د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۸۸تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول. شنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادي الثاني میاشتې په ۱۹مه، د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۸۸تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

pu_admin
Sun, Dec 22 2024 2:33 PM
abc00

د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۸۸تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

شنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادي الثاني میاشتې په ۱۹مه، د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۸۸تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې  چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو او د بېلا بېلو پوهنځيو رئیسانو،استادانو راغلو مېلمنو او فارغ التحصیل محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ فارغ التحصیل محصلانو او د دوی د کورنیو غړو ته د مبارکي مراتب وړاندې کړل.

د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د خبرو پر مهال فارغ التحصیل محصلینو ته په خطاب سره وویل ستاسو مسؤلیت دورند دی او د ادا کولو لپاره یې هم پوره هڅه وکړئ.

د ښاغلي حمدي پر خبره په ټولنه کې خلک ډاکټر او طبیب ته په پوره ارزښت قایل دي او د دې ارزښت د ساتلو لپاره هم باید پوره کوښښ وکړي، څو هغه ارزښت چې خلک یې دوی ته ورکوي په بشپړه توګه ادا کړي.

د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د خبرو پر مهال هم فارغ التحصیل محصلین مخاطب کړل او ورڅخه یې غوښتنه وکړه، چې د دې لوی او دروند مسؤلیت له اخیستلو سره دې د ادا کولو په فکر کې شي، دا ځکه دوی ته اوس په ټولنه کې د طبیب او ډاکټر په سترګه کتل کیږي.

ناستې ته د خبرو پر مهال د طب پوهنځي رئیس پوهنیار محمد یاسین جمال د وینا پر مهال فارغ التحصیل محصلینو څخه غوښتنه وکړه، چې له طبي زده کړو څخه باید ستاسو هدف ټولنې او جامعې ته خدمت کول وي.

ښاغلي جمال همدارنګه له هغوئ څخه غوښتنه وکړه، چې په ټولنه کې دې مسلکي ژوند وکړي یعنې د طبابت ټول اخلاق او مسلکیتوب دې په نظر کې ولري.

د پکتیا پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي محمد عمر فضلي د خبرو پر مهال په هېواد کې د  تعلیمي او تحصیلي بنسټونو روان حالت د پام وړ وباله او دا یې د یوه هیواد او ملت د روزنې او پالنې مهمه برخه یاده کړه.

د طب پوهنځي د استادانو په نماینده ګي د دې پوهنځي پخواني رئیس او استاد پوهنمل محمد شریف فرقاني د وینا پر مهال محصلین وهڅول څو له شته فرصتونو او امکاناتو څخه پوره

ګټه پورته کړي.

هغه د نظا/م له لوري د تعلیم او تحصیل په برخه کې کړنې وستایلې او دا یې د خلکو خصوصا د زده کوونکو او محصلانو لپاره یو ښه فرصت یاد کړ، څو تعلیم او تحصیل ته مخه کړي.

وروسته نورو  ویناولو هم ارزښتناکې ویناوې وکړې، پروګرام د ستاینلیکونو، تصدیق پاڼو پر وېش او دعائې ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 3:44 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۳۱مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

Tue, Jul 15 2025 2:19 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې  پوهنځي محصلينو ته د (تحقيقي پروژې او مونوګراف وړاندې کولو لارې چارې) تر سرليک لاندې یو ورځنی سمينار دائر شو.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۹مه، چې د. . .

BACK TO NEWS