د ۱۴۰۱ کال، لړم ۲۱مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sun, Nov 13 2022 11:02 AM
د ۱۴۰۱ کال، لړم ۲۱مه، پکتیا پوهنتون پکتیا پوهنتون کې د ۱۴۰۱ تحصیلي کال خزاني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې. د پکتیا پوهنتون علــمي چارو مرستیال پوهنمل سیـف الرحمن روهي چې د زده کړیالانو له پيل شویو ازموینو څخــه یې لیدنه کوله، زده کړیالانو ته په ازموینو کې د بریا هیله څرګنده کړه، نوموړي اســـتادانو او زده کــــړیالانو ته په خطاب کې وویل چې دوی ټول دې د پوره شفافیت د رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړي. همدارنګه د محصـلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال چې د امتحاناتو له کمېټې سره یې په ګـډه له ازموینو څخه لیدنه کوله، زده کړیالانو ته په ازموینو کې د شفافیت ډاډ ورکړ. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS