پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.
دوشنبه د ۱۴۴۶ کال شعبان ۲۵مه، پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني او د کمېټې نورو غړو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي محمد خان روحاني د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د مسؤلیت ښه ادا کولو په اړه بحث کولو ترڅنګ د دعوت او ارشاد کمېټې د غړو مسؤلیت هم دروند او له پوره اجر څخه برخمن یاد کړ.
وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د کمېټې لپاره د پلانونو پر جوړولو، د رمضان میاشتې لپاره د پروګرامونو دائرولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شو.