د ۱۴۰۱ کال، حمل ۹ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Mar 30 2022 2:47 PM
a

د ۱۴۰۱ کال، حمل ۹ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې استادانو ته د مسلکي ښوونیز پلان دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
دغه ورکشاپ چې د پکتیا پوهنتون تضمین کیفیت امریت لخوا د کمپيوټر ساینس پوهنځي استادانو لپاره په لاره اچول شوی وه، ددغه دوه ورځني ورکشاپ موخه استادانو ته د مسلکي ښوونيز پلان او ښوونيزو-زده کړه ييزو موادو چمتوالي د نويو مهارتونو ور پېژندل وو.
د ورکشاپ تنظیم کوونکي او د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت امر پوهنمل ډاکټر عاطف په وينا د دا ډول ورکشاپونو لړۍ به ادامه ولري.
د یادونې وړ بولو چې د ورکشاپ ګډونوال هم په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې له برخه اخیستلو څخه خوښ برېښیدل   او په وینا یې په ښوونیز پلان کې ډېر څه چې پخوا یې پکې ستونزه درلوده اوس ورته روښانه شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS