د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استادانو له لوري د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو په موخه کنفرانس دائر شو.

pu_admin
Wed, Aug 13 2025 2:42 PM
abbb

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استادانو له لوري  د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو په موخه کنفرانس دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۱۹مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۲مې، سره سمون لري،  د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استادانو له لوري  د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو کنفرانس د مسلکي پرمختیا مرکز په تالار کې دائر شو.

له اړوند ادارو سره د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو په جوړ شوي کنفرانس کې چې د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت، د پکتیا ولایت مقام، پکتیا بهرنیو چارو، عدليي،  د فرامینو او احکامو د تعقیب او نظارت ریاستونو مسؤلینو او استازیو برخه درلوده، د سمینار پیل د معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت له لوري د کنفرانس برخوالو سره په څېړنه کې د دې معاونیت له لوري د ترسره شویو چارو او فعالیتونو په اړه  مالومات شریک شول.

ورپسې د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استاد پوهنمل عبدالمتین جلیلي   (فرصت های همګرايي منطقه يی برای افغانستان) او پوهنمل استاد محمد ولي سجاوندي د (مجرمینو په اصلاح او تربیه کې د جزايي مؤیداتو د تطبیق څرنګوالی) تر سرلیکونو لاندې موضوعاتو باندې د ترسره شویو څېړنو پایلې د اړوند ادارو له مسؤلینو سره شریکې شوې.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS