ژورنالیزم ډیپارټمنټ

د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو څانګه

تاریخچه :

     که رسنۍ د ژورنالیزم وسیلې او ژورنالیزم د رسنیو د بېلابېلو برخو ټولیزه پوهه وبولو، نو دې پایلې ته رسېږو چې د ژورنالیزم د نننۍ پراختیا یو مهم عامل هم د ژورنالیزم په وسیلو کې پرمختګ ده. ژورنالیزم نن ورځ د نړۍ څخه د یوه کلي جوړونکی بلل کېږي او دا کار هم د خپلو وسیلو (رسنیو) پرمټ ترسره کوي .

     د هغه چا لپاره چې غواړي د ژورنالیزم  په برخه کې بریالی کار ترسره کړي، لومړی د ژورنالیزم پر بنسټیزو برخو خبرتیا، د هغه د پلي کولو سره د ځان برابرول، د پرمختللو ژورنالیستیکو وسیلو کارولو او عیارولو زده کړه په کار ده.

     ژورنالیزم چې د دیموکراتیکو ټولنو څلورمه قوه بلل کېږي، له نویو مسایلو د خلکو خبرول، خلکو ته لارښوونه، د بېلابېلو مسایلو  په اړه د خلکو روزنه او د دولت د دریو ګونو قوو د څار دنده یې پرغاړه ده، دا او دې ته ورته نورې دندې په دې موخه ترسره کوي، څو د حکومت او خلکو ترمنځ د پله خپل اصلي حیثیت وساتي او همدا دروند رسالت ترسره کړي.

     په اړیکو ولاړه نړیواله ټولنه کې د رسنیو او ژورنالیزم نننۍ اړتیا ته  په کتو د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي  په هغه غوښتنه چې د پکتیا پوهنتون مشرتابه هم ورسره بدرګه کوله د ژورناليزم او ټولیزو اړیکو د څانګې د تاسیس غوښتنه وشوه او د لوړو زده کړو وزارت له منظوري وروسته په همدې پوهنتون او پوهنځي کې په کال ۱۳۹۳ ل .ل کې د (۶۸) تنو محصلانو په جذب سره په رسمي کار پیل وکړ.

     د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دا څانګه په لومړیو کې د دوه تنه رسمي استادانو ښاغلي پوهنیار نوراغا (نوري) او ښاغلي پوهنیار خالد احمد (حبیب) په درلودلو سره تدریسي او اداري چارې شروع کړې، چې تر دې دمه یې تدریسي چارې د افغانستان د ژورنالیزم پوهنځیو د واحد کریکولم او مفرداتو سره سمې د پورتنیو دوه تنو استادانو تر څنګ د دوه نورو قدرمنو رسمي استادانو نوماند پوهنیار محمد ایاز ‌ذکي او نوماند پوهنیار امین ګل سبا په پر مټ روانې دي او هیله ده چې په راتلونکي کې به هم دا چارې همداسې ګړندۍ او له اصولو سره سمې روانې وي.

 

 

لیدلوری:

     دا چې د نننۍ په اړیکو او ټیکنالوژي ولاړې ټولنې یوه اړینه او خورا مهمه اړتیا ژورنالیزم او د ټولیزو اړیکو وسیلې (رسنۍ) دي او ورځ تربلې ټیکنالوژي او په ځانګړي ډول رسنیزه ټیکنالوژي هم پرمختللې کېږي، نو په کار ده چې ورسره د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو دا څانګه هم نړیوال سټنډرډ ته په کتو ځان برابر کړي.

د همدې موخې لپاره د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو د څانګې استادان په دې اند دي، چې:

  • داسې کادرونه فارغ وروزو چې د ولس او حکومت تر منځ اړیکې سمې او ټینګې کړي، څو له دې لارې حکومت او ولس د یو او بل له غوښتنو، ستونزو، اړتیاوو، لاس ته راوړنو او واقعیتونو څخه خبر شي، چې دا به د سیمې د هر اړخیز مثبت بدلون  سبب شي.
  • د محصلانو د عملي روزنې او تدریس لپاره، یوه مجله، راډیو او که امکانات وو نو یو تلویزیون هم ولري، چې له یوې خوا به ورسره د ټولنې ټولنیزه او تعلیمي کچه لوړه شي، له بلې خوا به محصلان هغه څه چې نظري لولي عملي هم زده کوي او کله چې فارغېږي نو په مارکیټ کې به ورته د کار پیداکولو زمینه هم زیاته وي.
  • په نيږدې راتلونکې کې دا څانګه د ژورنالیزم په پوهنځي بدله شي، څو د ژورنالیزم پوهنځي درسونه او کریکولم د لوړو زده کړو محترم وزارت له قانون سره سم د نړۍ پرمختللو هیوادونو په شان تطبیق او ترې ګټه پورته شي.
  • وروسته له دې چې دا څانګه د ژورنالیزم اوټولیزو اړیکو پوهنځي ته ارتقا وکړي باید ‌یاد شوی پوهنځی د هیواد نورو پوهنتونونو ته په کتو د (رسنیو او ژورنالیزم) او (عامه اړیکو ) په نوم دوه څانګې ولري، چې دا هره څانګه بیا ډېرو امکاناتو او کادرونو ته اړتیا ولري.
  • له دې وروسته ددې پوهنځي استادان هڅه کوي چې خپلې بشري قوه یا د علمي کادر غړي زیات کړي، څو هرې څانګې ته د نړیوال سټنډرډ سره سم  تدریس  وکړل شي.

هیله ده چې د پوهنتون اداره او د لوړو زده کړو وزارت به  زموږ دا غوښتنې قبولې کړي، څو موږ د یوه نړیوال سټنډرډ سره سم پوهنځی ولرو او داسې علمي کادرونه له پوهنځي څخه فارغ کړو چې هیواد ته په خپله مسلکي ساحه کې له خپلو پخوانیو  هم مسلکانو څخه د لازیات خدمت مصدر وګرځي.  

پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ژورنالېزم څانګې آمر پوهنیار نوراغا (نوري) لنډه پېژندنه:

Email: Noor Agha 22@yahoo.com

Phone: +93(0)744921504

     پوهنیار نوراغا نوري د حاجي محمدعظیم خان زوی د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالي اوسیدونکی په ۱۳۶۷ل. کال د مهاجرت په دور کې د کوزې پښتونخوا پيښور ښار ته نژدې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، لومړنۍ زده کړې یې په همدې سیمه کې د احمدشاه بابا په ابتدایي ښوونځي کې پیل کړې دي، منځنۍ زده کړې يې هم په پېښور کې د تربیه اسلامي عالي لېسې کې ترسره کړې دي، په ۱۳۸۴ل. کال کې افغانستان ته راستون او د پکتیا ولایت په ګردېز ښار کې استوګن شو، د بکلوریا سند يې له عبدالحی ګردیزي عالي لېسې څخه په ۱۳۸۵ل. کال کې په بریالیتوب سره ترلاسه کړ، د لوړو زده کړو په موخه په ۱۳۸۶ل. کال کې د شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون د د ښوونې او روزنې پوهنځي په ژورنالېزم اوټولیزو اړیکو څانګه کې شامل او په ۱۳۸۹ل. کال په کادر کې فارغ شو.

     استاد نوري له  فراغت وروسته د پکتیا ولایت په مختلفو ادارو کې دندې ترسره کړې دي او بیا وروسته پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ژورنالېزم اوټولیزو اړیکو څانګې ازاد رقابتي کادري بست ته کاندید شو، له رقابتي ازموینې وروسته د پکتيا پوهنتون په ياده څانګه کې د نوماند پوهیالي په توګه مقرر شو، اوس مهال په همدې ځای کې د استادي او د څانګې د سرپرستي چارې په غاړه لري، په دې سربېره د پوهنتون په ټولو فرهنګي چارو کې همکار پاتې شوی دی چې بیلابېلې مقالې یې په فرهنګي، علمي او ادبي مجلو او جریدو کې خپرې شوې دي.

نوموړي د ۲۰۲۱ م کال په لومړیو په پاکستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د ژورنالیزم او عامه اړیکو په برخه کې خپله ماستري په بریا سره تکمیل کړې او اوس اوس د استاد او یادې څانګې د امر په حیث خپله مقدسه دنده پر مخ وړي.