پکتیا پوهنتون د رواني مشورو ورکولو بورډ غړو میاشتنۍ نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Tue, Jun 17 2025 10:27 AM
bra

پکتیا پوهنتون د رواني مشورو ورکولو بورډ غړو میاشتنۍ نوبتي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۰مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال غبرګولي میاشتې له ۲۷مې سره سمون لري، پکتیا پوهنتون د رواني مشورو ورکـــــــــــــولو بورډ غړو میاشتنۍ نوبتي ناسته دائره شوه.

د بورډ نوبتي ناسته کې چې د  محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک سربېره د بورډ نورو غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشوه.

لومړی د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د بورډ غړو استادانو او کارمندانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او  د بورډ له ټولو غړو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د رواني مشورو ورکولو بورډ د نوبتي ناستي ګډونوال دي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د رواني مشورو ورکولو مرکز پر تجهیزاتو او وسایلو باندې بحث وشو او هغه وسایل او تجهیزات چې دغه مرکز په اوس کې ورته اړتیا لري، په نښه شول، څو د لوړو زده کړو وزارت څخه په دې برخه کې د بشپړې همکاري غوښتنه وشي.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS