوایدو ژوندی کول

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځی هڅه کوی تر څو پوهنځی د مصرفی بخش څخه عایداتی بڼه ځانته غوره کړی. پدی برخه کی کرني پوهنځی په خپل استراتیژیک پلان کی په پام کی لری چی څیړنیز فارمونه زیات کړی تر څو د پوهنتون د باندی څیړنکو ته هم د پوهنځی په څیړنیز فارم کی د څیړنی زمینه مساعد شی. همدارنګه پوهنځی په پام کی لری چی د پوهنځی د باغونو څخه چی کوم محصولات اخلی بیرته په پوهنځی کی په مصرف ورسوی. همدارنګه پوهنځی په پلان کی لری چی یو Dairy farm او یو هم Poultry farm ایجاد کړی تر څو عواید ترلاسه کړی. همدارنګه پوهنځی په پلان کی لری چی لابراتوار مجهز کړی او د ازمایښتونو په ترسره کولو سره عواید لاسته راوړی.

۱.۶. د بنسټيزو جوړښتونو (زيربنا) پراختيا

کرنې  پوهنځي له پيله  د بنسټيزو جوړښتونو له کمښت سره مخ  و، له نیکه مرغه کرنې پوهنځی اوس مهال  یو باب تعمیر لري، چې  په ذکر شوي تعمیر کې یو مستقل اطاق  د کرنې  پوهنځی ریاست، شپږه څانګې، چې هره څانګه دوه اطاقونه لري، مدیریت تدریسي، مدیریت اجرایه، مدیریت فارم، اجیران  او د شپې کارمند مستقل اطاقونه لري. مجهزه کتابخانه، لابراتوار او همدارنګه  د تضمین کیفیت په نوم  ځانګرې اطاقونه لرو او همدارنګه  دولس تدریسي اطاقونه لري او دکرنې  پوهنځی محصلان  په دوه شیفټونو ویشل شویدي (سهار او ماسپښین)  هغه ځايونه  چې د کاريدو چانس يې کم دی، پارټيشن  په کې شوي او  ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. په تعمير کې  ځیني ځایونه  د ګودامونو په حیث کارول کیږي . د دې ترڅنګ نورو نویو بنسټیزو ودانیو ته  اړیتا لیدل کیږي، تر څو د پوهنځي شته ستونزي ورسره حل شي.

۱- د کرینزو ماشین الاتو د ساتنې لپاره  یو باب ګراج جوړول.

۲-  د کرنې پوهنځي څیړنیز فارم د غوره مدیریت  لپاره د کارمندانو او څیړنیز وسایلو د خوندې ساتلو لپاره د څلورو اطاقو یو باب تعمیر جوړول.

۳-  د کرنې پوهنځي لومړي او دویم  صنفونو د غوره تدریسي چارو په موخه  د شپږو لویو صنفونو جوړول.  

۴-  د کرنې پوهنځي لپاره د کنفرانس  حال جوړول.

۵- د کرنې پوهنځي لپاره د معیاري لابراتوار  خونو جوړول.

۶-   د کرنې پوهنځي لپاره د PDC  جوړول.

۱.۷. څیړنیز فارم

پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځی اوس مهال ۴۸۷۲ متر مربع  څیړنیز فارم لري، چې په هغي کې ۳۵۲ د الوبالو او ۶۰۰  د مڼو نوی ورایټي ونې لري او همدارنګه  یو معیارې ګرین هاوس هم لري. د اړونده پوهنځی استادان او محصلان ورڅخه په خپلو څیړنیزو فعالیتونو کې ګټه اخلي.  

۱.۸. د چاپيريال ساتنې اړوند فعاليتونه

دکرنې پوهنځی هڅه کوي، چې د شین  چاپيريال  رامنځته کولو په موخه کار وکړي. د دې ترڅنګ د پوهنځی داخلي او بهرنې چاپيريال پاک او منظم وساتي. همدې موخې ته د رسيدو لپاره، پوهنځی د کار کولو داسې ميکانيزم جوړوي، چې د اړونده کارونو لپاره کميټه جوړه او چارې يې وڅاري. پوهنځی لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د  چمنونو جوړول او د هغوی څخه څار او مراقبت کول.
  2. د پوهنځي اړوند ساحې ښکلي کول.
  3. د چاپيريال ساتنې لپاره د سرسبزي  کمیټي  جوړول.

۱.۹. اړينې اسانتايوې رامنځته کول

د دې لپاره چې د پوهنځی استادان او محصلان  تر ممکنه  حده  په  ښه  ډول  تدريس او زده کړې  وکړي، لاندې اړينې اسانتياؤ  رامنځ  ته  کیدو لپاره هڅې وشي

  1. د محصلانو مطالعې لپاره مناسب چاپيريال
  2. کمپيوټر لېب لپاره مناسب ځای
  3. د استادانو او محصلانو لپاره د مطالعې خونې  او اړينې اسانتياوې برابرول .
  4. د درسي توکول برابرول .
  5. د انټرنيټ او برق اسانتياوې رامنځ ته کول.
  6. د سپورټ او لوبو اسانتياو برابرول.

۱.۱۰. د ساتنې په برخه کې

د کرنې  پوهنځی لپاره د ځانګړي شوي ودانۍ او امکاناتو خونديتوب او ساتنې لپاره، پوهنځي په ځانګړي تدابيري  پلان باندې  کار کوي، چې لاندې ټکې بايد په  پام کې  نیول کیږي:

  1. د پوهنځي اړونده ودانۍ/ منزلونو ساتنه کول.
  2. د پوهنځی رياست، څانګو او د هغوی اړونده لوازمو ساتل
  3. د کتابخانې، لابراتوار، تدريسي، اجرایه  او فارم مدیریتونو خونې او د کرنې  پوهنځي ګودامونو او اړوندو وسائلو ساتل.

 

 

 

 

 

دوهمه برخه: علمی برنامی

۲. د ظرفيتونو لوړول

۲.۱. د ملی او نړيوالو پوهنتونونو سره تواميتونه             

د افغانستان اکادميکې ادارې اوسني شرايطو ته په پام کې نيولو سره دې ته اړې دي، څو د هيواد په کچه خپل فعاليتونه په سيستماتيک ډول له يو بل سره همغږي کړي او همدارنګه له نړيوالو علمي او اکادميکو ادارو، پوهنتونو او مؤسسو سره  خپلې اړيکې  پياوړي کړي.

په دې برخه کې کرنې پوهنځي د پکتیا پوهنتون په همکارۍ لا وړاندې ګامونه پورته کړي او د نړيوالو پوهنتونو سره يې خپلې اړيکې پياوړي کړي، چې د راتلونکو کلنو په دوران کې به دا اړيکې نورې هم پراخې شي. دا کار له دوو لارو ممکن دی:

  1. د داخلې پوهنتونونو او د څيړنيزو مرکزونو سره  دوه اړخيزه اړيکې ( پارتنرشيپ )

د پوهنځی د ورځنيو کړنو او د ګډ کار کولو لپاره د زمينې مساعدولو او د هيواد دننه پوهنتونونو سره  د علمي اړيکو له لارې کولی شو، چې نه يوازي د تجربو د شريکولو زمينه برابره کړو، بلکې د ظرفيتونو په لوړولو، د څيړنو  په ترسره کولو او د نصاب  پراختيا او انکشاف کې به  هم ښې لاسته راوړنې ولرو.

  1. د خارجې پوهنتونونو او د څيړنيزو مرکزونو سره  دوه اړخيزه اړيکې ( پارتنرشيپ )

د نړۍ د پوهنتونونو سره د علمي اړيکو ټينګول  د اوس وخت  اړتيا ده. همدارنګه د پوهنتونونو او هيوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ اړيکې رامنځته کېدالی شي، نو اړينه ده چې د هيواد څخه بهر د ګاونډيو، سيمې او نړۍ د پرمختلليو پوهنتونونو سره په اړونده څانګو کې علمي او کاري اړيکې ونيول شي، د دوي له تجربو او څيړنو څخه ګټه واخيستل شي او په پايله کې زموږ داخلې کادرونو ته  د معياري څيړنو او تحقيقاتو زمينه مساعده شي.

۲.۲. د مسلکي ظرفيتونو لوړول         

د ملي  پرمختګ ستراتيژۍ او هم  د وزارت لوايحو له مخې د استادانو علمي کچې لوړول، لويه اړتيا او اړین شرط دی، له همدې لارې د محصلانو ظرفيتونه هم لوړيږي او ټولنې ته وړ مسلکي  او فني  کسان  کړي.

که څه هم پوهنځي په دې برخه کې تر دا دمه  د پام  وړ  پرمختګونه کړي دي، خو اړینه ده  دا لړۍ بايد وغځول شي او بسنه پرې و نه شي. په همدې موخه پوهنځي د تخصصي ظرفيت لوړونې لپاره دوه لارې او لنډ مهاله روزنيزو پروګرامونو لپاره ځانګړي  پروګرام  په  پام کې نيولي، چې جدي تعقيب او څارنې ته اړتيا لري.

۲.۲.۱. د ماستري  پروګرام

هغه استادان چې تحصيلي درجه يې ليسانس او يا په  همدې درجه نوي استخداميږي،  دې ته اړتيا لیدل کیږي څو تحصیلي سويه يې لوړه شي او په دې موخه بايد د هيواد د ننه او یا بهر د ماستري  زده کړې  لپاره واستول شي. اوس مهال د کرنې  پوهنځی څلورو داکتران، دوه  دیرش  ماسټران  او درې  د لیسانس  په کچه کادري غړې لري. د ماسټرانو لپاره  پوهنځی د پوهنتون  ادارې سره  په  همغږۍ بايد د دکتورا  پروګرام  او لیسانس  ته د ماسټري پروګرام  په ترلاسه کولو کې خپل مسؤليت ادا او تر ممکنه حده هڅې وکړي. که  څه  هم اوس مهال  د هيواد په داخل کې د کرنې په برخه کې د ماستري پروګرامونو موقع برابره شوي، لومړيتوب بايد بهرنيو هيوادونو ته ورکړل شي او په عين وخت کې بايد د پوهنتون او وزارت سره په همغږۍ د هيواد په داخل کې د کرنې پوهنځي د څانګو لپاره د ماستري پروګرامونو په رامنځ ته کولو بايد کار وشي، ترڅو هغه استادان  چې د خارجي ژبو ستونزې لري، د داخلې پروګرام لاندې ماستري درجې ترلاسه کړي. د ماستري پروګرام لپاره بايد د هيواد له  نورو پوهنتونونو سره هم اړيکه ټينګه او همغږي رامنځ ته شي، څو د وزارت څخه په منظم او مسلسل ډول  د موقع برابرولو غوښتنه  وشي او له  ټولو ممکنه لارو څخه  دا غوښتنه تعقيب او وڅارل شي.

۲.۲.۲. د دوکتورا پروګرام

د کرنې پوهنځی يو شمېر هغه استادان چې د ماستري زده کړې يې بشپړې کړي  دي، پوهنتون ته راستانه شوي  دي. پوهنځي د يادو استادانو د علمي سطحې لا غوړونې او پراختيا لپاره  د پوهنتون سره په همغږۍ له وزارت څخه  د دوکتورا موقع غوښتنه کوي. د دې ترڅنګ استادان کولی شي، په انفرادي ډول د پوهنځي سره په همغږۍ او مشوره  په نړيوالو پوهنتونونو کې  د دوکتورا موقع  پيدا کړي. پوهنځی، پوهنتون او وزارت بايد په جريان کې وي.

۲.۳. لنډ مهاله روزنيز کورسونه                                                  

دکرنې پوهنځی ټول استادان او په ځانګړي  ډول سره نوي ګمارل شوي استادان دې ته اړتيا لري، چې د میتودالوژي مهارتونو کچه يې لوړه شي، په همدې اساس بايد د پوهنځی کادري غړې همداسي روزنيزو لنډ مهاله کورسونو ته معرفي شي، څو خپل  د ظرفيت کچه لوړه کړي.

۲.۴. بشري قواوو کې زياتوالى                                                      

د مسلکې استادانو موجوديت د پوهنځي له اساسي اړتیاو څخه دی، څو وکولاي  شي د کرنې  پوهنځی  شپږونې څانګې د تدريس پروسې ترڅنګ اړونده نور تخنيکي او اداري کارونو ته  په  ښه  ډول دوام  ورکړي او وکولاي  شي، چې د لوړو زده کړو وزارت  کاريکولم  په ښه ډول سره تطبيق کړي.

۲.۴.۱. د څانګو او محصلانو د شمېر له مخي د تشکيل پراخول

    کرنې  پوهنځي اوس مهال شپږ څانګې لري، چې په لاندې ډول تري یادونه کیږي

  • باغداري
  • اګرانومي
  • علوم  حیواني
  • حفاظه بناتات
  • ځنګلونه او طبیعي زیرمي
  • اقتصاد او توسعه

۲.۴.۲. د کادرونو د علمي ترفيعاتو او سويې لوړول

د دې  په خاطر چې د پوهنتون  علمي، تدريسي، او څيړنيزې  چارې د لوړو زده کړو د معيارونو سره  برابر شوي وي، د کادرونو د علمي ترفيعاتو چارې پرمخ  وړل او د سويې د لوړولو په  پروګرامونو ( ماسټري او دوکتورا ) کې د علمي کادرونو ګډون دی.

دې موخې ته د رسيدو  لپاره لاندنې مهالوېش ترتيب شوي تر څو استادان  وکولاى شي د تدريسي چارو برسېره لوړو علمي رتبو ته ترفيع او يادو پروګرامونو ته معرفي شي:

 

 

 

 

د پوهنځی د استادانو عمومي جدول

ګڼه

اسم

ولد

ولدیت

اسم فامیلی

درجه تحصیل

رتبه علمی

دیپارتمنت

شماره تماس او لیکترونکې ادرس

۱

جانباز خان

محراب خان

موسی

ظفری

            ماستر

پوهنیار

اګرانومی

۰۷۷۸۶۷۱۰۱۸

Jan.baz@gmail.com

۲

سید ولی

محمد غنی

علاوالدین

جلالزی

دکتورا

پوهنمل

اګرانومی

۰۷۷۱۶۱۰۰۲۱

s.jalalzai@yahoo.com

۳

عبدالله

خیرګل

اخترمحمد

احمدی

دکتورا

پوهنمل

حفاظه

۰۷۸۲۹۱۹۵۸۴

ahmadia209@gmail.com

۴

عبدالوهاب

غلام حضرت

حکمت الله

حکمت

دکتورا

پوهنمل

اګرانومی

۰۷۶۴۴۴۰۰۰۴

wahabhekmat@gmail.com

۵

محمد افضل

جان محمد

عید محمد

روحانی

ماستر

پوهنیار

باغداری

۰۷۷۱۹۵۵۱۵۸

Afzal.rohani@gmail.com

۶

نورالله

حاجی غازی

نظر محمد

رحمانی

ماستر

پوهنیار

باغداری

۰۷۷۷۷۸۲۹۱۰

Noorullah.zahid2013@ gmail.com

۷

محمد ګل

عرب شاه

ملاخان

عرب زی

لسانس

پوهنیار

اګرانومی

۰۷۷۹۲۹۱۴۹۱

Arabzai27@gmail.com

۸

نجیب الله

ماستر

احمدزی

محمداکبر

حبیب الله

پوهنیار

اقتصاد وتوسعه

۰۷۷۴۲۰۰۰۰۷

qnajeebullah@ymail.com

۹

محمدقیوم

ماستر

منګل

شیرشاه

وزیرشاه

پوهنیار

اګرانومی

۰۷۷۰۶۱۸۶۳۲

Mohmdqayom@gmail.com

۱۰

نذیرخان

ماستر

محمدی

صورت خان

محمدخان

پوهندوی

اګرانومی

۰۷۷۷۷۱۱۱۲۸

Nazir.m1984@gmail.com

 

۱۱

یوسف خان

عجب خان

نورګل

زیار

ماستر

پوهنمل

اګرانومی

۰۷۸۶۶۴۸۳۷۶

yousafziar@gmail.com

۱۲

محمدجان

وزیر

نورګل

شمیم

ماستر

پوهنیار

اګرانومی

۰۷۶۶۱۷۱۷۰۰

Shamim.one@outlook.com

۱۳

امان الله

حاجی دلاور

حاجی سنک

امین

لسانس

پوهیالی

اقتصاد وتوسعه

۰۷۷۷۷۸۳۴۷۷

amanullahkh@gmail.com

۱۴

عبدالله

حمیدالله

فیض محمد

ناصری

لسانس

پوهیالي

حفاظه نباتات

۰۷۸۷۷۷۶۵۰۳

۱۵

محمود

غلام صدیق

محمدجان

مهروال

ماستر

پوهنمل

اقتصاد وتوسعه

۰۷۷۳۴۸۱۱۱۸

Mahmoodw@yahoo.com

۱۶

محمد ایوب

محمدداود

محمدمومین

داودزی

ماستر

پوهنیار

اقتصاد وتوسعه

۰۷۶۶۷۴۷۲۴۶

dawoodzai@mail.ru

۱۷

هدایت الله

ضبطوخان

سیدکمال

سالاری

ماستر

پوهندوی

باغداری

۰۷۷۲۷۴۲۷۳۷

h.salary786@gmail.com

۱۸

احمدالله

یارمحمد

جومحمد

جویان

ماستر

پوهنیار

علوم حیوانی

۰۷۶۶۲۰۰۰۱۲

ahmadullahjoyan@gmai.com

۱۹

محمدداود

عزیزخان

رحمان

شیرزاد

ماستر

پوهندوی

علوم حیوانی

۰۷۷۹۰۸۴۱۸۲

mdshirzad2007@gmail.com

۲۰

عالم خان

رحمان ګل

دین ګل

صمیم

ماستر

پوهنیار

باغداری

۰۷۶۶۳۳۰۴۴۷

alamkhantotakhel@gmai.com

۲۱

عبدالرشید

فرید

سیداحمد

ویار

ماستر

پوهنیار

جنګلات

۰۷۷۳۱۰۶۰۴۰

abdulrashid.wiar@gmail.com

۲۲

احد ګل

ملاسورګل

خانګل

خادم

لسانس

پوهیالی

حفاظه نباتات

۰۷۸۵۵۱۳۱۰۷

ahadgulkhadem@yahoo.com

 

۲۳

عبدالودود

نورمحمد

حاجی بامبول

نوری

لسانس

پوهیالی

حفاظه نباتات

۰۷۸۸۶۹۳۳۲۴

Abdulwodood.noori2009@gmail.com

۲۴

احمدجاوید

عبدالباری

عبدالرشید

موحد

لسانس

پوهیالی

حفاظه نباتات

۰۷۴۴۸۱۷۷۰۱

Ahmadjawid999@gmail.com

۲۵

محمد داود

محمد رفیق

داود شاه

احمدزی

دکتور

پوهنمل

کرنیز اقتصاد

۰۷۷۵۵۵۵۷۸۳

dahmadzai@yahoo.com

۲۶

خانزادګل

پیرګل

حضرت ګل

ځاځی

ماستر

پوهنیار

ځنګلات

۰۷۷۶۷۶۹۰۷۹

Khanzada.zazi@gmail.com

۲۷

مجیب الرحمن

عبدالرحمن

لاجبرخان

عارض

لسانس

پوهنمل

ځنګلات

۰۷۷۵۳۵۷۰۷۱

Mujeeb.ariaz@gmail.com

۲۸

محمد اسمعیل

عبدالبصیر

عبدالرحیم

لاروی

لسانس 

پوهیالی

ځنګلات

۰۷۰۶۸۳۸۳۴۸

i.larawai@gmail.com

۲۹

فرهاد

نجیب الله

حبیب الله خان

سلطانزوی

لسانس 

پوهیالی

ځنګلات

۰۷۹۹۰۰۸۸۷۶

Sultanzoy.one@gmail.com

۳۰

عبدالمتین

نورمحمد

دادمحمد

نوری

لسانس

پوهیالی

ځنګلات

۰۷۰۸۷۶۴۲۶۶

Abdulmatinnoori@yahoo.com

۳۱

محمد رئیس

محمد اکبر

ګلدار

مخلص

لسانس

پوهنمل

حفاظه نباتات

۰۷۸۸۵۸۸۰۰۹

Moh.mukhles@gmail.com

۳۲

مطیع الله

عبیدالله

محمد اکبر

اکبری

ماستر

پوهنیار

باغداری

۰۷۸۶۷۵۷۸۲۸

Ma.akbari@gmail.com

۳۳

عبدالله خان

نورمحمدخان

جلالدین

خوشحال

ماستر

پوهنیار

باغداری

۰۷۹۹۲۷۷۲۰۲

۳۴

محسن الله

محمد عارف

مصطفی خان

عرفان

لسانس

پوهنیار

کرنیز اقتصاد

۰۷۰۰۱۴۴۳۲۸

Muhsen.irfan@gmail.com

۳۵

محمدامین

محمد کریم

بختیار

احمدزی

ماستر

پوهنمل

اګرانومی

۰۷۶۵۳۵۶۴۶۳

p.ahmadzai8@gmail.com

۳۶

محمد قیوم

محمد جان

بهرام خان

سیال

لسانس

پوهیالی

کرنیز اقتصاد

۰۷۸۱۳۰۹۰۱۱

javidqayoumsial@gmail.com

۳۷

محمد کریم

تاج محمد

سلطان محمد

احمدزی

لسانس

پوهنیار

کرنیزاقتصاد

۰۷۶۵۸۸۵۳۴

Karim.ahmadzai786@gmail.com

۳۸

عبدالصبور

عبدالرحمن

محمد عثمان

رحمانی

ماستر

پوهنمل

علوم حیوانی

۰۷۸۶۳۵۴۹۹

Sabor.saramat@yahoo.com

 

 

 

۲.۵. د کاري مهارتونو او ظرفيتونو لوړولو پروګرامونه

دا پروګرامونه د پوهنځی د ټولو غړو لپاره په نظر کې نيول شوي دي، ممکن په هيواد کې د ننه او يا په بهر کې تنظيم شي:

  1. د انګليسى ژبې د زده کړې پروګرام (۵ تنه )
  2. د علمي څیړنو په برخه کې د تخصصي کورسونو تعقيب (۴ تنه)
  1.  څيړنيزو چارو د کاري مهارتونو لوړول:
  • په  هيواد کې دننه :  د ظرفیت لوړاوې ورکشاپونو او ټریننګونو ته د استادانو ورپیژندل (۴) تنو روزل.
  • د هيواد څخه بهر : د دريو مياشتو څخه نيولي تر شپږو میاشتو  پروګرام پورې د (۵) تنو روزل.

۲.۶. تدريس

۲.۶.۱. د تدریس د عصری میتودونو سره آشنا کیدل

د کرنې  پوهنځی تدريسي چارې په کريدت سيستم  سره پرمخ  بیول کیږي او د علمي چارو لپاره يو لړ ګامونو ته اړتيا شته  څو د موجوده امکاناتو څخه  ښه ګټه اخيستل شوي وي. د استادانو او محصلانو څيړنې به پر هغو برخو متمرکزې وي، چې د سيمې او په راتلونکې کې به  د هيواد په کچه د مسلک اړوند ستونزې وسپړي او د لاسته راغلو معلوماتو او تجاربو څخه به  په راتلونکې کې د سيمی او هيواد په کچه اړين تحليلونه او وړانديزونه وړاندې کړلی شي.

پورته ذکر شويو اهدافو ته  د رسيدو لپاره اړينه ده، چې د ګاونډيو او سيمې  هيوادونو د پرمختګونو او تجربو څخه ګټه واخيستل شي او د لنډ مهاله علمي پروګرامونو له  لارې دا چارې ترسره  کړو.

۲.۷. څیړنه

څیړنه د پوهنځی د پلان په اولویت کی قرار لری او د پوهنځی رهبری هڅه کوی تر څو نظری درسونو ته د عملی جنبی زمینه برابره کړی. دا چی په نوی تحصیلی نصاب کی د سمینار پر څای د څلورم صنف محصلانو ته ساحوی څیړنه په نظر کی نیول شوی، نو ځکه پوهنځی هڅه کوی تر څو څیړنی ته خاصه توجه وکړی. پوهنځی د څیړنی په برخه کی لاندی مواردو ته توجه کوی:

 

۲.۷.۱.  د څیړنیزږ لنډ مهال او اوږد مهالو پرګرامونو ته د استادانو معرفی کول

پوهنځی په خپل پنځه کلن استراتیژیک پلان کی هڅه کوی تر څو استادان لنډ مهاله او اوږدمهاله څیړنیزو سکالرشیپونو او فیلوشیپونو ته زمینه برابره کړی ترڅو د استادانو سره د هغوی په ظرفیت لوړونه کی کمک وکړی.

۲.۷.۲. ګډڅیړنیز برنامی تر سره کول

د کرنې پوهنځی رهبری هڅه کوی تر ګډ څیړنیز پروګرامونه او برنامی د زیربطو ادارو سره تر سره کړی بلخصوص د کرنې ریاست، چاپیریال ساتنی، اقتصاد ریاست او نورو ادارو سره په لاره واچوی او خپلی پایلی په نړیوالو جورنالونو کی نشر کړی.

۲.۷.۳. څیړنیزو فارمونو ته وسعت ورکول

د کرنې پوهنځی په استراتیژیک پلان کی څیړنیزو فارمونو ته خاصه توجه شوی، پوهنځی غواړی چی په خپله پنځه کلنه استراتیژیک پلان کی څیړنیزو فارومونو ته وسعت او پراختیا ورکړی او همکار موسسی دی ته وهڅوی تر څو پدی برخه کی د پوهنځی سره ځپلی مرستی و نه سپموی.

۲.۷.۴.  د څیړنی کمیټی رامینځته کول

پوهنځی د څیړنیزو فعالیتونو د ښه او پر وخت ترسره کولو په پار غواړی چی په راتلونکی پنځه کلونو کی د پوهنځی او څانګو په کچه د څیړنی کمیتی فعالی وساتی او د پوهنتون د څیړنی د کمیتی سره په همغږی خپل کارونه مخ ته یوسی.

۲.۷.۵. د څیړنی لپاره د بودجی جلبول

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځی هڅه کوی تر څو په راتلونکو پنڅه کلونو کی د څیړنی لپاره څانګړی بودجه د پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت، خارجی موسساتو او خصوصی سکتورونو څخه تر لاسه کړی.

 ۲.۸. د محصلانو په برخه کې:

د هيواد  اوسنيو شرايطو، د لوړو زده کړو د پاليسۍ او تحصيلي نصاب  ته  په کتو د کرنې  پوهنځي  مصحلان د نظري او عملي  زده کړو بر سېره  د هيواد  سوداګريزو او اړوند شننو او تحليلونو سره  بلدتيا ولري.  د دې ترڅنګ  دوی بايد په سيمه ایزه  او نړیواله  کچه  دکرنیزو  پرمختګونو او بدلونونو څخه هم  بايد خبر وي. د همدې  کړنې ترسره کولو لپاره، د پوهنځي اداره، پوهنتون او د هيواد په  داخل  او همدارنګه  له  هيواد څخه  د باندې محصلانو ته  د سيمينارونو، ورکشاپونو،کنفرانسو نو او مقالو له  لارې  موقع  برابره کړاي شي.

 

 

 

۲.۹.  د تحصيلي نصاب او درسي مفرداتو په برخه کې

په علمي برخه کې پرمختګ او تغييرات تر بل هر وخت اوس مهال په بيړه روان دي. د وخت علمي غوښتنو او اړتياو د سم ځواب ويلو لپاره، کرنې  پوهنځي په خپل جوړښت کې تغييرات راوړل. د همدغو تغييراتو او علمي برخې غني کولو لپاره، تحصيلي نصاب تغيير او نوي کولو ته اړتيا لري. که څه هم د پوهنځي لپاره نصاب تازه او نوی جوړ شوی. مسؤل کسان او کميټه په مفرداتو پوري اړونده چارې پرمخ وړي او د دې ترڅنګ د نړيوالو پوهنتونونو د مشهورو ليکوالونو د ټکسبوکونو څخه د پوهنځي په مضامينو کې ګټه اخیستل کيږي.

دکرنې پوهنځي د تحصیلي نصاب د نهايې کولو په پار د ۲۶/ ۰۱/ ۱۳۹۸  څخه تر ۳۱/ ۰۱/ ۱۳۹۸  نیټي پورې دلوړو زده کړو وزارت ته ملي اجماع رابلل شوي وه او د اړوند پوهنځي تحصیلي نصاب يې بشپړ کړ، چې د هری څانګی لپاره مشخص شوی.

۲.۱۰. د نورو تحصیلی رشتو ایجادول:

پوهنځی هڅه کوی چی په راتلونکی ۵ کلونو کی برسیره پر شته څانګو ۴ نوری څانګی ایجاد کړی لکه خاوره پوهنه، اګری بزنس، فود سانیس او تکنالوجی، محیط زیست او داسی نور.

۲.۱۱. د ماستری برنامی ایجادول

پوهنځی په پلان کی لری تر څو په راتلونکی ۵ کلونو کی حد اقل په دری څانګو کی د ماستری برنامی ایجاد کړی لکه اګرانومی، څنګلات او کرنیز اقتصاد.

۲.۱۲. تکنالوجی

پوهنځی په راتلونکی ۵ کلونو کی په پلان کی لری چی خپل ټول صنفونه په نوی تکنالوجی سره سمبال کړی، همدارنګه د نړیوالو پوهنتونو استادان دی ته وهڅوی تر څو په انلاین بڼه د کرنې پوهنڅی محصلانو ته کلاسونه واخلی او پوهنځی په پلان کی لری چی د انلاین زده کړی لپاره دیتابس رامینځته کړی او استادان دی ته وهڅوی تر څو انلاین زده کړی ترسره کړی. برسیره پردی پوهنځی هڅه کوی تر څو په تدریس او څیړنو کی د نوی تکنالوجی څخه ګټه پورته کړی او د محصلانو لپاره کمپیوتر لب، انترنیت، څیړنیز تحلیلی سافتویرونه، انلاین کتابتون او د بریښنایی زده کړو کمیته رامینځته کړی.

۲.۱۳. د پوهنځی ونډه په ټولنه کی

د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی استادان، اداری کارمندان او محصلان هڅه کوی تر څو په راتلونکی پنځه کلن پلان کی په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ټولنی په پرمختګ، ظرفیت لوړونه او نورو مواردو کی فعاله ونډه ترسره کړی. پدی برخه کی د کرنې پوهنځی استادان به هڅه وکړی تر څو د راډیویی او تلویزیونی برنامو له لیاری د ټولنی په پرمختګ کی ونډه واخلی همدارنګه د مشترکو سمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو له لیاری هم هڅه کوی ترڅو په ټولنه کی ګټور تمام شی. اداری کارمندان او محصلان هم برسیره پر اکادمیک فعالیتونو هڅه کوی تر څو د پوهنتون د چاپیریال په پاکولو، د سرسبز محیط په پراختیا او نورو لارو سره په ټولنه کی ګټور تمام شی.

۲.۱۴. اداري برخه کې

د پوهنځی اوسنيو اړتياو او پراختيا ته په کتو، اوس مهال شته اداري پرسونل نه شي کولی، د پوهنځی ټولې چارې په  منظم  ډول پرمخ  يوسي. د دې ترڅنګ  د پوهنځی  کتابخانه  هيڅ اداري کس نه لري. پوهنځی کې د راتلونکو څلورو کالونو لپاره بايد کم ترکمه رسمي کتابدار او په تدريسي مديريت کې دوه نور مامورين

 

 

 

 

 

 

دریمه برخه (SWOT analysis)

۳. د پوهنځی ستراتيژيک پلان تحليول

پدی برخه کې د پوهنځي اوسنی حالت ارزول کېږي. پوهنځی د رهبري هئيت لخوا و اروزل شي. ارزونه د  (Strength, Weakness, Opportunities and Treats -SWOT) تحليل له لارې شوې ده. ارزونه کې قوي ټکې، کمزوري يا ضعيف ټکي، فرصتونه ګواښونه تشريح شوي دي:

د کرنې  پوهنځی د پنځه کلن ستراتيژيک پلان لپاره (SWOT ) ارزونې عمده ټکي په لاندې ډول دي:

۳.۱. د قوت ټکې (Strength )      

  • د پوهنځي د غړو ترمنځ  د پوهنتون په کچه همغږي؛
  • د ځوانو کادري استادانو شتون.
  • په ټولنه کې ښه شهرت او اعتبار.
  • د زده کړو لپاره مناسب چاپیریال .
  • د مجربو او لوړه رتبه استادانو موجودیت.
  • د اړتیا وړ کتابخانې او لابراتوار شتون .
  • د کرنې  په برخه کې د علمي څیړنو اسانتياوې

۳.۲. کمزورتياوي ( Weaknesses)

  • د تشکيل کمښت؛
  • د دوکتوار درجې لرونکو استادانو کموالي؛
  • د مناسب او مجهز تعمير نه شتون؛
  • د تدريس لپاره په ملی ژبو د کتابونو کمښت؛
  • د دايمي برق نشتون.
  • د محصلانو او استادانو ترمنځ  د ۲۵/۱ نسبت نشتوالی.
  • د کتابدار او مسلکي لابرانټ نشتوالی.

۳.۳. فرصتونه (Opportunity )

  • په ملي کچه د علم د لاسته راوړلو روحيه.
  • پرمختللي هيوادونو ته د دوکتورا او ماستري  لپاره د کادرونو استول.
  • څیړنیزي اسانتاوي؛
  • په داخل د هیواد کې او د هیواد نه  د باندي د ورکشاپونو او فیلوشیپونو اسانتیاوي؛

۳.۴. ګواښونه او ننګونې  ( Threatening )

  • د ډاډ من امنيت کمښت؛
  • د ښځينه محصلانو لپاره د ټولنې فکري جوړښت او کلتوري محدوديتونه
  • په محلي اداراتو کې د کرنې  فارغانو کمه ګمارنه
  • د انټرنیټي  او IT   خدماتو کمښت.

 

  •  

څلورمه برخه: مالی برخه او بودجه

۴. بودجه او ستراتيژيک کاري پلان:

۴.۱. د بنسټيزو جوړښتونو (زيربنا) پراختيا لپاره بودجه:: وړاندې يې يادونه وشوه، چې د کرنې  پوهنځی خپلو بنستيزو جوړښتونو ته د پراختيا په موخه بودجې ته اړتيا لري، خو پوهنځی د بودجی په مصرف کې استقلاليت نه لري، خو پوهنځی کولاي شي چې خپلې غوښتنې د پوهنتون له  رياست او د مالي او اداري چارو له معاونيت سره شريکې کړي، څو هغوی په بودجه کې دکرنې  پوهنځي غوښتونو ته ځاي ورکړي.

۴.۲. د داخلي او نړيوالو پوهنتونونو سره د تواميتونو لپاره بودجه:                       په دې برخه کې هم پوهنځی نشي کولی چې د اړتيا وړ بودجې وړاند وينه وکړي، خو پوهنځی کولاي شي چې خپلې غوښتنې د پوهنتون له رياست او د مالي او اداري چارو له معاونيت سره شريکې کړي، څو هغوی په  خپل بودجوې پلان کې دکرنې پوهنځي غوښتونو ته ځاي ورکړي.              

۴.۳. د ماستري او دوکتورا د پروګرامونو لپاره بودجه: په دې برخه کې پوهنځی خپلې غوښتنې د پوهنتون له رياست او لوړو زده کړو وزارت سره شريکوي، څو هغوی په  څپلو بودجوي پلانونو کې  ذکر شوو غوښتونو ته  ځاي ورکړي.

۴.۴. د لنډمهاله روزنيزو کورسونو لپاره بودجه: پوهنځی په دي اړه کوم  خاصه بودجه  نه لري، خپلي غوښتني له پوهنتون ریاست او مالي او اداري معاونیت سره شریکوي ، څو هغوی په خپلي بودجوي پلان کې دپوهنځي غوښتونو ته ځاي ورکړي.

۴.۵. د نصاب بياکتنې او پياوړي کولو لپاره بودجه: په دې برخه کې پوهنځی خپلواک نه دی، د اړتيا وړ بودجه په اختیار کې نه لري، خپلې غوښتنې د پوهنتون له رياست او د مالي او اداري چارو له معاونيت سره شريکوي، څو هغوی په خپله بودجه کې ځای ورکړي.

 

 

 

پنځمه برخه:

۵. د بنسټیزو جوړښتونو او برنامو پراختیا: کرنې  پوهنځي له پيله  د بنسټيزو جوړښتونو له کمښت سره مخ  و، له نیکه مرغه کرنې پوهنځی اوس مهال  یو باب تعمیر لري، چې  په ذکر شوي تعمیر کې یو مستقل اطاق  د کرنې  پوهنځی ریاست، شپږه څانګې، چې هره څانګه دوه اطاقونه لري، مدیریت تدریسي، مدیریت اجرایه، مدیریت فارم، اجیران  او د شپې کارمند مستقل اطاقونه لري. مجهزه کتابخانه، لابراتوار او همدارنګه  د تضمین کیفیت په نوم  ځانګرې اطاقونه لرو او همدارنګه  دولس تدریسي اطاقونه لري او دکرنې  پوهنځی محصلان  په دوه شیفټونو ویشل شویدي (سهار او ماسپښین)  هغه ځايونه  چې د کاريدو چانس يې کم دی، پارټيشن  په کې شوي او  ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. په تعمير کې  ځیني ځایونه  د ګودامونو په حیث کارول کیږي . د دې ترڅنګ نورو نویو بنسټیزو ودانیو ته  اړیتا لیدل کیږي، تر څو د پوهنځي شته ستونزي ورسره حل شي.

۵.۱.  د پوهنځی په کچه د کمپیوتر لب رامینځته کول

پوهنځی په حپل ۵ کلن پلان کی د پوهنځی لپاره د یو مجهز کمپیوتر لب پلان نیولی چی په جوړیدو سره به د پوهنځی د محصلانو ستونزی هوازی شی.

۵.۲. د درسی صنفونو مجهز کول

پوهنځی په پلان کی لری ترڅو په راتلونکی ۵ کلونو کی د هر دیپارتمنت لپاره یو مجهز په سکرین او پروجکتور سمبال تدریسی صنف ولری تر څو د استاد او محصلانو لپاره ګټور تمام شی.

۵.۳. د کتابخانی معیاری کول او تجهیز کول

پوهنځی په پلان کی لری تر څو د پوهنځی په کچه په راتلونکی پنځه کلونو کی یو معیاری کتابخانه ولری او همدارنګه د الکترونیکی کتابخانی څښتن هم اووسی.

۵.۴. د لابراتور مجهز کول

کرنې پوهنځی دمګړی د یو نسبی معیاری لابراتور درلودونکی دی ولی پوهنځی پلان لری چی په راتلونکی پنځه کلونو کی یو مجهز او معیاری لابراتور ولری تر څو محصلان ترینه اعظمی ګټه پورته کړی.

 

۵.۵. شنو ساحو ته وسعت ورکول

پوهنځی په پلان کی لری چی خپل شنی ساحی ته وسعت ورکړی او د موټرو لپاره هم تمځای ولری.

۵.۶. د کرنیزو ماشین الاتو لپاره د ګراچ جوړږل

پوهنځی په راتلونکی ۵ کلونو کی په پلان کی لری چی د کرنیزو ماشین الاتو د ساتلو او د استحلاک د مخنیوی په مقصد یو معیاری ګراچ ولری.

۵.۷. د موجوده تعمیر ترمیم او د یو تدریسی تعمیر جوړول

پوهنځی په پلان کی لری چی د کرنی پوهنځی لپاره په راتلونکو پنځه کلونو کی یو تدریس تعمیر ولری او همدارنګه شته تعمیر ترمیم شی.

۵.۸. څیړنیزو فارمونو ته وسعت ورکول

پوهنځی په پلان کی لری چی د څیړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا پخاطر څیړنیزو فارمونو ته وسعت ورکړی او په کرنیزو ماشین الاتو او منظم اوبولو سیستم سره مجهز کړی.

۵.۹. پایله

په لنډ ډول ويلی شو چې که چيرته د کرنې پوهنځی دغه پنځه کلن ستراتيژيک پلان عملي بڼه باندې پيل شي، نو په پوره باور سره ويلی شو چې نوموړی پوهنځي به د پوهنتون او د سيمې په کچه يوه نامي او د علمي کادرونو د روزلو په برخه کې په ملي سطحه  د ښه نوم څخه برخورداره وي. د سيمې او هيواد په کچه به د کرنې په برخه کې د ټولنې اوسنی شته ستونزو ته په پوره ډول ځواب ويلی وي او همدارنګه  د سيمې په کچه د ليسانس دورې څخه په ښه معيار کادري غړي  ټولنۍ ته وړاندې کړي.