د پکتیا پوهنتون په بېلو بېلو پوهنځيو کې د نصاب ارزونې او سمون په موخه ځانګړي سمینارونه دائر شول.

pu_admin
Tue, Apr 22 2025 1:19 PM
az

د پکتیا پوهنتون په بېلو بېلو پوهنځيو کې د نصاب ارزونې او سمون په موخه ځانګړي سمینارونه دائر شول.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۲۴مه، چې د ۱۴۰۴ کال ثور میاشتې له ۲مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون په بېلو بېلو پوهنځيو کې د نصاب ارزونې او سمون په موخه ځانګړي سمینارونه دائر شول.

د نصاب ارزونې او سمون دغو سمینارونو  څخه د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د څارنې پر مهال وویل له دا ډول سمینارونو او برنامو څخه د دوی موخه دا دی څو اړتیاوو ته په کتلو سره محصلین ټولنې ته وړاندې کړي او ټول هغه څه په نصاب کې داخل کړي کوم چې د ټولنې او اړوند ادارو اړتیا دی او هغه مضامین له کاریکولم څخه لېرې کړي کوم چې له اوسني عصر او ماډرنې ټکنالوژي سره سمون نه لري.

د نصاب ارزونې او سمون دغه یو ورځني سمینارونه د پکتیا پوهنتون په طب، انجنیري، اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو، ژبو او ادبیاتو پوهنځيو کې دائر شول.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS