پکتیا پوهنتون کې د پلان او احصایې عمومي مدیریت له لوري د دعوت او ارشاد آمریت او د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د مسلکي پرمختیا مرکز په تالار کې د پکتیا پوهنتون او عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه دیني جامعې اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې په اړه د امیرا

pu_admin
Thu, Feb 20 2025 9:31 AM
pap

پکتیا پوهنتون کې د پلان او احصایې عمومي مدیریت له لوري  د دعوت او ارشاد آمریت او د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ  د مسلکي پرمختیا مرکز په تالار کې د پکتیا پوهنتون او عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه دیني جامعې اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۳۷۷۵/۹۵۱) ګڼې حکم د تطبیق او د پلان جوړونې له نوي فارمټ سره  چې له حکم سره یو ځای پوهنتون ته رسېدلی د بلدتیا په موخه  یو ورځنی سمینار دائر شو.

جوړ شوی سمینار چې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شو، لومړی د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني له شرعي اړخه د پلان جوړونې پر ارزښت او آهمیت مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورپسې د پلان او احصایې عمومي مدیر عبدالوکیل احمدزي له لوري د پلان جوړونې پر نوي فارمټ  او د پلان درلودلو پر اهمیت جوړ شوی پریزینټېشن ارایه او د ګډونوالو پوښتنو ته یې لازم ځوابونه ورکړل.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS