د ۱۴۰۱ کال، ثور ۴ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Apr 25 2022 2:47 PM
a

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۴ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهـــنتون اداري ناسته ددې پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر رهبرۍ لاندې وشوه.

په دې ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ورپــــــــسې د مالي او اداري چــارو مرستیـــال خبرې وکړې، نوموړي اداري کارمـــندانو ته په خــــــطاب کې وویل مونږ او تاسو ټول باید ګډ کار وکړو او د ستـــونزو د مخنیوي لپاره یو له بل سره ښه تعامل او چلند ته ضرورت دی.

هــغه زیـاته کړه پــوره هڅه کـــوي چې د پوهنـــتون له شتـه امـــــــکاناتو څخه ښه ګټه پورته کړي، تر څو خـــپلو سپیڅلو موخو او اهدافو ته چې د ولس خدمت دی ورسیږي.

وروسته له اجنډا سره سم په یو شمېر موضوعاتو ازاد بحث وشو او د ځینو مســـــائلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS