دپوهنتون په اړه

دپوهنتون په اړه

د پکتیا د ولایت مقام د ۱۱/۴/۱۳۸۲ نېټې د (۱۲۶۴) ګڼې وړاندیز پر بنسټ د پکتیا ولایت لپاره  دیو باب پوهنتون غوښتنه د انتقالي دولت محترم ریاست ته  وړاندې شوه او د ۲۴/۷/۱۳۸۲ نیټې د (۴۲۸۶) ګڼې حکم په اساس  له منظورۍ وروسته د یوه غیر انتفاعی او د لیسانس په کچه فارغ ورکونکي بنسټ په توګه وپېژندل شو.

      پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د (کرنې او ښوونې او روزنې) پوهنځیو په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ چې  په ۱۳۸۷ لمریز کال کې یې د لومړي ځل لپاره (۳۵) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل. نوموړی بنسټ د علمي، اداري او تربیتي تشکیلاتو در لودونکی دی چې د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د پوهنتون د رییس لخوا اداره کيږي.

په ۱۳۸۹ لمریز کال کی در افغانستان د اسلامی جموری ریاست د منظوری پراساس په پیښور کی د آریانا خصوصی دریو پوهنځیو ( طبُ انجینری، حقوق اوسیاسی علومو) له پکتیا پوهنتون سره مدغم او ۱۳۹۰د لمریز کال را هیسي پورته ذکر شویو پوهنځیو د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ، همدا راز ۱۳۹۲په  لمریز کال د ژبو او ادبیات پوهنځی، ۱۳۹۳ کال کی د اقتصاد پوهنځی د ټولنی ضرورتونو په اساس د همدی بنست په چوکات کی تاسیس او کار پیل وکړ.

د پکتیا پوهنتون لرلید

لرلید:

پکتیا پـــــــــــوهنتــــــــــــــــــــــــون هوډ لري، چې اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو او د باکیفیته او معیاري لوړو زده کړو په وړاندې کـــــــــــــــــــــــــــــولو سره د تدریس، علمي څېړنو او تجربه لرونکو متخصصو علمي کادرونو پر مټ د هیواد او سیمې په کچه یو مخکښ بنسټ واوسي

ماموریت:

پکتیا پوهنتون د هیواد په کــــــــــــــــــــــــــــــچه د یو معتبر لوړو زده کړو بنسټ په توګه مسؤلیت لري چې د عصري ټکنالوژۍ، معیاري تدریس او علمي څېړنو څخه په استفادې سره د روزل شویو مسلکي کادرونو او غوره تحصیلي خدمتونو له لارې ټولنې ته ژمن متخصص ځواک وړاندې کړي