د ۱۴۰۲ کال، زمري ۱۵مه، پکتیا پـــوهنتون

pu_admin
Wed, Aug 09 2023 8:58 AM
a

د ۱۴۰۲ کال، زمري ۱۵مه، پکتیا پـــوهنتون

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال په پوهنځیو کې د زده کړیالانو له درسي بهیر څخه لېدنه وکړه.

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د زده کړیالانو غوښتنې او پېشنهادات وا ورېدل او له هغوی یې څخه په درسي بهیر کې د لا زیاتو هڅو او کوښښونو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي اخندزاده پر خبره شرایطو ته پر کتو وخت را رسېدلی چې ټول د علم او پوهې د حاصلولو لپاره ګام پورته کړو تر څو د ولس او ټولنې ریښتوني خادمان جوړ شو.

همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال له زده کړیالانو غوښتنه وکړه، چې خپلې حاضري ته ځانګړې پاملرنه وکړي، دا ځکه هر څه چې زده کوي یا حاصلوي هغه په ټولګي کې د زده کړیال په شتون پوري اړه لري، چې څومره په ټولګي کې پاتي کیږي او له استاد څخه څومره استفاده او ګټه تر لاسه کوي.

بل خوا زده کړیالانو هم ټولګیو د مسؤلینو پر ورتګ خوښي څرګنده کړه، چې تل یې د دوی ستونزې او پېشنهادات اورېدلي او رسیده ګي یې ورته کړې.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Tue, Jul 22 2025 3:44 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۳۱مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

Tue, Jul 15 2025 2:19 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې  پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۹مه، چې د. . .

BACK TO NEWS