د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو محصلانو ته د (حقوقي لیکنې) تر سرلیک لاندې په بېلا بېلو موضوعاتو درې ورځنی ورکشاپ دائر شو.

pu_admin
Sat, Sep 27 2025 3:08 PM
011

د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو محصلانو ته د (حقوقي لیکنې) تر سرلیک لاندې په بېلا بېلو موضوعاتو درې ورځنی ورکشاپ دائر شو.
 شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې څلورمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له پنځمې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو محصلانو ته د (حقوقي لیکنې) تر سرلیک لاندې په بېلا بېلو موضوعاتو درې ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د ورکشاپ د پیل پر مهال د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د دائر شوي درې ورځني ورکشاپ پر ارزښت او اهمیت باندې خبرې وکړې او محصلان یې په دې او دې ته ورته ورکشاپونو کې فعال حضور ته وهڅول.
ښاغلي خپلواک همدارنګه لیکوالي په لیکنه کې ضروري په خاص ډول په یوه حقوقي لیکنې کې د لیکوالي پر ارزښت او اهمیت باندې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.
د یادونې وړ دی، د (حقوقي لیکنې) تر سرلیک لاندې په دغه درې ورځني ورکشاپ کې به د استادانو له لوري محصلانو ته پر بېلا بېلو موضوعاتو لکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه: لیکوالي، حقوقي لیکنې، حقوقي قواعد، انتقادي تفکر پېژندنه او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې  پریزینټېشنونه ارایه شي.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS