د ۱۴۰۱ کال، جوزا دریمه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, May 25 2022 1:34 PM
a

د ۱۴۰۱ کال، جوزا دریمه، پکتیا پوهنتون پکتیا پــــوهنتون د ښــــــوونې او روزنــــې پوهنځي له لوري ددغه پوهنځي لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه وشوه. په جوړو شویو مراسمو کې٬ چې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالله مسلم، څانګو امرینو، استادانو او محصلینو برخه درلوده، د کلام الله په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه. لومړی د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالله مسلم د ښه راغلاست وینا وکړه، نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل: لوړې زده کړې٬ چې ستاسو د والدینو او کورنۍ لویه هیله ده٬ باید پوره یې کړئ. هغه د ښوونې او روزنې پر ارزښت او اهمیت هم خبرې وکړې او زده کړیالان یې وهڅول٬ چې په ښه شان سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ورپسې پوهنمل استاد عتیق الله سلطاني د پکتیا پوهنتون پر پېژندنه، تاریخچه، لاسته راوړنو او پرمختګونو ورکشاپ وړاندې کړ. ناسته د دعا په ویلو سره٬ پای ته ورسېده. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS