د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د دغه معاونیت د آمریتونو تر ارزولو وروسته د اړوند معاونیت اداري ناسته ترسره شوه.

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۵۴
mas

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د دغه معاونیت د آمریتونو تر ارزولو وروسته د اړوند معاونیت اداري ناسته ترسره شوه.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې پنځمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۸مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د دغه معاونیت د آمریتونو تر ارزولو وروسته د اړوند معاونیت اداري ناسته ترسره شوه.

د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک له لوري د اړوند آمریتونو تر ارزولو وروسته د آمرینو او مدیرانو چارې خورا ښې وبلل شوې او هغه کارمندان چې د ورسپارل شویو مسؤلیتونو له مخې یې غوره چارې ترسره کړې وې، په ډالیو ونازول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS