د ۱۴۰۱ کال، سنبلې ۷ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Aug 30 2022 12:40 PM
a
د ۱۴۰۱ کال، سنبلې ۷ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري ناسته وشوه. ناسته کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي او د بېلا بېلو شعبو اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. لومړی د مـــالي او اداري چارو مرســتیال سیف الله محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کارمندانو ترمنځ په ښه همغږي خوښي څرګنده کړه، نوموړي اداري کارمندان وهڅول ترڅو یو له بل سره په چارو کې لا ډېره مرسته او همکاري وکړي. وروسته ناستـه کې له اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو بحث وشو او ځینو مسائلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو. ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS