د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
Wed, Dec 18 2024 12:55 PM
98

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادي الثاني میاشتې په ۱۵مه، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پوهنتون علمي شورا ناسته کې چې د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او د شورا نورو برخوالو ګډون درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د علمي شورا ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له ټولو څخه مننه وکړه، چې تل د شورا او کمېټې په کارونو او غونډو کې ورسره فعاله ونډه اخلي.

ښاغلي حمدي همدارنګه د تضمین کیفیت پر چارو او فعالیتونو هم ګډونوالو ته مالومات ورکړل او د پوهنځیو له مسؤلینو څخه یې هم غوښتنه وکړه، چې د تضمین کیفیت چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي حمدي همدارنګه په چارو او کارونو کې اخلاص، دندې  او مسؤلیت ته ژمنتیا یو اساسي مسائله یاده کړه، څو د پوهنتون چارې یې په ښه شان سره انجام شي.

پوهنتون رئیس د علمي شورا له برخوالو څخه وغوښتل په پوهنتون کې له شته امکاناتو او فرصتونو څخه دې ښه استفاده وشي، چې له اړخه یې ټاکل شویو موخو ته په اسانۍ سره ورسیږو.

وروسته ناسته کې له اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو لکه د  ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر او ترفېعاتو ازاد بحث وشو او د یو لړ موضوعاتو پر سر لازم تصامیم هم ونیول شول.

 ناستــــه له مـــعــــمول ســـــره سم د دعائې په ويلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS