د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زدهکړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زدهکړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.
چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زدهکړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.
د پکتیا پوهنتون او ملي لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکاریو دغه ګډ هوکړه لیک د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي او ملي لوړو زده کړو موسسې د مشر پوهندوی خالد احمد حبیب له لوري لاسلیک شو.
یاد هوکړه ليک به د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ د څېړنو د پراختیا، کیفیت لوړونې، علمي تجربو د تبادلې او د علمي کادر د ګومارنې په برخو کې اغېزناکو همکاریو ته زمينه مساعده کړي.