1401 years analysis report

د انګلیسي څانګې د ۱۴۰۱ کال عملیاتي پلان راپور

 

د هرې ادارې د کامیابۍ راز پلانونو  او د هغه تحلیل او راپور کې دی ځکه دا کړنې هرې ادارې ته خپلې کمزوري او قوي نقطې پر ګوته کوی تر څو کمزوري نقطو باندې مورور وشي او سمې کړی شي، همدارنګه قوي نقطې نورې هم پیاوړې شي. ددی پروسې په تعقیب انګلیسي څانګې هم د انکلیسي څانګې د ۱۴۰۱ کال عملیاتی ارزیابي، تحلیل د انګلیسي امر ښاعلي پوهنیار  واحدالله الکوزی، استاد پوهنیار احمد ولی بسمل، استاد پوهنیار عبدالرازق ساپي او استاد ن.پوهنیار امان الله باور په حضور کې ترسره کړه او راپور یې چمتو کړو. د ا راپور  ظاهروي چې د یادې څانګې نصاب نوي کولو کې د استادانو، محصلینو، د ټولنې غړو څخه په محتلفو بڼو لکه د پوښتنپاڼو، معرکو او ټولنیزو رسنیو په ذریعه نظرونه راټول کړه  د تحلیل څخه وروسته یاد نظرونه په هغه کلستر چې وزارت په سطحه انګلیسي نصاب لپاره جوړ شوی وو د استاد واحدالله الکوزی په واسطه شریک کړل او نوی نصاب کې ورته ځای ورکړل شوو. همدارنګه د پیشنهاد او مکتوب له شکله یې د پوهنتون رهبرۍ څخه یې د نوي استادانو غوښتنه کړې ترڅو د څانګې استادانو کمبود مسله حل شي چې په دی کې استاد امان الله باور نوي استاد په صفت څانګې ته شامل شوی. د بل اړخه، د محلصینو ښه روزنې لپاره څانګه کې کتابخانه جوړشوی چې د محصلینو د مطالعې کولو،ICT او انټړنیټ مسله یې حل کړې. ددی نه علاوه څانګه کې یو وټسپ ګروپ فعال دی چې د فارع شوو زدهکړیالانو په اړه یې معلومات راټول کړي او څانګې امر استادانو سره یې شریکړي. د یادې څانګې پیاوړتیا او  استادانو علمي سویه لوړولو لپاره د بورسونو رانیولو کې د څانګې امر نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي نو تر دمه یې یو استاد ښاعلی بصیر احمد یاد قبرس هیواد ته دوکتورا برنامې لپاره معرفي کړی او همدارنګه ښاعلی استاد طاهر صاحب زاده یې د روسیه هیواد ته ماسترۍ برنامې لپاره لیږلی.

واحداالله الکوزی انګلیسي څانګې امر             استاد احمد ولی بسمل            استاد عبدالرازق ساپی               استاد امان الله باور

 

 

 

 

پوهنيار واحدالله الکوزی

د انګلیسي څانګې امر