دپوهنتون د ریس پیغام

نننۍ نړۍ چې د کلي حیثیت یې خپل کړی او  زموږ هیواد یې د یوه کور په شان برخه ده، ښوونې او روزنې ، لوړو زده کړو او تخصصي زد کړو ته دېره او شدیده اړتیا لري، په دې کلي کې بې ټیکنالوژي ژوند ناممکن دی او دې ټیکنالوژي ته هم د علم پر مټ رسېدلی شو او بس.

ځکه خو د پکتیا پوهنتون مشرتابه تر ټول توان پورې هڅه وکړه چې پکتیا پوهنتون دې فعال ویب سایټ ولري، څو خپلې لاسته راوړنې او تحقیقات له همدې لارې د خلکو سره شریک کړي، چې الحمدالله د ویب سایټ برخه کې ستونزې هوارې شوې او دا دی یو ځل بیا فعال شو، د لوړو زده کړو وزارت له ای ټي برخې څخه مو هیله ده چې د بیا ځل لپاره د پوهنتونونو ویب سایټونو سره له حده زیات احتیاط وشي او ټول پوهنتونونه پکې خپل مالومات خلکو ته ورسولی شي.

د افغانستان حکومت هم باید د نړیوالو او بین الملي تعهداتو پر اساس د خپل هیواد خلکو ته د زده کړې او پرمختللو علومو نویو او مهمو بحثونو د زده کړې او لاس رسي لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې اساس د افغانستان اساسي قانون حکم کوي چې دولت دې د لوړو زده کړو لپاره عمومي او تخصیصي موسسې جوړې کړي او په همدې قانون کې د زده کړې د پراختیا په اړه تاکید شوی دی.

نوموړو موخې ته د رسېدو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې د پوهنتونو د ښه والي او اعتدال لپاره داسې مېکانېزمونه برابر کړي چې ورسره د پوهنتونو کیفیت لوړ شي. همدارنګه دا افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژی (ANDS)  د افغانانو لپاره د با کیفیته لوړو زده کړو په برخه کې ټینګار کړېدی .

د پکتیا پوهنتون اداره هم  کوښښ کوي چې د لوړو زده کړو دا نهاد دې ټولو هغو اړتیاوته ځواب ووايي،  چې د افغانستان د پرمختګ سبب کیږي، د لوړو زده کړو په پالیسي او پلان کې دا مسایل خوندي شوي دي، نو د پکتیا پوهنتون ستراتیژیک پلان هم د همدې پالیسي په اساس جوړشوی، څو وکولای شي عامه سوکالي رامنځ ته کړي،  ټولو ملي ارزښتونو ته  پابند واوسي او په نړیواله کچه ښه اعتبار او ځای ځپل کړي.

زمونږ دنده او مسؤلیت په دې اړه دا دې: ټولو هغو کسانو ته چې د لوړو زده کړو په شرایطو برابر وي د زده کړې او تحقیق زمینه برابره کړو، څو په هیواد کې د روښانه راتلونکې لپاره وړ، مسلکي او باتجربه کادرونه ولرو او له نننیو ټولو ستونزو پاک افغانستان ته ورسېږو.

په پکتیا پوهنتون کې به زموږ  ډېره توجه په راروان او راتلونکو کلونو کې د کیفیت برخې ته وي، چې موږ د نړیوالو پوهتونونو له معیارونو سره برابرې زده کړې تر خپل ځوان نسل پورې ورسوو. همدې موخې ته د رسیدو په موخه په ټولو هیوادوالو، ملي تاجرانو او حکومت غږ کوم چې په دې برخه کې زموږ ملاتړ وکړي، څو په نړیوالو معیارونو برابر او د نړیوال باور خاوند کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړو.

د قلم له خاوندانو، د پوهنتون له استادانو او درنو محصلانو څخه مو هیله دا ده چې د لوړو زده کړو اړوند او علمي مسایل راسره شریک کړئ څو دا ویب سایټ لا غني شي او پوهنتونونه مو هم ورسره پرمختللي شي.

 

پوهنمل عبیدالله اخندزاده

د پکتیا پوهنتون رئیس