د اقتصاد پوهنځی درئيس لنډه پېژندنه

د اقتصاد پوهنځی درئيس لنډه پېژندنه

پوهنيار محمد نور احمدزی

د اقتصاد پوهنځی رئيس

noorahmadzai32@yahoo.com

noorzahir@pu.edu.af

د جمهوري رياست د ۱۱/۶/۱۳۹۹ نېټې   ۱۴۴۶  نمبر حکم له مخې پوهنيار محمد نور احمدزی د پکتيا پوهنتون، اقتصاد پوهنځی د رئيس په توګه وټاکل شو. ښاغلی توتاخېل د د هند هېواد د پونې پوهنتون  (SPPU)څخه په تجارت کې ماستري (M.COM) لري.  لسانس يې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی څخه د تجارت په رشته کې کړی دی.

   نوموړی په ۱۳۹۲ کال کې د پکتيا پوهنتون په علمي کادر کې مقرر شو، او تر دې دمه يې په پوهنځی او پوهنتون کې بېلابېل مضامين لکه د د پیسو اقتصاد، مالي مدیریت، منجمنټ، تمویل، عامه اقتصاد او عامه تمویل تدریس کړي.

  د تدريس او رياست په څنګ کې نوموړی د پوهنځي د دوو کمېټو ( د توامیتونواو د ازموينو کمېټه) مشري هم په غاړه لري، او د پوهنځي او پوهنتون په ځېنو نورو کمېټو کې هم فعال غړيتوب لري.