د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

pu_admin
Sun, May 03 2026 3:48 PM
university

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د ګډو همکاریو دغه هوکړه لیک چې د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د پکتیا پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني او د کاتب خصوصي پوهنتون رئیس پوهنیار علی احمد یوسفي ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه لوري یو د بل له  علمي تجاربو، لابراتوارونو او کتابتونونو څخه لازمه استفاده او ګټه پورته کوي.

د دغه ګډ هوکړه لیک له مخې  به د دواړو علمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د څېړنو د پراختیا، کیفیت ‌لوړونې، علمي تجربو د تبادلې او د علمي کادر د ګومارنې په برخو کې اغېزناکه همکاریو ته زمينه مساعده شي

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS