د ۱۴۰۱ کال، لړم دریمه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, Oct 29 2022 11:06 AM

د ۱۴۰۱ کال، لړم دریمه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دایره شوه. ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ له استادانو او کارمندانو څخه وغوښتل چې په خپل وخت باید خپلو دندو ته حاضر شي، هیڅکله ورته په دې برخه کې د چا سپارش مهم نه دی. ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د یو شمېر کادري بستونو په اړه چې له لوړو زده کړو وزارت څخه یې دوی غوښتنه کړې، مفصل مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل. وروسته ناسته کې له اجنډا سره سم د ډیپارټمټونو د چارو پر انسجام ،د استادانو پر تقرر، ترفېعاتو او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS