د پکتیا پوهنتون رهبري شورا ناسته ترسره شوه

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 2:03 PM
aa

د پکتیا پوهنتون رهبري شورا ناسته ترسره شوه!

نن سه شنبه د ۱۴۰۰ کال سلواغې په ۱۹ مه د رهبري شورا ناسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده په مشرۍ تر سره شوه.

ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، پکتیا پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلوده، د قرانکریم په څو مبارکو آیاتونو پیل شوه.

ناستې ته لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د سمستر د پيل لپاره پر چمتوالي، انجونو او هلکانو لپاره د ټولګیو پر بېلوالي، د استادانو او اداري کارمندانو پر حاضري ، ښې همغږۍ او د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره د ورستیو لیدنو په اړه پوره توضیحات د ناستې ګډونوالو ته ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت لخوا استول شوې لارښوونې هم د رهبري شورا په غونډه کې ولوستل شوې. چې پکې د یو شمېر موضوعاتو تر څنګ د معیاري زده کړو لپاره په یوه ښه کاري چاپېریال ټینګار شوی وه.

وروسته د شورا غړو او استادانو ترمنځ په بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو ، ستونزو ته یې د حل لارو چارو پر برابرولو ټینګار وکړ. او همدا شان په نوښتیزه بڼه د انجونو او هلکانو ترمنځ د ټولګیو پر بېلوالي او منظم پلان په جوړولو خبرې وشوې.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

۱۴۰۰/۱۱/۱۹ ه ش

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS