د پکتیا پوهنتون رهبري له لوري د استادانو او آمرینو سره په اداري او تدریسي برخو کې د تضمین کیفیت پر چارو د هم غږي ګډه ناسته ترسره شوه.

pu_admin
Sun, Dec 22 2024 2:46 PM
tt00

د پکتیا پوهنتون رهبري له لوري د استادانو او آمرینو سره په اداري او تدریسي برخو کې د تضمین کیفیت پر چارو د هم غږي ګډه ناسته ترسره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادي الثاني میاشتې په ۲۰مه، د پکتیا پوهنتون رهبري له لوري د استادانو او آمرینو سره په اداري او تدریسي برخو کې د تضمین کیفیت پر چارو د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو،  پوهنځیو رئیسانو، آمرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون علمي چارو  مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم په پوهنتون، پوهنځيو او څانګو  کې د تضمین کیفیت پر روانو چارو او فعالیتونو رڼا واچوله .

ښاغلي مسلم همدارنګه له استادانو او آمرینو څخه غوښتنه وکړه، څو د تضمین کیفیت په برخه کې خپل فعالیتونه او چارې لا چټکې کړي، هغه د پوهنتون د تضمین کیفیت په برخه کې کارونه د ټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ.

ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي ناستې ته د تضمین کیفیت په برخه کې د ناستو او ښي همغږي پر ارزښت خبرې او وینا وکړه، د هغه په خبره مونږ او تاسو ټول د پوهنتون یوه برخه یو او د تضمین کیفیت په برخه کې کړنې هم د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS